د یو سرګروپ په ګډون څلور کسه وسلوال مخالفین د افغان ملي اردو ځواکونو سره په وسلواله نښته کې وژل شوي دي.
نن سهار د ۹ بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو په سیمه کې د ملي اردو د سرتېرو او وسلوالو مخالفینو تر منځ په وسلواله نښته کې د مخالفینو د یو سرګروپ په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
دغې وسلوالې ډلې په یاده سیمه کې چک پوینټ ایجاد کړی و او غوښتل یې چې ورانکاري فعالیتونه تر سره کړي، چې د ملي اردو د سرتېرو له لوري ور باندې له خبرېدو سره سم برید شوې او یاده مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د یادونې ده چې په دغه نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري هم برسیرن ټپیان شوي دي او اوسمهال هم په یاده سیمه کې د مخالفینو د یو تن مشهور قوماندان نبي سرور په ګډون څو تنه یې د ملي اردو د سرتېرو له لوري محاصر دي.
د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه