څومره چې د ولسمشریزو ټاکنو د کېدو نېټې ته ور نږدې کېږو په هماغه کچه ځینې سیاسي څېرې په کورنیو جګړو کې ښکېل جهادي رهبران او د کرزي په باد راوړیو پیسو چاغ شویو ګوندونو مشران د موقت حکومت نغاره ډنګوي.
په افغانستان کې د موقت حکومت وړانديز نه یوازې دا خلک کوي، بلکې د همدې ��کومت له بدنې جلا شوې څېرې او ولسمشریزو ټولټاکنو ته ځینې ولاړ نوماندان لکه حنیف اتمر، رحمتالله نبیل، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا او احمد ولي مسعود په ګډون دولس کسان هم د موقت حکومت کلکه غوښتنه کوي.
د بېباکي ځای خو لا دا چې د پاکستان لومړي وزیر هم څو ځله په ټینګار سره په افغانستان کې د موقت حکومت په را منځ ته کېدو خوله خلاصه کړه او دا وړاندیز یې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو اترو تر منځ د بریا لپاره ښه انتخاب وګڼه.
د افغانستان بقا او پایښت لپاره له یوه پاکستاني په تېره له پوځ او حکومته یې د ښو تمه هسې هم نه لرو، خو زموږ خپلې سیاسي څېرې مخکې تر دې چې د موقتو او لنډمهاله حکومتونو په اړه روښانه لرلید ولري، د هغه انتخاب په غوره کولو ټینګار کوي چې افغانستان یې له لسیزو راهیسې له هر اړخیز بحران سره مخامخ کړی دی.
د روانې جګړې اصلي ريښتو او د افغانستان اوسنیو باریکو شرایطو ته په کتو د دې امکانات ډېر کم لېدل کېږي چې افغان مشران دې د سیاسي روغې جوړې له لارې په یوه خوله په دې سلا شي چې د یوه موقت حکومت تر قیادت لاندې دې رڼې او مناسبې ټاکنې وشي او نه هم دوی په دې مهال کې پر داسې کس باور کولای شي چې د موقت حکومت په سر کې دې بېپریوالی غوره کړي.
په ۱۹۹۲مېلادي کال کې د نواز شریف په لارښوونه د پېښور هغه ناوړه تړون خو به مو په یاد وي چې د ډاکټر نجیب الله حکومت تر ړنګېدو وروسته یې څنګه ټول جهادي مشران د یو بل پر وړاندې ودرول او افغانستان یې د اور او وینو پر سیند لاهو کړ؟
همدا راز، په اسلاماباد کې د نواز شریف په کور کې د مجاهدینو تر منځ د ۱۹۹۳مېلادي کال مارچ ۷مې د لنډمهالي حکومت هغه قران وهلی تړون، خو به د هيچا له هېره نه وي وتلي چې په افغانستان کې د مجاهدینو تر منځ د کورنیو جګړو سبب شو؟
قران وهلی تړون ځکه ورته وایو چې د نواز شریف په کور کې د هغه په خوښه په بېړه جوړ شو، د کورنیو جګړو ټولو ښکېلو ګوندونو مشرانو پرې لاسلیک وکړ او په مکه کې يې قسم وخوړ چې دې تړون ته به ژمن پاتې کېږي، خو خبره برعکس شوه چې ټول هېواد یې له ستر او اوږد مهاله ناورین سره مخامخ کړ.
په افغانستان کې د لنډمهالي او موقتي حکومت همدا تړون و چې په هېواد کې یې هر اړخیز بحران جوړ کړ، سلګونه زره افغانان یې شهیدان کړل، د افغانستان ټولې زېربناوې یې له منځه یوړې، مېلیونونه هېوادوال یې کډوالي ته مجبور کړل او هېواد يې هر اړخیز شواړ کړ.
کله چې داسې ده، په افغانستان کې د موقتو او لنډمهالو حکومتونو ترخې تجربې نه یوازې ګران هېواد یو ځل بیا ۹۰یمو لسیزو ته ستنوي، بلکې دا ډول حکومتونه د هغه پاکستاني لومړي وزیر د دې هېواد استخباراتي اداره او د پوځ مشرانو شومې موخې بیا په ډېرې اساني پوره کېږي چې د افغانستان تاند پوځ د پرځېدو، د تنکي نظام د ړنګېدو او د تازه رغېدلیو زېربناوو د ویجاړولو لپاره ورته له شلو ډېرې ترهګرې ډلې تمویلوي.
نو په افغانستان کې موقت حکومت را منځ ته کول په هيڅ صورت د دې هېواد کشالې ته د پای ټکی نهشې ايښودلای، بلکې افغانان له یو بل اوږدمهاله ناورین سره مخامخ کوي د دې فاجعې عاملین به هم هغه کسان وي چې نن یې د موقت حکومت ډول ته ډانګ ښکلی دی.