لمر به هر څوک پېژني چې د تياره جهان هډونه تودوي او روښانوي خو زما يار لمر نيازی هم په پښتني ټولنه کې ډېرو پېژندلی او دا پېژندنه يې د هنر له برکته بولم.

لمر يو ښه ليکوال، ژباړن، شاعر، ژورناليست او باذوقه ډيزاينر دی. ما او هغه دوه درې کاله شريک کار وکړ، په څو خټينو او سيمټو کوټو کې مو د ژورناليزم کار يو ځای کاوه.

زه به سهار پوهنتون ته تلم، غرمه به راتلم، تر ماښامه به مې کار کاوه خو لمر به سهار په کار پيل کاوه او تر ماښامه به لګيا و خو دا کار داسې و چې د ورځې له نيمايي زيات وخت به يې له ملګرو سره تېراوه او کله به په اوږده چکر هم ووت، کله کله به ټوله ورځ هم ويده و خو خپل کار يې په نيمايي کې نه پرېښود.

ماښام به تيارې خورولې چې زه او لمر به هم د ښار ليدو ته برابر شوو.

لمنځونه به مو کله په جومات کله په دفتر کې وکړل او د ايسکريم خانې يا کتابخانې په لور به روان شوو.

چې شعر ته به مو زړه وشو نو ماخستن به مو في البديهه مشاعره وکړه او يو لنډ غزل به مو په شريکه وليکه او رښتيا يوه بله جالبه خبره دا وه، چې د  دوه، درې کالو په اوږدو کې هغه ورځې خورا کمې وې چې ما او لمر دې جنګ نه وي پکې کړی او بېا دې سره پخلا شوي نه يو.

جنګ به مو يا په پياله و، يا د ديګ په مينځلو، داسې لانجه مو په منځ کې نه ده تېره شوې چې عقدې مو په زړو کې پيدا کړي.

ځينې وخت به مو خپګان دوه ورځې ونيوې خو بيا به کله يا لمر او يا ما د سولې بيرغ ورپاوه او ښه به مو سره وخندل.

لمر څو ځله د ولايتي چارواکو له سختو تهديدونو سره مخامخ شو او لامل به يې هر ځل د فساد په ضد راپورونه وو او زه د لمر په دې اړخ وياړ کوم چې د فساد په ضد به يې ډېر په نره غږ پورته کاوه خو له بده مرغه چې ما يې هم ډېر وخت ملګرتيا په نره نه ده کړې او که ما به يې ملګ��تيا هم کوله، هسې تاثير به يې نه کاوه لکه د لمر غږ؛ ځکه چې د لمر راپور په ازادي راډيو کې خپرېده او ټولې پکتيا به اورېده او زما راپور چې په کليد راډيو خپرېده، دلته کليد نه اورېدل کېده.

لمر به راپورونه کم جوړول خو ډېر تکليف به يې پرې کاوه او ډېر وخت به يې په ما هم له نشرېدو وړاندې اوراوه.

لمر مخکې هم د فساد ضد مبارزه کې ترټل شوی او بيا هم د زورواکې ديموکراسۍ په وروستي وخت کې ووهل شو.

لمر د يو فساد نه پرده پورته کړه، د خلکو د ارادې په اړه يې ضميرانه مسوليت ادا کړ، د ديموکراسي د تمثيل رښتينولۍ ته يې کار وکړ خو ووهل شو او تهديد شو.

زه د دې هنرپال ملګري په درد دردمن يم، له ده سره شوی ظلم راته خورا بد ښکاري او دا ډول چارې د ګران هيواد لپاره په ضرر بولم.

غر يمه، ځنګل يمه، د خدای ج له وېرې شين يمه

شکر د بشر په وينو سور لړلی ښار نه يم

پورته د خدای ج عرش ته ور نږدې يمه، شعور يمه

تللې بتکدې ته زه په پټو سترګو لار نه يم

تاک يم، د مرغيو شور ته ټول وجود تڼاکي وړم

مار نه يمه، هار نه يم، مين هم په چينار نه يمTop of Form

زموږ لمر دې تل د هنر په رڼاګانو غني وي او د بشر په وينو د ښارونو لمدوونکي دې ورک وي، ورک!!!

One thought on “لمر او ماښام به په شريکه راتلل/ اسمعيل لاروی”
  1. په اوس وخت کې، چې څومره تمه کیږي، هغه هم له ژورنالیست او لیکوال څخه کیږي، ما چې هم څومره مبارزین لیدلي د همدې برخې اشخاص دي، خو له دوی سره ملاتړ نشته داسي ملاتړ، چې څوک ورته په کږه سترګه وګوري سترګه یې ورسمه کړي، مونږ د لمر نیازي صیب په روانه مبارزه ویاړو او په خپله زه لده سره پدې مبارزه کې شریک یم او وم به.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *