د لغمان ولسونو،مشرانو،دیني علماؤ،ځوانان او ددغه ولایت دخلکو استازو د امنیتي ځواکونو د قربانیو، سرښندونو او د امنیت ساتنې په برخه کې ددوی د نه ستړي کیدونکو تلاشونو په ویاړ پراخه شانداره ملاتړ غونډه جوړه .جوړه شوې غونډه کې د ولایت مقام رهبري،د امنیتي ارګانونو مسؤلینو،منسوبینو،مشرانو،دیني علماؤ،ځوانانو، مدني فعالانو، جهادي قوماندانانو او د رسنیو استازو برخه لرله.
جوړې شوې تقدیر او ملاتړ غونډې ته لغمان والي پيلیزو خبرو کې امنیتي ځواکونه دهېواد او خلکو رښتیني خدمتګاران وبلل او یاده يې کړه چې فرد،فرد مسؤل دی ترڅو د امنیتي ځواکونو دقربانیو ،سرښندنو،اتلولیو،د سولې او امنیت ساتنې په ډګرونو کې ددوی د نه ستړي کیدونکو شپه ورځ تلاشونو درناوي ، تقدیر او ملاتړ وکړي.
ښاغلي نعیمي د امنیتي ځواکونو سنګرونه دخدمت سپیڅلي ډګرونه یاد کړل او ددغه غښتلي ځواک پروړاندې جنګیدونکي وسلوال يې دنورو غلامان،د اسلام ناخبره او دخپل ورور قاتلین وبلل . نوموړي وویل : څوک چې د افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې وسله پورته کوي،عامه شتمنۍ لمنځه وړي، دملي ګټو او پروژو پروړاندې خنډونه جوړوي،ولسونو کې ویره خوروي،د خلکونه په زور حرامې ډوډۍ خوري او د وحشت او ټوپک په ژبه له خلکو باج اخلي د نه بخښنې وړ مجرمین دی،افغان امنیتي ځواکونه به په ټول قوت ددوی دشومو پلانونو ، ناروا موخو او هر غیر قانوني عمل پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي او په هر ګام به غاښ ماتونکي ځواب ورکړي.
لغمان والي همداراز وویل : ((موږ دپرمختګ لپآره دلویو او وړو بنیادي پروژو پلانونه ترلاس لاندې لرو ،وروستۍ اونۍ کې مو د۲۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دمهترلام دحلقوي سرک دجوړیدو کار پيل کړ،د شاهي کانال،ګمبیري کانال،وطن ګټو او کله ګوش بندونو دجوړولو او سروې لپاره ځانګړې پلانونه لرو،ژر به د بادپښ لرې پرتې ولسوالۍ ته هم د سرک د اساسي جوړیدو کار پيل شي ، خلک دي د امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ ټول هغه خنډونه لیري کړي چې د متوازن انکشاف دمخنیوي او عامه نظم د ګډوډۍ سبب ګرځي.))
ښاغلي نعیمي په دغه غونډه کې یو ځل بیا د ډاډمن امن،تل پاتې سولې او پرمختګ په برخو کې په خپله ژمنتیا ټېڼګار وکړ،له همدې ځایه يې په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې د اسلامي حزب دسولې لاره خپله کړي،د جګړو لاس واخلي او د سولې له روان بهیر سره پر یوځای کیدو دګران هېواد په ابادۍ او سمسورتیا کې برخه واخلي.
وروسته په وار سره دولسونو استازي حاجي محمد ظاهر حسین خېل ، مولوی نعمت الله، مولوی معراج الدین ،مولوی محمد یونس شمعه خېل او دقومي مشرانو په استازیتوب حاجې شامرد خان خبرې وکړي،په هېواد کې روانه جګړه يې ناروا وبلله اود هېواد په دې حساسو امنیتي شرایطو کې يې د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته وهڅول. دوی وویل : موږ د افغانستان د شرعي نظام او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړي یو،په ټول قوت ددوی سره اوږه پر اوږه د امنیت په ساتنه کې رغنده رول ترسره کړي، او هیچاته به موقع ورنکړي چې ولسي ارامي لمنځه یوسي.
دیني علماؤ او مشرانو ددولت له مخالفو وسلوالو هم وغوښتل چې دبل په اشاره پيل شوي جګړې ته دپای ټکی کیږدي او نور دخپل هېواد له ورانولو او ورور وژنې لاس واخلي.
جوړې شوې تقدیر او ملاتړ غونډې ته د ملي اردو دلومړۍ پلي لوا قوماندان برید جنرال نورعالم حلیم او امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد هم خبرې وکړي، له خلکو يې مننه وکړه چې خپل امنیتي ځواکونه ستايي او د هغوی دسر ښندنو درناوي کوي، امنیتي مسؤلینو دلغمان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي خوندیتوب په برخه کې يې شپه ورځ هڅې جاري دي او ګام په ګام ددولت، سولې،امن او پرمختګ دښمنان له پښو وغورځوي او سیمې به ورڅخه پاکې کړي.
امنیتي مسؤلینو له قومي مشرانو،دیني علماؤ او فامیلونو وغوښتل چې دخپل کلي او کور ځوانان د وسلوالو مخالفینو له لکیو راوګرځوي او په دې سره هغوی له مرګ و ژغوري،امنیتي مسؤلینو وویل: د سرتاسري ډاډمن امن دټېنګښت لپاره ټېنګې او نه ماتیدونکي ارادې لري،هغوی چې وسله پورته کوي،دپرمختګ مخه نیسي او ولسي ارامې لمنځه وړي ارامانونه به يې په خاورو بدل کړي او پرې به يې نږدي چې تروریستي ډلې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.
یاده دې وي چې جوړه شوې غونډه غرمه مهال په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې په دوعا د شپږ ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.
۳۰ /۱ /۱۳۹۶

دلغمان ولایت درسنیو او اړیکو دفتر​

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *