یو چا پخه خبره کړې چې هیڅ یو لیکلی توری بې ګټې نه دی. دا هم ټولو ته معلومه ده چې د مطالعې په ګټورتیا کې دویمه خبره نه شته، خو د مطالعې په څرنګوالي، وخت، موضوع، ژانر، مضمون او بالاخره د کتاب په انتخاب کې ډېرې خبرې شته.

داسې کسان مې ولیدل چې وايي، له ویده کېدو مخکې د کتاب پاڼه په نښه کړې او ګهیځ له راکېناستو سره یې بیا له هماغه ځایه لوست پیلوي.

یوه پوځي افسر خاطراتو کې لیکلي و چې کله جنګي اسیر و، کتاب یې نه شو موندلای، نو د هغه صابون کاغدي پوښ یې تر بالښت لاندې ساته چې د لامبلو لپاره ورکول کېده، ماخوستن به یې هم څو ځله ولوست او سهار هم.

داسې کسان هم وینو چې په موټر کې، په الوتکه کې په اورګاډي کې یا په پارکونو، رستورانونو او مېله ځایونو کې او ان د ډوډۍ او چایو پر وخت هم په مطالعه بوخت وي.

 ځینې کسان به مو داسې هم لیدلي وي، چې یو کتاب تر کلونو پورې ساتي او بیا بیا یې لولي.

  له خپلو ځینې دوستانو مې بیا اورېدلي، چې وايي، مطالعې ته مې زړه کېږي، خو له دوو، دریو پاڼو لوستلو وروسته مې سر درد نیسي. ځینې دوستان بیا تل ګیله کوي چې شوق یې لري، خو وخت یاري نه ورسره کوي، مصروفیتونه ډېر دي، ځکه له مطالعې محروم پاتې دي.

د ورځې د روزګار غم کوي او د کورونو طبعاً خپل مسایل وي، په روان ګاډي کې ورته لوست ګران دی، په کور کې د خلوت نشتوالي شکایت کوي او ډېر کله به مو ترې اوریدلي وي، چې د ماشومانو شور او زوږ یې له کتابه خوند او پند اخیستو ته نه پرېږدي.

داسې هم نه ده چې ګواکې دا خلک ټول له کتاب سره په دوستي کې ناغیړي کوي او یا هغه کسان پر ځان ظلم کوي چې (د کتاب چینجی) باله شي.

زه ګومان کوم تېروتنه دا کوو چې موږ له مطالعې د خوند اخیستو پر ځای یوازې په دې پسې ګرځو چې باید له کتابه ګټه واخلو او که موږ ته کوم کتاب ګټور نه ښکاري، د هغه لوستل د وخت ظایع کول بولو او له همدې ځایه له نومي کتابه لېرې کېږو.

مثلاً ځینې دوستان به وايي، نن سبا شعر ډېر لیکل کېږي، خو زموږ ضرورتونه نور دي، دوی به نور هم د شعر له لوستلو منع کوي، خو کله چې بیا له همدې کسانو سره په سیاست غږیږې، د خبرې وار  نه درکوي، البته هلته یې هم معلومات له تا ویلو ما ویلو زیات نه وي.

برعکس بیا ځینې طبي ډاکټران وینو چې خورا عالي ادبي پنځونې کوي، خو په عین حال کې به د خپل مسلک د تازه پرمختګونو له جزیاتو خبر وي.

د ډیجیټل زمانې اصطلاح هم نن سبا ډېره یادېږي، د کتاب ګرانه بیه، د عامه کتابتونونو لږوالی یا نه شتون او بلها نور جنجالونه، خو زما په خیال که د کتابونو په سمندر کې د خپلې خوښې موضوع په موندلو پسې لږ زحمت وکړو یا د ورځې په اوږدو کې د مطالعې لپاره پر خپل مناسب ذهني کیفیت غور وکړو، د مطالعې د مینې راز په اسانۍ مومو.

که جبراً  د ناخوښو موضوعاتو د پنډو کتابونو د لوست زغم پیدا کولو پر ځای د خپلې خوښې په ژانر پسې وګرځو، د لنډو، جالبو او له خپل ذوق سره د مطابقو لیکنو موندلو خواري وکړو، د خوښې لیکوالان هم ژر ومومو چې د لیک له اندازه یې خوند اخیستی شو او لیکنې یې هم په اسانۍ تر لاسه کوو.

ګومان کوم د یوې خوږې او ګټورې ملګرتیا پیلامه له همدې ځایه کېږي، چې د جبري ذوق راپیدا کولو پر ځای په خپل ذهن کې شته ذوق وپالو او له دې وروسته کار خپله کتاب ته پرېږدو، ځکه چې یو ځلې دې کتاب په لاس کې واخیست بیا دې نو کتاب له ځان سره اخلي او هیڅکله دې بې کسۍ ته نه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *