پوهندوی آصف بهاند

                                                           ۳۱،۰۵،۲۰۱۴

پنځمه برخه

                             ویـــزه پــاسپـورت دې درنــه ورک شـــه

                             درپسې ورک مې دي له سترګونه خوبونه

                             قـــلــم راواخــلــئ ټـــــوپـــک کــــیــږدئ

                             چـــې لــــه دنیــا ســـره قـــدم پرقدم ځونه

             (دلنډیوپه باب دښاغلي مجیب مهرداد مقاله اودهغې یوڅودپام وړټکي )

دلنډیوپه باب زما دمقالوڅلورمه برخه( لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه )،د۲۰۱۴کال دجنورۍ په نیمايي کې خپره شوه.له یادې نیټې نه وروسته،بیا ددې کرښو ترلیکلوپورې دلنډیوپه باب دنوروقلموالوله یوشمیرنشرشوومقالوسره مخ شوم.په دې مقالوکې دلنډیو په باب کله تکراري اوکله هم نوې خبرې راغلي دي.په دې لړکې دلنډیوپه باب زما له پاره دپام وړمقاله دښاغلي مجیب مهرداد مقاله ده،چې دلنډیو دبحث په دې پنځمه برخه کې یوازې په همدې مقاله تم کیږم.

ما مجیب مهرداد نه لیدلی دی اونه پیژندګلوی ورسره لرم،خومیډیا راته وایي چې دی شاعر،لیکوال،ژورنالست اودالبیروني پوهنتون استاد دی (۱) کیدای شي دی ډیرې ښیګڼې او یا منفي څه ولري.په ځینومقالواوانتریوګانوکې یې داسې نظریات راغلي چې هغه دافغانستان نوم اونشان ته تاوان رسوي اودافغانستان ځینې مطرح فرهنګي شخصیتونه په ښونه یادوي(۲)سره له دې چې دا دده شخصي نظریات دي اوزه یې دبیان دآزادۍ پربنادرناوی کوم،خوورسره منلای یې نه شم.

دده شخصیت چې څومره مثبت اویا خدای مه کړه منفي پاینټـونه ولري،هغه ټول به دده دبیوګرافۍ یوه برخه وي،خوهغه مثبت نظریات یې چې دپښتولنډیوپه باب په میډیا کې مطرح کړي اودهغوپه اړوند یې څه ویلي،هغه دافغانستان دژبو،ادبیاتواوپه ټول کې دفرهنګ له پاره ګټوراوزما له پاره دتایید وړدي،اوزه مجبورا دلنډیو په باب دخپل ریسرچ دبشپړیدوله پاره هم یاد کړم او ورباندې تم شم.دلنډیو په باب دده دهمدغونظریاتودځانګړنوپربنا مې،دلنډیو دمقالو په سلسله کې دا مقاله ورته جلا کړې ده.

دښاغلي مجیب مهرداد،دمقالې سرلیک دا دی:

« اهمیت لندی برای شعرمعاصرپشتو وفارسی درافغانستان »

زما دمعلوماتوله مخې،دا مقاله ښاغلي مهرداد دوه ځلې خپره کړې ده:

ــ له کابل نه په خپریدونکې،« هشت صبح » نومې ورځپاڼه کې.(۳)

ــ درزاق مامون ( razaqmamoon.blogspot ) ویبسایت کې.(۴)

« هشت صبح » ورځپاڼه کې یې د۱۳۹۱ ل کال د دلوپه وروستیوکې په دریوبرخوکې خپره کړې ده،او دمامون په ویبلاک کې یې د ۱۳۹۳ کال دثور په یودیرشمه نیټه خپره کړه.

په « هشت صبح » ورځپاڼه کې له خپریدا سره سم زما له نظره تیره شوې وه،خودخپلو مقالو(لنډۍ اودلنډیو دثبتولوستونزه)په تیروبرخوکې مې یې یادونه ځکه وه نه کړه چې دمقالې چاپي بڼه مې په یادداشتونوکې سره وړاندې وروسته شوې وه اولینک یې هم رانه ورک و؛خواوس چې درزاق مآمون په ویبسایت کې بیا راغله،نوزه مجبورشوم چې د« هشت صبح » مقاله هم پیدا کړم.

مخکې له دې چې په ویبلاک کې راغلې بڼه ولولم،داسې مې فکروکړ چې لیکوال به په خپله لیکنه کې بدلون راوستی وي اویا به یې نوې لنډۍ اودهغوژباړه وراضافه کړې وي؛خو داسې نه وه.کله مې چې دواړه برخې په ځیر ولوستلې ،پرته له لاسوهنې اوبدلون نه،په دواړوځایونو کې کټ مټ راوړل شوې ده.

اول خو زه له ښاغلي مجیب مهرداد نه مننه کوم چې پرپښتنو،پښتوژبې اوپښتني فرهنګ باندې له دومره نارواوو سره سره،دنوروژبوله ویونکونه یوڅوک،یوقلموال یعنې مجیب مهرداد راپیدا شودپښتو ژبې په باب،دپښتني فولکلورپه باب اوبیا دلنډیوپه باب یې فکروکړ،احوال یې واخیست اویوڅه یې پرې ولیکل.

څنګه چې دښاغلي لیکوال ډیره سلنه مخاطبین فارسي ژبي دي،نوځکه دمقالې په مقدمه کې دفارسي ژبې پرشاعرۍ باندې،په تیره دایران پرشاعرانوډیرتم شوی،چې دیوې مقالې دحوصلې په چوکاټ کې بحث یوڅه ورنه اوږدشوی دی.

دخپلوخبرو په ترڅ کې یې ځای ځای دپښتوژبې دکلاسیکوشاعرانونومونه په مقایسوي ډول دفارسي ژبې له شاعرانوسره داسې یاد کړي دي چې دې دواړو ژبو څنګه دتاریخ په اوږدوکې یوپربل تاثیر کړی دی.دابحث باید ښه جدي او اوږد وای،خوډیر لنډ دی.

وروسته له دغوبحثونونه لیکوال خپل اصلي مطلب یعنې لنډیو ته راځي اودخپلوخبروپه لومړنۍ جمله کې وايي:

« آماج مقا له من جریان رسمي شعرپشتونه،بلکې ژانرې درفرهنګ عامیانه پشتون ها است به نام« لندی » شعری که باید بیش ازاین ها جدی ګرفته شود…»(۳)

له دې نه داسې ښکاري چې ښاغلي مهرداد پښتولنډۍ په ډیره مینه اوجدیت لوستي چې ویلي یې دي:

لنډۍ نه دي څیړل شوي،دلنډیوڅیړل باید جدي وګڼل شي.وروسته دلنډیوپه باب خپل بحث داسې غځوي:

« چی در میان پشتون‌ها و چی در میان فارسی‌زبان‌ها دو گونه برخورد با لندی وجود داشته است، یکی برخوردی از سر تفنن و خوش‌باشی و خوش‌گذرانی، دو دیگر مواجهه‌ای پژوهشی در چارچوب پژوهش‌های مردم‌شناسانه و فرهنگ‌شناسانه در معنای عام آن. من تاکنون در باره ویژگی‌های زیبایی‌شناسانه لندی و اهمیت و پیشنهادهایی که می‌تواند برای شعر معاصر پشتو و فارسی داشته باشد، چیزی ندیده یا نخوانده‌ام. بر این مبنا هدف من در کنار اهتمام به بار فرهنگی این پدیده فولکوریک ارزش‌های جمال‌شناسانه آن است.»(۳)

دلنډیوڅیړونکي په دې سره متفق دي چې دلنډیوپه باب هغسې چې ښايي کار نه دی شوی،اودا ښاغلی لیکوال هم دزړه سوي له مخې اشاره کړې ده چې دلنډیودښکلایز اړخ په باب چا څه نه دي ویلي.

زه فکرکوم چې په دې باب یوڅه نه،بلکې ډیرڅه ویل شوي دي.سره له دې چې دلنډیودبې پایه سمندرله پاره به هیڅ هم نه وي،خویوڅه ویل شوي،لیکل شوي اوخپاره شوي دي.په دې برخه کې ډیرڅه،هم په پښتوژبه دلوستلوله پاره شته اوهم په فارسي ژبه باندې.که ښاغلي مجبیب مهرداد ته زحمت نه کیږي دغوچاپي اوبریښنايي آدرسونوته دې یو وار سر ورښکاره کړي:

ــ پښتولنډۍ،دافغانستان دعلومواکادیمۍ خپرونه،مقدمه(۵)

ــ کابل مجله،۱۳۸۶کال، ۱-۲ ګڼې(۶)

ــ دسلیمان لایق ویبپاڼه( Spinta.de )،( لنډۍ الګوی جهانبیني پشتون )(۷)

اوداچې لنډۍ داوسني پښتواوفارسي شعرله پاره څومره تومنه درلودلای شي – چې دده دمقالې اصلي موضوع جوړوي – دا دفکراوتآمل وړخبره ده،نوې خبره ده،چې باید کار ورباندې وشي.

د لنډیوپه باب د ده په خبروکې بله دپام وړخبره دا ده:

« لنډۍ به نظرمن شعری است که میتوان درپهنه جهاني مطرح ګردد وبرای خودش جا باز کند.درکنارآن این نوع شعردارای چنان ظرفیت های است که ما درآن اقصا نقاط جهان به دنبال آن سرګردانیم …»( ۳)

ښاغلي مهرداد دلنډیو ددوره بندۍ په باب هم یونوی نظروړاندې کړی دی،هغه داسې چې:

« … شاید بتوان با پژوهشې سبک شناسانه وتاریخي دوره های این شعرمردمي را براساس رخداد های تاریخي بازتاب یافته دراین شعرها وبا توجه به تاثیرپذیري شان ازسبک های رایج رسمی هر دوره مشخص کرد … » ( ۳)

دا خوډیره ښه خبره ده،خویوازې تاریخي مسایل دلنډیوټول اړخونه نه شي روښانه کولای.که یوازې څوک په لنډیوکې تاریخي مسایل په نظر کې ونیسي اویا لنډۍ دتاریخي پیښوله مخې وڅیړي،دایوازې په لنډیوکې دتاریخي پيښوڅیړل دي چې دا په ادبیاتوکې دتاریځی متونودبرخې څیړنه کیدای شي،په داسې حال کې چې لنډۍ،دلنډۍ دویونکودټولنیز ژوند ټول اړخونه رانغاړي اودپښتنودټولنیزژوند هنداره باید وګڼل شي.

ده دخپلې مقالې په یوه برخه کې ویلي دي چې په لنډیوکې دهندي سبک تاثیرات هم محسوسیدای شي.

که موږهره تشبیه ،استعاره،کنایه او… په هندي سبک پورې وتړو،نوبیا سمه ده؛اوکه لنډۍ اودلنډیودهستونکوژوند وڅیړل شي،نولیدل کیږي چې د لنډیو اصلي ویونکي ساده کلیوال،پونده شپانه،بزګراو… چې ډیره سلنه خلک یې دسواد له نعمت نه محروم وو اودهندي سبک له مطالعې ،څرنګوالي او له هغو نه استفاده کول خولا څه کوې.دا حقیقت په ټولوژبو اوفرهنګونوکې موجود دی چې پرته له دې چې له یوبل نه خبروي ،یا یې یو دبل آثارمطالعه کړي وي؛له ښکلاییزپلوه ځینې ګډې ځانګړنې په کې وي.

په لنډیوکې چې هرډول ښکلاییزې ژبنۍ ځانګړنې یا محتوايي ښیګڼې شته،دا په خپله ددې شعري ژانرځانګړتیاوې دي چې ویونکویې په طبعي ډول دخپل ژوند بیلابیل اړخونه په کې انځورکړي دي.

ښاغلی مهرداد په خپله مقاله کې دنمونې په ډول دپنځه ویشت ( ۲۵ ) لنډیو فارسي ژباړه را اخیستې ده،خوکه یې پښتو متن هم ورسره راوړی وای دا به دفارسي ژبولوستونکو له پاره ښه نمونه اوپه زړه پروې متن وای.له هرې لنډۍ سره د «اشاره» دتوري په نښې سره ځینې توضیحات هم ورزیاتوي.دی په خپله وايي چې دا هماغه دبینوا صاحب ژباړه ده،خولږڅه دخل اوتصرف یې په کې کړی دی.په دې برخه کې دده دخولې خبره داسې ده:

« من این لندی ها را از روی ترجمه های جناب بینوا به فارسی وبه صورت تطبیقی در زبان مبدا با اندک دخل وتصرف باز سرایی کرده ام وګاهی برای روشن شدن مفهوم لندی ونشان دادن سویه زیبایی شناسانه شان،اشاره های را هم اضافه کرده ام.(۳)

دبینوا صاحب په ژباړه کې چې ده کوم دخل اوتصرف کړی دی،څومره به مثبت اویا څومره به منفي وي،جلاڅیړنه غواړي اوزه دلته څه نه ورباندې وایم.دا لاندې یې څوبیلګې دي:

آواز های نیمه شبان بردل می نشیند

آن که آوازسرداده،یاعاشق است یا ازوطن دورافتاده است

توته های دلم را از زمین برمیدارم

اما دستانم را از روی دوش محبوبم برنمی دارم

آتش های صبحګاهی را افروختند

من هنوزنشسته ام ویارم را راضی می کنم(۴)

دلنډیوپه باب ددې ښاغلي له څیړنې اونویو وړاندیزونو نه زه یوځل بیا مننه کوم.اوبیا بیا مننه دده له دې نظر نه کوم چې ویلي یې دي:

« من با خواندن بخشی ازلندی های پشتون ها به این نتیجه رسیدم که خشونتی که امروز در جنوب حکمفرما شده است،پدیده است وارداتی وتحمیلی ومردمان پشتون را دارای روح لطیف،زیبا پسندوانعطاف پذیریافتم.»(۳)

دغه راز دی دمقالې په پای کې اصل موضوع( اهمیت لندی برای شعرمعاصرپشتو وفارسی) ته اشاره کوي او وايي:

« ماهمان ګونه که ازشعرجهان بهره می بریم،ازلندی نیزمی توانیم برای رشد ظرفیت های درشعرمعاصرمان بهره مند شویم.»(۳)

دامتقابل تاثیرات په دواړوژبوکې له پخوانه هم شته وو،نه یوازې په فولکلوریکوادبیاتوکې ،بلکې په لیکني ادب کې یې هم دتاریخ په اوږدوکې ډیرې نمونې لرو،چې هره برخه یې ځانته څیړنه غواړي.

څنګه چې ما وعده کړې وه دهرې مقالې په پای کې به نوې راټولې شوې لنډۍ هم وړاندې کیږي،نودایې هم زما له نظره څو نوې لنډۍ:

وطن به پریږدم،ترې به لاړشم

غم پریښودی نه شمه سم راسره ځینه

ویزه پاسپورت دې درنه ورک شه

درپسې ورک مې دي له سترګونه خوبونه

پرمادې کومې کوډې کړي

چې پښې مې درومي،زړه مې ناست ژړا کوینه

وه د کرزي په شان جانانه

تا ته دمینې په ووټ ډیرپیښمانه یمه

په چت کې بل چا سره ناسته

تیلیفونونوته یې زه نیولی یمه

«چت» اوعکسونه دې دنورو

تشوخبروته دې زه ساتلی یمه

قلم راواخلئ ټوپک کیږدئ

چې له دنیا سره قدم پرقدم ځونه

کډې مې توروغروته لاړې

راپسې ژاړي ستا دکلي چنارونه

زړه ته مې خپله مخه ورکړه

لکه ماشوم اوس په ټوپو راڅخه ځینه

مآخذونه:

1-http://8am.af/1393/01/12/election-human-rights-afghanistan-mojib-mehrdad/

2-http://www.tajikmedia.com/index.php/1390-01-02-23-12-32/716-2013-12-12-01-24-12

3- http://8am.af/oldsite.php?option=com_content&view=article&id=29818:1391-11-20-16-49-41&catid=114:1390-05-17-16-35-15&Itemid=576

4- http://razaqmamoon.blogspot.dk/2014/05/blog-post_9288.html#more

5- پښتو لنډۍ،دافغانستان دعلومواکاډیمي،پښتوټولنه،۱۳۶۳ ل کال

6- کابل (مجله)،دافغانستان دعلومواکاډیمۍ خپرونه،۱۳۸۶کال،۱-۲ ګڼې،۱۷مخ

7- http://spinta.de/maqale/landay%20Algoe%jahnbine%20pashton.pdf

                                                                       دپنځمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *