د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې چې ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت په کې شتون درلود د مرکز اړوند د عمرزئیو په قریه کې ۳ تنه وسلوال مخالفین د افغان ځواکونو سره په وسلواله نښته کې وژل شوي او ۲ نور یې شدید زخمیان دي.

دغه کسان په یاده سیمه کې د مخالفو وسلوالو په ځایي ګروپونو پورې تړلي کسان ول، چې په ډېری تروریستي فعالیتونو او ورانکاریو کې لاس درلود.

د دغو عملیاتو پر مهال چې له سهار راهیسې پیل شوي شا و خوا اته لوی او واړه کلي تصفیه او تلاشي شوي هم دي او دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم په سیمه کې د ځینو کلیو په تصفیه بوخت دي.

د یادونې ده چې په دغه نښته کې د پولیسو دوه تنه ساتنمنان هم سطحي ټپیان شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

One thought on “لغمان: ۳ وسلوال وژل شوي او ۲ نور یې شدید ټپیان دي”
  1. قابل توجه گرداننده گان محترم وبسایت وزین تاند
    لطفا از لغات پشتو تا حد امکان استفاده کنید. بطور مثال ، در قسمت از عنوان خبر آمده است “که: “۲ ټپیان دي،
    لیکن در خبر نوشته اید که :” ۲ نور یې شدید زخمیان دي.” . مانند این به ده ها مثال دیگر

    امید از انتقادم آزرده نشده باشید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *