يادونه: دا زما د ترفيع د کتاب (فيمينستي ادبي نظريه) د يوه څپرکي برخه ده. تر دې مخکې د پوسټ ماډرنيزم، پوسټ سټرکچرليزم او فيمينزم بحثونه تېر شوي دي.

سپوږمۍ په پښتو کې مونثه کلمه او لمر مذکره کلمه ده. موږ د محبوبې لپاره بالعموم د سپوږمۍ کلمه يواځې د دې لپاره نه کاروو، چې د يار مخ د سپوږمۍ غوندې ګرد او سپين دى، بلکې تر شا يې هغه پټ ښځينه مشابهتونه هم دي، چې موږ ته د تشبيه په شريکو وجوهاتو کې نه ښکاري او دا يې جنسيتي وجهې دي. سپوږمۍ د رڼا لپاره لمر ته اړه ده. پخوانو سپوږمۍ ته د لمر د ښځې او ستورو ته يې د بچو په سترګه هم کتلي. د نذير احمد نذير په لاندې نظم (لمر په سپوږمۍ مين شو ) کې د لمر او د سپوږمۍ د محبت کيسه وينو.

لمر په سپوږمۍ مين شو

لمر له سپوږمۍ سره مستي وكړله

او په مستۍ كې يې د سپينې سپوږمۍ

د سپينې غاړې اميل وشلولو

او مرغلرې يې اسمان باندې خورې ورې شوې

چې اوس يې واړه خلك ستوري بولې

لمر اوس د خپلې مستۍ سزا په خپله ګالي

لمر هر سهار خپله رڼه لمن كې

له لر او بر نه يې راټولې كړي په دې هيله چې

شپه يې سپوږمۍ سره يو ځاى وپييي

مګر جانانه ماښام نه پېژني

ماښام ظالم دى ماښام ظلم وكړي

ماښام د شپې په لمسون

د لمر لمن له لاسه وښويوي

او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي

او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي

لمر د سپوږمۍ مين دى. لمر د فاعل په توګه د سپوږمۍ هار ته لاس اچوي او شلوي يې. د فرهنګ د اساس په توګه ژبه له جنسي پلوه په دوو برخو ويشلى. يوه برخه کلمې مونثې او بله مذکرې دي. هغه کلمې چې مذکرې دي، د معنوي مذکر ځانګړنې لري او هغه چې مونثې دي، د ښځينه ځانګړنې لري. دا ځانګړنې يواځې له ګرامري پلوه نه دي، چې ګنې که نرينه نوم په مبتدا کې راغى، خبر ورته مذکر راځي، لکه: سهار راښکاره شو. يا که موصوف ښځينه و، نو صفت هم ورته ښځينه کېږي، لکه(توره شپه)، بلکې له لفظي پلوه د جنسيت له بدلېدو سره د دوى په اړه زموږ په چلن او نظر کې بدلون راځي.شپه راته د ادکې د مور د تور کميس او تور ټيکري غوندې توره او د هغې د غېږې غوندې هوساکوونکې ښکاري. سهار راته د خپل پلار غوندې ښکاري، چې موږ له خواږه خوب نه راپاڅوي او د ځان غوندې مو فعاليت ته رابولي. دېوال راته د پلار، مشر ورور يا تره غوندې دى، چې موږ ته اختيار او ازادي نه رکاوي  او کوټه راته له ستړيا نه د ارامۍ لپاره د محبوبې غېږ. داسې د طبيعت هر څيز له جنسيتي پلوه زموږ نظر بدلوي.

په ژبه کې ښايي جنسي وېش وروسته راغلى وي او دا کار له سړي د همدې واقعي ښځې پر ګوښه کولو پيل کړى وي؛ خو وروسته چې ژبه پراخه شوې؛ نو ژبې به د نارينه کلچر همدا روش راغبرګ کړى وي. نارينه د ژبې په غار کې غږ کړى او بېرته يې پخپله اورېدلى دى. وروسته چې د شيانو نومونه ايښودل شوي؛ نو اتومات پرې جنسيتي توپيرونه هم راټول شوي دي. په بېلابېلو ژبو او لهجو کې له جنسي پلوه د يوه څيز د نوم توپير موږ ته د ده په اړه د دې خلکو د نظر توپير ښيي. په اردو او هندي کې سپوږمۍ ته (چاند) وايي او چاند چې د ژبې له پلوه مذکر دى، د دوى په فرهنګ کې د مذکر ځانګړنې لري.

