د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –

وروسته له هغې چې د مخالفینو له لوري د لغمان د بربادۍ او سقوط شوم پلان د ولایت مقام او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه مدیریت او مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره شنډ شو، اوسمهال د امنیتي، کشفي او د سیمې د خلکو د راپورونو پر اساس د وسلوالو مخالفینو لوړپوړي قوماندانان او مشران له لغمان نه تښتېدلي او یو شمېر نور یې د وتو او تېښتې په حال کې دي.

د لغمان د بربادۍ د مخنیوي په څو وروخنیو عملیاتو کې چې هغه مهال د افغان کومانډو، امنیتي، دفاعي، ځمکنیو، او هوايي ځواکونو پر مټ تر سره شول له اویاوو زیات وسلوال مخالفین په کې ووژل شول او د پنځوسو په شا و خوا کې نور مخالفین په کې زخمیان شول، چې په وژل شویو او زخمیانو کې یې د خالص، خالد، جنت ګل، محبت، اتل عمرزي او ګڼ نور قوماندانان او سرګروپان شامل ول. البته په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څلور تنه هم شهیدان او اته تنه نور یې زخمیان شوي ول.

اوسمهال حالت بیرته نورمال ډول ته را ګرځېدلي، د الینګار او الیشنګ په استقامت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ دوامداره تګ راتګ، د پوستو بشپړ اکمال او تجهیز اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال ډېر قوي او لوړ کړی دی، په الیشنګ ولسوالۍ کې د لغمان د امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد، د لومړۍ پلې لوا د قوماندان برید جنرال نورعلم حلیم، د ملي امنیت د مرستیال ډګروال محمد شریف، دغه راز د ولسوالۍ د مسولینو ګډه ناسته د ولسونو سره او همدارنګه د ولایت مقام له لوري د امنیت د تامین په برخه کې شپه او ورځ هلې ځلې او تلاشونه هغه څه دي چې ولسونو ته یې د نویو دروازه پرانېستې.

د یادونې ده چې د حالاتو په بېرته نورمال کېدو سره په یادو دواړو استقامتونو کې هغه کورنۍ چې د وسلوالو مخالفینو د جنګ او وحشت له ویرې یې خپل کورونه پرېښي ول، اوس بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

۲۲ / ۱۲ / ۱۳۹۵

د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *