تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې پر یوه کور د وسله والو طالبانو د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د لغمان ولایت د رسنیو له دفتره خپره شوي خبرپاڼه وایي پېښه پرون ماښام ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ د شمسه خیلو په سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، چې هاوان مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې وه چې په یوه کور کې لګېدلی او له امله یې په دغه کور کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ویل کیږي ددې پیښې ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي خو په وژل شوو کې یې یوه مور او درې او لادونه هم شامل دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي