تاند- د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي وايي چې د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره یې د تروریستانو پر ضد د جګړې او د سولې د پروسې په باب خبرې وکړې.
د افغانستان لوی درستیز له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا راپور رد کړ چې ګنې د پاکستان لوی درستیز او د آی ایس آی مشر د دې لپاره کابل ته راغلی ول چې له افغانستانه د ملافضل الله د ورسپارلو غوښتنه وکړي او یا افغانستان د پېښور د ښوونځي په حمله کې په لاس لرلو تورن کړي.
د پاکستان لوی درستیز د سې شنبې په ورځ د پوځ په یوه اړوند ښوونځي کې له حملې یوه ورځ وروسته پرون کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر او لوی درستیز سره یې خبرې وکړې.
جنرال کریمي وویل چې پاکستان پر افغانستان د کومې مسلې ادعا نه ده کړې او نه پاکستاني چارواکي د دې لپاره کابل ته راغلي ول.
لوی درستیز وویل، پاکستاني ملکي او پوځي چارواکي په دې پوهېدلي چې له افغانستان سره له هماهنګۍ او همکارۍ پرته دواړه هیوادونه بله لار نه لري. او دا هغه څه دي چې د افغانستان حکومت پرې له پخوا راهیسي تاکید کوي او اوس پاکستان هم دې نتیجې ته رسېدلی دی.
ده همداراز وویل، که چیري پاکستان په خپلو تروریستي پېښو کې افغانستان ملامت کړي، افغانستان لا ډېر اسناد لري چې پاکستان ته یې ښکارولی شي. مګر د یو بل پر ملامتولو مشکل نه حل کېږي.
جنرال کریمي وویل:« د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره د افغان لوري په خبرو کې ټول تمرکز او تاکید پر دې و چې تروریست تروریست دی، د هغوی په منځ کې ښه او بد نشته، د تروریست په مقابل کې باید موږ ګډ عملیات وکړو، د ترهګرو په وړاندې یو شان دریځ ولرو او د دښمن په هکله ټول معلومات له یو بل سره تبادله کړو.»
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي و چې د پاکستان لوی درستیز او د آی ایس آی مشر افغانستان ته د دې لپاره تللي چې له افغانستانه د ملا فضل الله غوښتنه وکړي.
خو کریمي په کلکه وویل چې له پاکستاني لوري سره د افغان لوري په خبرو کې نه چا د ملا فضل الله نوم اخیستی او نه افغانستان دا مني چې نوموړی د افغانستان په خاوره کې دی.