لغمان چې دپلازمینې په ګاونډ ختیځ کې پروت ولایت دی هسې چې اړینه وه په تېره یونیمه لسیزه کې ورته دپام وړ پاملرنه نده شوې،ډیری دولتي ادارې،ښوونځي،ریاستونه او روغتونه ودانۍ نه لرې او په کرايي کورونو کې خپل فعالیتونه پرمخ وړي،دښوونځیو وضعیت يې هم د اندېښنې وړ دی، روغتیا يي ستونزو ته يې تر ډیره ننګرهار اوږه ورکړې ، دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو ژوند ستونزمن کړی دی.

دنظر خاوندان په دې اند دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې هېواد ته د نړیوالو پراخو مرستو سره ،سره دوخت ادارې او مسؤلینو ونه ونتوانیدل چې ددې ولایت دمیشتو ولسونو دستونزو دحل ،ټولګټو لویو او وړو   بنسټیزو پروژو دتطبیق او ځوانانو ته دکارموندنې په برخه کې اړین کارونه ترسره کړي.

دملي یووالي حکومت دمشرتابه له لورې دې ولایت ته د والي په صفت د عبدالجبار نعیمي لیږل یو پرځای ګام دی ،ځکه نوموړی دبیارغونې ،ښې حکومتدارۍ او ولسي رغنده خدماتو په ترسره کولو کې خورا ګټورې تجربې لرې، چې په استفادې به يې تر ډیره په دغه ولایت کې دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې دحل ترڅنګ ځوانانو ته دکارموندنې او انکشاف په برخه کې ګټو پروګرامونه تطبیق کړي.

دېته په کتو ویلی شو چې په دې وروستیو شپږو میاشتوکې لغمان دتېرې یوې نیمې لسیزې په پرتله په بېساري ډول دبیارغنیزو پروژو دپيل او پای شاهد وو،ښاغلی نعیمي په دې لنډه موده کې توانیدلی چې په دې ولایت کې یوشمېر اړیني بیارغنیزې پروژې پيل او یا هم ګټې اخیستنې ته وسپاري،دبېلګې په ډول:

  • دعدليې ریاست دوه پوړیزه ودانۍ
  • دسرې میاشتې ځوانو رضاکارانو کلوپ ودانۍ
  • د کتلوي معافیت زیرمتون ودانۍ
  • په الینګار ولسوالۍ کې یومسجد:
  • دمرکز اړوند بصرام کلي د کرنې او مالدارۍ دليسې دوه پوړيزه ودانۍ
  • د قرغيو ولسوالۍ د غونډۍ د کلي څخه تر لمټۍ کلي پورې د (٩،١٨) کليومتره سرک جعل اندازي
  • د قرغيو ولسوالۍ د همزنګ استنادي ديوال پروژه او یو شمېر نورې هغې لوی او وړې ټولکټې پروژې یادولی شو چې دښاغلي نعیمي له لورې په دې کمه موده کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یوتعدادهغه چې په همدې وروستیو میاشتو کې يې دجوړیدو چارې پېل شوي پکې دعمرزیوسرک،دښوونکو دښارګوټې پروژې پرانسته،دسل بستریز روغتون په ټپه ولاړ کار چټکول، دتیرګړیو او بي بي صاحبې د سیمو د۲۳۰ متره اوږد استنادي دېوال پروژه او د حیدر خانیو کانال د سربند او ۳۰۰ متره استنادي دېوال پروژې دنورو هغو له جملې څخه دې چې همداشېبه يې په ډیره چټکۍ سره دجوړیدو چارې پرمخ روانې دي.

د ولایتي ادارې وروستیو هر اړخیزو تلاشونو ددې ولایت دفرد،فرد هېلې او خوشبېنۍ زیاتې کړي او ددې ډاډ څرګندیږي چې دولسي پراخ ملاتړ په شتون کې به دالړۍ لا ګړندۍ او په دې سره به په دې ولایت کې ددولت او ولس ترمنځ موجود واټن په بېسارې ډول راکم شي.

زه دیو ځوان په صفت دلغمان پرمختګ ته خوشاله یم ،خو دولایت له مشرتابه ،مرکزي حکومت او اړوند وزارتونو مو توقع ده چې دې ولایت ته خپله پاملرنه زیاته کړي،نړیوال مرستندویه نهادونه او موسسات دې هم په دې ولایت کې دځوانانو دبېکارۍ دکچې په راټېټولو،کارموندنې،اقتصادي ودې،انکشافي پراختیا،ښوونې او زراعتي ودې ترڅنګ دزیر بنايي پروژو درغولو او جوړولو په برخه کې اړین پروګرامونه پلي کړي،ترڅو په دې سره په دې ولایت کې دخلکو پراخې ستونزې حل او موجودې بدبختۍ خپل ټغر ټول کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *