لغمان کې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتوکې نن د غويي په ۳۰ نېټه ۱۵ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه يې د یو عراده موټر سایکل او یو میل راکټ انداز سره یو ځای نیول شوي دي. په وژل شویو کې د وسلوالو مخالفینو مهم غړي شامل دي.
د یادونې ده چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتې،په پيل شویو عملیاتو کې د مرکز او الینګار ولسوالیو اړوند سیمې پهلوان بابا ، قلعه نجاران ، سرکاتبان ، قلعه فتح الله ، جانی قلعه ، نورمحمد خان بانډه ، میر عثمان بانډه ، قلعه صوفیان،میداني اوبی بی هجرې کلي تصفیه او تلاشي شوي دي چی په نتیجه کی دمخالفو وسلوالو یو تن مین ښخونکی اوراکیټ ویشتونکی دیو عرادی موترسیکل سره یوځای ونیول شو .
او خاص هرمل کلیو کی د ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په بشپړه همغږۍ او ځیرکتیا سره جریان لري.
۲۳ /۲ /۱۳۹۶
دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر