لمر په چنارونو؛ چې د غزني د شاعرانو تذکره او رنجلومه، چې د دې ولایت د لیکوالو د لنډو کیسو ګډه ټولګه ده، له چاپه را ووتل.
دا کتابونه، چې په غزني کې کلیوال ادبي ملګري ټولنې خپاره کړي او په پېښور کې د دانش خپرندويي ټولنې له لورې په رنګه پښتۍ او لوړ کیفیت کاغذ چاپ شوي، ځوان لیکوال جمیل وقار را ټول کړې دي.
په تذکره (لمر په چنارونو) کې د خوښ ژبي شاعر او وتلي انځورګر عبدالرحمن ومان نیازي، مجیدالله قرار، همیم جلالزي، انجینیر شهزاده عاصم، غني غالب، سید شاه سقیم، عبدالوهاب بازید په ګډون د لسګونو شاعرانو شعرونو او د هغوئ پيژندګلوي را اخیستل شوې دي.
لمر په چنارونو، چې په ۱۳۷ مخونو کې ترتیب شوی، د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر چاپ شوی دی.
او د لنډو کیسو په ګډه ټولګه (رنجلومه) کې د هېواد د وتلي ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي، شېر احمد حیدر، عبدالهاشم ناصري، عبدالسمیع وحدت، بریالي جلالزي او د غزني د ګڼ شمېر نورو ځوانو لیکوالو لنډې کیسې د هغوئ له پيژندګلوي او انځور سره را اخیستل شوې دي.
دا کتاب چې په ۱۱۴ مخونو کې ترتیب شوی، هم د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی دی.
کلیوال ادبي ملګري ټولنه، له هڅاند او تکړه ځوان او خوښ ژبې شاعر انجینیر شهزاده عاصم څخه نړۍ مننه کوي، چې یادو کتابونو مالي لګښت یې په غاړه واخیست او د درنو لوستونکو تر لاسونو یې ور ورسول.
کلیوال ادبي ملګري