پر دې بنسټ د پوسټ ماډرنيزم دا خبره واقعيت ته ډېره نېژدې ښکاري، چې ژبه د فرهنګ د اساس په توګه واقعيت چې څنګه دى، هغسې نه، بلکې چي څنګه يې زړه غواړي، هغسې راپېژني او د ژبې په دي اصولو کې جنسيت هم يوه وسيله ده.

خبره د سپوږمۍ روانه وه. زموږ په فرهنګ کې سپوږمۍ ښايسته ده او ښايست زياتره د ښځينه جنس ځانګړنه ده. سپوږمۍ معصومه ده، دا هم د ښځې خصوصيت دى. سپوږمۍ بېوسه او اړه ده، دا هم ښځينه خصوصيت دى. سپوږمۍ د نارينه لمر پر وړاندې تته او کمزورې ده او چې لمر راښکاره شي، دا له ويري پټه شي. داسې ډېر صفتونه دي، چې موږ په لاشعوري توګه سپوږمۍ ته منسوب کړي دي. چې دواړه په يوه ترکيب کې سره پېيو، هم لومړى لمر وايو، بيا سپوږمۍ: (لمر او سپوږمۍ) او دا زموږ د نارينه تقدمي فرهنګ استازي کوي.

لمر که په سپوږمۍ مين شي، دلته زموږ ذهن ته د يوه فعال محبت تصور راځي؛ خو که سپوږمۍ په لمر مينه شي؛ نو د يوه بېوسه محبت بېلګه مو سترګو ته درېږي. د مينې دا دوه ډوله تصور زموږ د فرهنګ د جنسيتي توپير راکړه ده.

د نذير احمد نذير په پاسني شعر کې لمر مست دى او سپوږمۍ ښکلې ده. لمر لکه د خوارکيښ سړي غوندې سهار وختي پاڅي، چې د ستورو مرغلرې راټولې کړي، چې بېګا ته چې د سپوږمۍ غېږ ته ورځي، چې يوځاى يې ورسره وپېيي.

ماښام چې په پښتو کې مذکر نوم دى، ظالم دى. ظلم زموږ په نرينه کلچر کې د سړي ځانګړنه ده، ځکه چې د ښځې منفعل حيثيت يې نه ايجابوي؛ نو ماښام له لمر سره د سپوږمۍ په سر رقابت کوي او موږ د نذير په شعر کې د رقيب په توګه د ماښام نقش په اسانه ليدى شو. رقابت کول هم زموږ په کلچر کې نرينه خصوصيت دى، چې يو سړى يې له بل سره کولى شي او رقابت زياتره زموږ په تاريخ، نکلونو او شاعرۍ کې د ښځې پر سر وي او ښځې د دې نارينه سياليو ترمنځ بيواکه وي؛ خو د شاعرۍ معشوقه بيا واک لري، چې رقيب هم واخلي. دا په شعر کې د راغلې ښځې او واقعي ښځې ترمنځ تناقض ښيي. زموږ په متناقض کلچر کې پر جنسيتي تناقض سربېره نور تناقضات هم بېشمېره دي.

د نذير په شعر کې د شپې نقش د مکارې بوډۍ ده. مکر ښځينه صفت دى، ځکه د مکر تر شا ويره ده او ويره هم ښځينه صفت دى، ځکه خو زموږ په فرهنګ کې د مکارې بوډۍ کرکټرونه ډېر دي. د ولي جان او ګلمکۍ په حماسه کې شته. د ادم خان او درخانۍ په حماسه کې هم شته؛ نو څرنګه چې شپه مونث نوم دى، د مکارې ښځې نظر ورته شوى دى.

د نذير په شعر کې تشخيص او حسن تعليل راغلى؛ خو ښايي، دا سمبوليک خصوصيت هم ولري. لمر رښتيا يو مين وي او سپوږمۍ د هغه محبوبه يا نور تعبيرونه هم ترې اخيستلى شو؛ خو د دې ټولو سمبولونو تر شا زموږ د ژبې راکړى جنسيتي ذهنيت کارفرما دى او د همدغو شريکو جنسيتي وجهو له امله دا سمبولونه دقيق انځور شوي.

د سمبول يو خصوصيت دا دى، چې دى د استعارې پر خلاف د مدلول له غلامۍ ازاد عمل کوي او کله چې ازادي شي؛ نو خپل خصوصيتونه ورسره ثابت پاتې شي، ځکه د سيګنفايډ يا که د استعارې په ژبه ووايو، د مستعارله يا مشبه سيورى پرې نه پرېوځي.

استاد اجمل ښکلی

  دروېش درانى هم د (سپوږمۍ) په اړه يو نظم لري، چې له جنسيتي پلوه پکې د نارينه کلچر خصوصيتونه موندلى شو:

سپوږمۍ

چې ځکلولي وي مېرې غوندې سپين سترګې ورځې

په شان د مور، شپه مخلوقات پر ځنګنو ويده کړي

په الاهو ورته ګويا وي د شمال په ژبه

دا خپل بچوړي ټول په مينه، په للو ويده کړي

يواځې ته پر اسمان پاته شې په دغه ساعت

کوې ماتم په شان د بورې يا د ورارې سپوږمۍ

د بېدردانو په دنيا کې بلل کېږي ستوري

ستا د شلېدلي هار دانې چې وي هوارې سپوږمۍ

ښکاري چې غم درسره مل دى د بېوزلو پېغلو

چې پر اسمان کله وږۍ، کله مات خال جوړه شې

ښکاري د چا د تاريک غولي دى احساس درسره

دا چې په تکه توره شپه کې سپين مشال جوړه شې

ښکاري افسوس درځي په هغو څراغونو باندې

کوم چې د ظلم په لاسونو رانسکور وي مدام

ښکاري ماتم د دې زخمي انسانيت کوې ته

دا چې دي ايښي پر خپل مخ داغونه تور وي مدام

خو اى د مځکې پر احوال باندې ماتم کوونکې

ته لږ و ډېر د شنه اسمان په فکر هم وژاړه

زه دې قربان شم پر خوږمن انسانيت مينې

يو څو شېبې خو د خپل ځان په فکر هم وژاړه

چا چې ګرېوان کړ د همه انسانيت ورڅيرې

نن سبا اورمه چې ستا پر طرف لار جوړوي

په وينو غوښو د انسان يې سرپه ماته نه شوه

دغه اوږ سترګي دي لګيا درباندې وار جوړوي

داړي تېرېږي دلته ستا د هډ چيچلو په نيت

دا شايد ځکه چي قايم دي مساوات کړل سپوږمۍ

درول شوي چې ترمنځ وو د امير او غريب

هغه بوتان د امتياز دې واړه مات کړل سپوږمۍ

له لويو، لوړو محلونو سره سم په سمه

ته د جونګړې خوا و شاته هم ځلا ورکوې

له تا خپه دي د مظلوم د حق خوړونکي په دې

چې په يوه پيمانه هر چا ته رڼا ورکوې

خو خير دى دا فرعونيت، دا غرونه غرونه چې دى

ګوزار به ورکړي پاس پر سر يو څوک موسى ورلره

که هر څو ډېر شول ښاماران د جادوګرو، وي دې

څوک به پيدا شي او پيدا به کړي عصا ورلره

(درانى، دروېش. ستوري په لمن کې. ۲۰۰۸. کوټه: صحاف نشراتي موسسه: ۲۳-۲۵)

د دروېش په شعر کې شپه د مور او سپوږمۍ د مېرمنې په توګه راڅرګنده شوې، چې کور پرې رڼا وي، چې ارمانونه يې د ستورو غوندې خپاره واره وي، چې راټولول يې ممکن نه ښکاري. د نذير د شعر غوندې دلته د هار يا امېل کلمه وينو. امېل د ښځمنو ګاڼه ده او سپوږمۍ ښځمنه ده. د دروېش په شعر کې سپوږمۍ بېوزله ښځه ده، چې د نورو بېوزلو پېغلو غوندې يې په زړه د اوږۍ ارمان دى او د وران خال غوندې يې اميدونه ويجاړ شوي دي. سپوږمۍ د يوې بېوسې ښځې غوندې د ټول انسانيت د بدنامۍ داغونه پر خپل مخ اخيستي. د سپوږمۍ پر مخ داغونو ته اشاره د ښځې مظلوميت ته اشاره ده.

(د خپل ځان په فکر ژړل) خو اسانه دي، ځکه سپوږمۍ ښځه ده او ښځې تل پر خپل مظلوميت ژاړي. لنډۍ ده:

د جينکو خواره قسمته

لوګى بانه کړي، ژړا يار پسې کوينه

خو د (شنه اسمان) سمبول ابهام لري. اسمان په پښتو کې مذکر نوم دى او څرنګه چې پر سر ولاړ دى او د سپوږمۍ پر سر يې څپر جوړ کړى؛ نو د پلار په نظر ورته کتل کېږي. د نه لاندې کېدونکي، تر ټولو د بروالي، د واکمن، برلاسي، محفوظوونکي او باران او ږلۍ وروونکي يا د لمر، سپوږمۍ او ستورو د کورنۍ د مشر په توګه راځي، ځکه نو ورته د پلار په سترګه کتل کېږي؛ خو د دروېش په شعر کې موږ په اسانه نه پوهېږو، چې اسمان کوم نارينه دى، پلار که مېړه؟

تر دې بند وروسته د دروېش نظم پر کږلېچ تاوېږي. تر دې بند وروسته سپوږمۍ هغه نه ده، چې موږ يې پېژنو. اوس سپوږمۍ يوه کره ده، چې نه زموږ د محبوبې غوندې ګرد مخ لري او نه معصومه ده، ځکه ساينس له اسطوري ذهنيت سره سره د نړۍ په اړه زموږ جنسيتي تصور هم ځپي او د نارينه کلچر د ختمولو هڅه کوي. دروېش د دې دواړو سپوږميو د پيوستون ناکامه هڅه کړې. په لومړيو کې نظم سمبوليک او شاعرانه دى؛ خو وروسته يو دم رياليستي او ساينسي شوى او چې څنګه د شعر له قلمروه ووځي، زموږ مينه ورسره کمه شي.

تر دې وروسته نو راته شاعر تش وعظ کوي او هڅه يې دا وي، چې خپل احساسات راباندې ومني، چې سپوږمۍ د شتمن او بېوزلي ترمنځ توپير نه کوي. د عدالت د دې اخلاقي خبرو لپاره سپوږمۍ وسيله شوې. وروسته زموږ د مينې د کمېدو علت هم دا دى. په لومړيو بندونو کې سپوږمۍ بېوزلې ښځه ده؛ خو د نظم په شعريت کې فعال نقش لري. په وروستيو بندونو کې شاعر هر څه په خپل لاس کې اخيستي او سپوږمۍ په يوه تشه وسيله اوښتې ده.

دا راته په شاعرۍ کې نرينه مرکزيت ښيي، چې څرنګه ښځه د خپلو موخو لپاره کارولى شى او سره له دې چې معاصره شاعرۍ کې د ښځې تصور بدل شوى او چېرته چې موږ ته نرينه د ښځو پر وړاندې نرم ښکاري، هلته هم د ښځې واک د سړي په لاس کې دى.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

2 thoughts on “لمر په سپوږمۍ مين شو/ اجمل ښکلى”
  1. گران و هڅاند ښکلی
    په دې رېگۍ کې څه وايې
    کړې ما لمر په وړانگو ته سپوږمۍ وړانگنه
    او جې تا تراشلي بوت مې بيا زړه يوړ
    نو خپل ناز خو پر ما دومره گران مه پلوره

  2. ما خپله درېگۍد سانسکرېټ په ادب کې د راغلې اسطورې پر بنسټ کښلې ده
    مينه او مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *