تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: د لغمان ولایت کې تېره شپه ۲۰ افغان پولیس د زهرجنو خوړو له امله مسموم شوي دي.
د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی تاند ته پېښه تاییدوي او وايي چې تېره ورځ د مرکز مهترلام اړوند او د علیشنګ ولسوالیو سیمه ییزو پولیسو ته په خوړو کې زهرجن مواد ګډ شوي وو چې له امله یې شاوخوا شل ملي او سیمه ییز پولیس مسموم شوي دي .
نوموړی وایي، د پيښې په تړاو د قراردادي په شمول یوولس کسان نیول شوي دي: (( زموږ دغو پولیسو ته قراردادیان خواړه رسوي خو خوشبختانه مسموم شوي عسکر مو په سم وخت کې ژغورل شوي او روغتیا یې ښه شوې ده.))
هغه یادونه وکړه چې سرتیري بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي او د دوی په اړه هیڅ اندیښنه شتون نلري.
هغه ټینګار وکړ چې د پېښې په تړاو له تحقیقاتو وروسته به له نیول شویو مجرمینو سره جدي چلند وشي.