په لغمان کې د عامه کتابتون لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

په لغمان ولایت کې د نږدې اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت دعامه کتابتون لپاره د ودانۍ جوړلو چارې ددغه ولایت د والي عبدالجبار نعیمي چې په ولسي جرګه کې دلغمان دخلکو استازې آغلې زیفنون صافۍ، ګڼ شمېر ځوانانو،مدني فعالانو او ژورنالیستان يې ملتیا کوله دبنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل شوې.

د اطلاعات او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان د   عامه کتابتونو لپاره پر جوړېدنکي ودانۍ دخوښۍ ښودلو ترڅنګ په هر اړخیزهبرخوکې د ولایتي ادارې د هڅو اوتلاشونو ستاینه وکړه نوموړي وویل؛څرنګه چې روان کال په لغمان کې د پرمختګ او سمسورتیا په کال نومول شوی،ورسره سم په دغه ولایت کې پرمختیايي بهیر چټکتیا موندلې او دبېلابېلو سکتورونو په چوکاټ کې ګڼې پرمختیايي پروژې پلي او لسګونه نورې تر کار لاندې دي.

په ولسي جرګه کې دلغمان دخلکو استازي آغلې زیفنون صافۍددغه کتابتون جوړېدل په لغمان کې دځوانانو د علمي ودې او پراختیا په برخه کې ګټور یاد کړ .

لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دعامه کتابتون لپاره جوړیدونکې ودانۍچې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپراختیايي بودجې لخوا يې مصارف ورکول کیږي د نږدې ۱۸ ملیونه افغانیوپه لګښت به دیو کال په موده کې جوړه او د مطالعې ټولې اسانتیاوې، کمپيوټر او د انټرنیټ سهولتونه به ولري.

نعیمي وویل دلغمان دخلکو ټولې غوښتنې،ستونزې او وړاندیزونه يې اوریدلي او په مسلسل ډول يې د اړوند وزارتونو سره شریکې او تعقیب کړي دي، نوموړي وویل تلاش کوي چې په هر سکتورکې لومړیتوبونو ته په کتو اړینې پرمختیايي او اصلاحي چارې ترسره کړي..

یاده دې وي چې په لغمان کې تر دې دمه ددانش کتابتون پرته  بل داسې کتابتون نشته چې هلته دې دعلم،ادب او تحقیق مینوالو ته دمطالعې او تحقیق ټول سهولتونه برابر وي،چې ددې کتابتون په جوړیدو سره به دغه تشه هم ډکه شي.

امیرزېب کاموال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *