پخوانو لفظ او مانا دوه بېل څيزونه ګڼل او مانا ته يې په لفظ تقدم ورکاوه. پخواني چې له خاورينې مادي نړۍ نه يې چندان ښه خاطره نه لرله معنوياتو ته ارزښت ورکاوه او د خپل کلچر هغه روايتونه يې کلک له لمنې نيولي وو، چې معنوي اړخ يې پياوړى و.
دوى روح په جسم کې بندي باله او د جسم له جنسي او نورو نفسي خواهشاتو يې پاکې ابدي معنوي خوند لټاوه. د دې لپاره يې سختې ولږې، تندې ګاللى او جسم يې د خوند د احساس توليد ته نه پرېښوده، چې دى له معنوياتو راونه ګرځوي.
څرنګه چې دوى جسم او روح دوه بېل حقيتونه ګڼل، دغسې يې لفظ او مانا ته هم د دوو بېلو حقيقتونو په سترګه کتل او مانا ته يې تقدس او ارزښت ورکاوه.
خو اوسنۍ ژبپوهنه وايي، چې لفظ او مانا دوه بېل حقيتونه نه دي. موږ دا دواړه قايم بالذات او له يو بل پرته نه شو متصورولى. که مو تصور کړه، بيا دوى له يو بل پرته هم پايېداى شي. رغښتواله وايي، چې د لفظ او د مانا ترمنځ اړيکه خپلسرې ده، هېڅ داسې دليل نشته، چې ګل ته ولې ګل وايو؛ خو دا ګل زموږ په ژبه کې له نورو کلمو سره د تړاو پر بنسټ پېژنو؛ نو دا په طبيعت کې موجود ګل نه دى، بلکې د هغه ګل تصور دى.
پخوانو لفظ د کلمې بڼې ته وايه او مانا يې په ذهن کې د دې بڼې موجود تصور ته، چې د پخوانو په اند يې دا بڼه زېږولې ده. د دې خبرې يو ثبوت په بديع کې موجود لفظي صنعتونه دي.
په لفظي صنعتونو کې هغه شيان شامل شوي دي، چې د باصرې له حس سره يې کار وي. مثلا: مشجر چې د شعر له ظاهري بڼې ونه جوړه شي، نقطه وال او بې نقطو، مربع او داسې نور.
ونه، ټکي او د ټکو نشت او د مربع هندسي بڼه ښکارېدونکي شيان دي او له سترګو سره يې کار دى؛ خو شاعري د اورېدو په حس پورې تړلې ده. د شاعرۍ داخلي انځورونه هم موږ په واقعي سترګو نه وينو، بلکې د خيال په سترګو يې وينو، خو له فزيکي پلوه شاعري اورېدل کېږي.
ليکدود د شاعرۍ لپاره بهرنى واقعيت دى. يواځې شاعري نه، بلکې په ژبې پورې د تړلې هرې موضوع لپاره املا د ځان د څرګندولو يوه وسيله ده. غزل که په هره بڼه وليکل شي او په هر ليکدود وليکل شي، بيا به هم غزل وي. د ليک تر ايجاد مخکې هم خلک په ژبه غږېدل؛ نو په ټوله کې د ژبې کار له سترګو سره نه، له غوږونو سره دى.
اوس پوهېږو، چې مشجر د انځورګرۍ په هنر پورې تړل کېداى شي؛ خو له شاعرۍ سره يې اړيکه نشته او نه د مربع او منقوط او نا منقوط بڼې په شاعرۍ پورې تړلې دي.
شاعري د سامعې په مټ د تخيل زېږنده ده او تخيل ته مخاطبه وي؛ نو موږ د شاعرۍ د صنعتونو لپاره دوه اساسي معياره لرو او د دې دوو معيارونو پر بنسټ موږ د بديع ټول صنعتونه په دوه کټګوريو کې راخلاصه کولى شو.
په معنوي صنعتونو د بديعي صنعتونو وېش ځکه سم نه دى، چې موږ وويل، چې لفظ او مانا وبله نه بېلېږي؛ نو پر کوم اساس ورته مانيز صنعتونه ووايو. همدغسې په لفظي صنعتونو يې وېش په دې غلط دى، چې مشجر، مربع او منقوط او نامنقوط غوندې شيان د شاعرۍ په صنعتونو کې نه شمېرو.
خو په لفظي صنعتونو کې موږ د تجنيس، تصدير، قلب او سجع غوندې صنعتونه هم لرو، چې اصلا غلط تعريف شوي دي. پخواني ګرامرونه وايي، چې متجانسې کلمې هغه دي، چې بڼې يې يو شان وي؛ خو ماناوې يې بدلې وي، لکه؛ لور او لور. لومړى د داس په مانا دى او دويم د طرف. پخوانو ليک او املا له ژبې نه شو بېلولى، ځکه يې نو املا د ژبې برخه بلله؛ خو موږ پوهېږو، چې ليک د ژبې د اظهار داسې وسيله ده، چې ژبه کټ مټ نه شي رارسولى.
په نوې ژبپوهنې کې به متجانسې کلمې په بڼې پورې نه، په ويلو پورې او له دې لارې په اورېدو پورې تړل کېږي. متجانسې کلمې هغه دي، چې په ويلو کې يو شان وي؛ خو مدلولونه يې بېل وي. دلته ځکه د تلفظ(وينګ) پر ځاى د (ويلو) کلمه کاروم، چې تلفظ زياتره د ليک له مخې لوست ته وايي. د مانا پر ځاى هم د (مدلول) کلمه کاروم، ځکه چې مانا موږ د لفظ په مقابل کې کاروو؛ خو مدلول له نورو مدلولونو سره په تړاو کې پېژنو. د متجانسو پر خلاف د هممانا کلمو ملاتړ ژبني واقعيتونه نه کوي او داسې متجانسې کلمې نادرې پيدا کېږي، چې د تلفظ له پلوه بېخي يو شى وي.
که په کټ مټ يوه تلفظ متجانسې کمې پيدا کېږي او موږ دا معيار په پام کې ونيسو، نو له دې محدوديت پرته نورې کلمې که نور نه وي، په فشار کې خو توپير لري.
د تجنيس، سجع، قلب او تصدير غوندې صنعتونه په املا نه، په ويلو پورې تړلې دي او موږ يې اورو، ځکه نو ورته د لفظي صنعتونو اصطلاح کارول دقيق کار نه دى.
دا صنعتونه چې په ويلو کې ورته وي، موسيقي پيدا کوي. موسيقي د دوى له تکرار نه پيدا کېږي. د سيتار د ټنګ د تکرار او استمرار غوندې د دې صنعتونو ويل هم ښايي په شعر کې موسيقي ايجاد کړي. د طبيعت هر غږ زموږ له دروني عواطفو يا کيفيتونو سره اړيکه لري او موږ چې له طبيعت سره عادت شوي يو، د غږونو له تکرار نه خوند اخلو او احساسات مو راپارېږي. دا کار په شاعرۍ کې د غږونو، مورفيمونو، کلمو او فقرو يا جملو په تکرار کېږي.
پر همدې بنسټ مو پاس د مانا او لفظ پرځاى د دوو نورو معيارونو خبره وکړه. دا معيارونه به د تخيل او موسيقۍ معيارونه وي. دوديزه بديع چې کومو صنعتونو ته معنوي صنعتونه وايي، هغه تخيلى ارزښت لري او تخيلي ورته ويل غوره برېښي او کومو صنعتونو ته چې لفظي وايي، هغه موسيقي ايجادوي، ځکه نو ورته موسيقيي صنعتونه ويل دقيق ښکاري.
مدعاالمثل، حسن تعليل، پاراډاکس، تصوير، تشخيص اسطوري خصوصيت لري او زموږ تخيل ته مخاطب وي؛ خو تجنيس، تصدير او دا نور موسيقي. البته. که څوک نوې بديع ليکي، نو پکار ده، چې مورفيمونو او کلمو له تکرار سره سره، د ورته يا يو ډول غږونو تکرار ته هم ځير شي او په بديع کې ورته بېله برخه ورکړي.
دا به هم لږ غوندې احتياط وغواړي، چې دويم ډول صنعتونو ته- چې موسيقي ايجادوي او موسيقي له عاطفې سره تعلق لري-عاطفي ورته ووايو، ځکه لومړني صعنتونه هم په ورته وخت کې له تخيلي ارزښت سره سره عاطفي ارزښت لري.
که داسې وکړو، بيا به د بيان کلياتو(مستعار او مرسل مجاز) ته تخيلي نه وايو نو؟ زه فکر کوم، چې په بديع کې د همدې کلياتو جزيات بيانېږي، نو پروا نه کوي، چې که د بديع صنعتونو ته تخيلي وواىو، بل دا چې د بيان د کلياتو لپاره موږ د مجاز او پر دې بنسټ د مستعار او مرسل مجاز اصطلاحات لرو، ځکه نو هلته اړتيا نه ښکاري.