تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په یوه جنازه کې چاودنې لږ تر لږه درې ماشومان وژلي او ۹ تنه نور ژوبل دي.

 د لغمان د ولایتي شورا غړی وايي، دولت شاه ولسوالۍ کې په یوه جنازه کې چاودنې ۳ تنه ماشومان وژلي او ۹ تنه لویان په کې ژوبل دي.

 خو د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی بیا د دریو کسانو د مړینې د تایید تر څنګ وايي په برید کې ۷ تنه ژوبل دي.

تر اوسه چا د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذ زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *