په علومو کې داسې ډېرې دودې نومونې(اصطلاحات) دي، چې موږ وايو، چې ګنې پرې پوهېږو، خو چې ورته ځير شو، پته راته ولګي، چې نه پرې پوهېږو.
په دې نومونو کې په ادب کې کارېدونکې (لفاظي) هم ده، چې مانا يې خپره وره او مبهمه ښکاري.
لفاظي لفظ ته منسوب صفت دى. کلمه چې کاروو، مطلب مو د لغت مانيز اړخ ته اشاره وي او لفظ چې کاروو؛ نو د کلمې شکل مو مراد وي؛ نو په خبرو، ليکنې يا شعر کې ژبې يا الفاظو ته ډېر پام يا د الفاظو داسې ظريفانه کارونه چې پېغام يا فکر پکې نه وي، لفاظي ده.
خو موږ چې کله خبرې کوو او منظم الفاظ کاروو؛ مطلب له موږ سره يوه خبره وي، يو پېغام وي؛ نو د فکر د نشت خبره نه پيدا کېږي؛ خو په لفاظۍ کې د فکر له نشته موخه د يوه نوي فکر يا نوښت نشت وي. که فکر وي هم، په لفاظۍ کې ورک وي او مخاطب ته يې د الفاظو له جل بله ليدن سخت وي.
لفاظي خلک په منفي مانا کاروي او چې کوم کس په ناپوهۍ تورنوي؛ نو وايي، چې پلانى هسې لفاظي کوي؛ خو لفاظي منفي او مثبت دواړه ډوله لري.
لفاظي هله منفي وي، چې د ګړېدونکي سړي خبره صريحه نه وي يا پر خپله موضوع برلاسى نه وي يا چې د مترادفو الفاظو، ويناوو، متلونو او شعرونو د کارونې اړتيا نه وي او دى لفاظي کوي او يا چې د يوه کس موخه پر مخاطب باندې د خپلو الفاظو د ذخيرې او د خپل دروغجن علميت خرڅول وي، منفي لفاظۍ ته ګوتې اچوي او زياتره خلک لفاظي په همدې مانا اخلي او دا رښتيا هم منفي لفاظي ده.
په خبرو، ليکنه او شعر کې د منفي لفاظۍ کارونه پخپله مخاطِب ته زيان رسوي او خلک ترې زړه توري کوي. د نثرونو يا شعرونو پر ټولګو به مو داسې ډېرې ليکنې او سريزې لوستې وي، چې تشه لفاظي وي او کومه د مطلب خبره پکې نه وي. مثلا، ليکي: ”…د خپل زړه په هېنداره کې له خپل درد او له خپل جل وهلي ارمانه ډېر ښه خبر دى او چې کله شعر ليکي د احساس د اسمان پر کنارو ګرځي او د شفق سرې وينې او د اسمان شين خيال ته د خپل سندريز شعر جامه ورواغوندي…”
سريزه په کره کتنه کې راځي او د کره کتنې ژبه هم هنري کېداى شي، خو داسې ژبې ته به سړى څرنګه هنري وايي، چې هنري اساس ونه لري او کره کتونکي خپل جهالت په لفاظۍ کې پټ کړى وي.
کره کتنه که راته د يوه چا هنر پرزه پرزه نه کړي، د يوه پنځګر پر عيبونو او کمالونو مو پوه نه کړي، د يوه پنځګر په اړه راته يو فکر رانه کړي او پخپله پنځګر ته لار ونه ښيي؛ نو په لفاظۍ به يې زه څه وکړم. کره کتنه د لفاظۍ نه، فکري بدلانه سرلارې ده.
د منفي لفاظۍ والا، مخاطب غولوي. نوې خبره ورسره نه وي، خو د الفاظو په ګڼه ګوڼه کې داسې وراحساسوي، چې ګنې زه خو درته د مطلب خبره لرم.
په منفي لفاظۍکې د اغېزمنولو دروغجنه هڅه وي، خو دا اغېزمنونه داسې ده، لکه سړى چې خوب په ګولىو راولي يا لکه ژړا نه درځي او کوکې وهې. په دې دروغجنو اکټونو د لوستونکي يا مخاطب زړه نه شې ترلاسه کولاى.
که موخه مو د فکر انتقال وي؛ نو له داسې منفي لفاظۍ نه ځان وساتئ، چې دا مو فکر عيبجن کوي، ابهام او مبالغه پکې پيدا کوي او له علمي يا هنري استدلاله مو غورځوي.
منفي لفاظي په شاعرۍ کې هم پرېمان پيدا کېږي. مثلا: داسې شعرونه به مو ډېر ليدلي وي:
له خپل زړه نه د يار مخ ته هېنداره جوړوم
له اوښکو يې د ستورو چم ته لاره جوړوم
بل، مثبته لفاظي ده. د لفاظۍ کلمه په مثبته مانا ځکه کاروو، چې ژبه/الفاظ د فکر د انتقال يواځنۍ اسانه لار ده او غږېدونکى، شاعر او ليکوال بله چاره نه لري؛ نو چې لفاظي له فکر سره همغږې وي، د فکر په انتقال کې خنډ نه پيدا کوي، بلکې اساني راولي. داسې لفاظي له فکر سره خټه په ګټه ولګي او همدې لفاظۍ ته مثبته لفاظي وايي.
مثبته لفاظي د منفي لفاظۍ له ټولو عيبونو پاکه ده او له فکري تحير سره سره په کلام کې هنري خوند پيدا کوي.
مثبته لفاظي د منفي غوندې شديده نه وي، معتدله وي او په همدې د فکر د رسا لېږد مخه نه نيسي، بلکې په رسايۍ کې يې مرسته کوي. پخپله په دې ليکنه کې تاسې لفاظي وينئ، هنري کلمې او ترکيبونه پکې شته، خو په يوه ځاى کې مو د هېندارې پر مخ د غبار غوندې مخه نه نيسي. کوم ځاى چې د منفي لفاظۍ خبره راغلې وه، هلته د خپلې خبرې د سم انتقال لپاره د مثبتې لفاظۍ په توګه دا جمله هم کارولاى شو:
”د منفي لفاظۍ والا د الفاظو په رڼاوو د مخاطب سترګې نيسي.”
دې تشبيهي جملې د منفي لفاظۍ پرخلاف زما د فکر په انتقال او دقت کې مرسته وکړه. مثبته لفاظي د همداسې کلمو او جملو ټولګې ته وايي.
د مثبتې لفاظۍ دوه اړخه دي، يو شکلي بل مانيز.
شکلي اړخ يې هغه دى، چې يو کس/ليکوال/شاعر د خپل کلام د موثر کولو لپاره د شکل له پلوه نېژدې کلمې يا يو راز غږونه ډېر کاروي او په کلام کې موسيقۍ پيدا کولو ته شديد تمايل لري؛ خو دا هله مثبته ده، چې د ده له فکر سره مرسته وکړي. د ليکوال خبره دقيقه کړي او د شاعر کيفيتونه د موسيقۍ د سر ولى غوندې دقيق انتقال کړي.
الفت صاحب چې وايي: ”چې اباسين اباسين بولي دهغوى يو ابا دى”؛ مطلب يې دا دى، چې ټول پښتانه د سند سيند ته اباسين وايي ، نو د ټولو پښتنو ابا يو دى. د يوه علمي فکر د اثبات لپاره يې د (ابا) له لفظه څومره مثبته او قوي استفاده کړې ده.
د الفت صاحب نثرونه د ده د شاعرۍ پرخلاف د مثبتې لفاظۍ غوره بېلګې دي، چې د مثبتې لفاظۍ شکلي او مانيز دواړه اړخه پکې پرېمانه پيدا کېږي او د ده ټولنيز اخلاقي پېغام له لېږد سره ښه مرسته کوي.
په مثبته لفاظۍ کې د متجانسو کلمو پر کارونه سربېره رديف، قافيه، تصدير، تجنيس او نور لفطي صنعتونه هم راځي، چې د بيا بيا راتګ امله پرې د (تکرار) په بحث کې خبرې کېږي.
د مثبتې لفاظۍ مانيز اړخ هغه دى، چې کله له يوې يا څو کلمو/ترکيب/جملې/اصطلاح/وينا/شعر//متله او نورو مانيزه استفاده وشي. مثلا: له واره مې ذهن ته د اجمل اند يو بيت راځي:
وخت به لګي چې به رنګ د کابل اخلي
ډېر خويونه مې اوس هم د پېښور دي
د دې شعر ټول خوند په همدې (وخت به لګي) فقره کې دى؛ نود ژبنيو توکو داسې کارونه په مثبته لفاظۍ کې راځي.
په مثبته لفاظۍ کې د کاروان صاحب، رحمت شاه سايل، صاحب شاه صابرغوندې شاعران راځي، چې د هنري استدلال پرځاى يې په شاعرۍ کې د الفاظو هنري او مستدله کارونه وينو.
داسې شاعران هم شته، چې د شيانو د نومونو(الفاظو) پرځاى يې ټوله تکيه پخپله پر شيانو او پېښو وي او د همدغو شيانو له مخې استدلال کوي. داسې ليکوال او او شاعران مثبتې لفاظۍ ته هم چندان تمايل نه لري.
مثبته لفاظي د يوه چا/ليکوال/شاعر د ظرافت ښودانه کوي. مطلب دا چې ظريف خلک د الفاظو خپلمنځي تړاو ته تر نورو خلکو ځير وي او مثبته لفاظي يې همدا کمال ښيي.