لسمه برخه
(په مخکتاب او تویترکې د لنډیو څرک)
۳
ګورونه سم جوړ کړئ عالمه
د پکتیکا وړوکي نازک دي خوږ به شینه
ګودر د پیغلو پارلمان دی
بوتل یې نه شته په منګو ویشتل کوینه
مخکې له دې چې د لنډیو د مقالو لسمه برخه وړاندې کړم، اړینه یې ګڼم ووایم چې د همدې سلسلې په نهمه برخه کې ما لیکلي وو چې په فیسبوک او تویتر کې مې د لنډۍ د پاڼو پرانیستونکو او مسولینو په آدرس د ۲۰۱۴ کال د نومبر په دریمه نیټه یو ایمل لیږلی و چې د نومبر۲۱مه نیټې پورې ما ځواب تر لاسه نه کړ، خو دا دی د دسمبر په دریمه د دوی ځواب را ورسید او په خپل ایمل کې یې داسې لیکلي دي:
«ښاغلی بهاند، زموږ سلامونه او نېکې هېلې هم ومنئ.
ستاسو لیکنه مو د لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه/ پوهندوی آصف بهاند تر سرلیک لاندې ولوستل.
ډېره بخښنه مو وي، ستاسو بریښنالیک مو اوس ترلاسه کړه. کاش همالته فیسبوک کې راته پیغام استولای وای. یا همالته نېغ پر پاڼه مو لیکلای وای. په هر حال، ستایو د بریښنالیک د نه ځوابولو لپاره بخښنه غواړو!
څومره ښه! په دې څېړنه کې درته بریالیتوب غواړو. او موږ ورته ډېر خوشال یو. په دې هیله چې خپلې څېړنې او مالومات وخت په وخت موږ سره هم شریکې کړئ.
د دې پاڼې د لا زیاتو مالوماتو لپاره دې بریښنالیک سره مل یوه پخوانۍ مرکه درته استوم.
د لا زیاتو مالوماتو لپاره همالته په فیسبوک کې راته ولیکئ.»
د دوی په رالیږلې مرکه کې د پاڼې په باب زما غوښتی، پوښتنې او غوښتی مالومات تر یوې اندازې ځواب شوی. څنګه چې په فیسبوک او تویتر کې پر لڼدیو باندې زما د بحث ور تړل شوی دی، ځکه د دوی د رالیږلې مرکې په جزیاتو باندې نه غږیږم، که لازمه وه، د دوی له مالوماتو نه به په راتلونکو مقالو کې استفاده وکړم.
زه له دوی نه د زړه له کومې مننه کوم، هیله ده چې دوی په ځوانې انرژۍ او پراخې حوصلې سره د فولکلور دقوانینو په چوکاټ کې د لنډیو د ثبت او راټولولو په برخه کې خپلو کارونو ته په علمي ډول دوام ورکړي. د ۲۰۱۴ کال دسمبر په دریمه مې چې د دوی ایمل ولوست، د دوی پاڼه مې هم خلاصه کړه، دغه نوې لنډۍ مې تر سترګو شوې:
افغانه پورته شه لاسه راکړه
په وینو سره ځوانان مې تور لحد ته وړینه
افغانه پورته شه لاس راکړه
په پکتیکا وګړو بل دي سره اورونه
افغانه پورته شه لاس راکړه
تنکي ځوانان یې په بمو وژلې دینه
د مخکتاب او تویترپه دې پاڼو (پښتو لنډۍ) کې کله داسې هم شوي چې د یوه ځانګړي مناسبت له پاره چلنج ډوله یو، دوه، درې لنډۍ لیکل شوي، بیا په کې راغلي چې څوک به د همدې مناسبت له پاره ډیرې لنډۍ ولیکي. دا یې بیلګه ده:
د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت یې دا لنډۍ ایښې ده:
زه به قربان تر هغه چا شم
چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه
کله کله یوه نیمه ټپیزه هم په دې پاڼو کې خوندي شوې ده چې د ټپيزې په پای کې د لنډۍ دویم نیم بیتی راوړل کیږي. لکه دا ټپیزه چې د کریکټ د لوبډلې د بریا په ویاړ ویل شوې ده:
راځه رادرومه پرې افـــــغانه
ورته زمری جوړ کړه له ځانه
لاره کړه ورکــــه له کېنيا نه
يو يو وباسه له مــــــــــيدانه
هيلې يې خاورو سره خاورې کړه مينه(۵)
د پاڼې مسولینو کله داسې هم کړي لکه زړه یې چې تنګ وي، نا څاپه یې لیکلي دي:
چې د چا به د لونګو لنډۍ زده وي؟
تر همدې موضوع او سر لیک لاندې یوه نیمه لنډۍ ایښودل شوې، چې هغه کلیک شي، بیا نو د لونګو په باب ټولې هغه لنډۍ چې د دې بحث ګډون کوونکو ور لیږلې دي، ایښودل شوې دي.(۶)
یو څو بیلګې یې دا دي:
یو غنمرنګ یم بل لونګ یم
ځکه د کلي جینکۍ راپسې مرینه
د باغ دې هر بوټی لونګ دی
پرې لګيدلي دي د چټو پلونه
که چا لونګ بوی کړی نه وي
پیغله خوله کړه د لونګو بوی ترې ځینه
لکه دا تور لونګ چې تور دي
داسې مې زړه در پسې تور دی مړ به شمه
کله داسې هم شوي دي چې دوی خپل نږدې یاران د لنډيو بنډار ته ور میلمه کوي. دغه رکلام ډوله جملې ته پام وکړئ:
«په نیویارک کې د پښتو لنډیو بنډار، خپل نیویارک میشتي ملګري راوبولئ»
په هره برخه کې یوه لنډۍ د دوی له خوا ایښودل شوې، بیا کله نورو ګډون په کې کړی او کله هم نه.
په دې پاڼه کله داسې هم شوي دي چې دوی دلنډیو په باب د ځینو څیړونکو مقالې او لنډۍ هم را اخیستې دي او په خپله صفحه کې یې ایښې دي. لکه د ډاکتر لطیف یاد مقاله(هندوستان په پښتو لنډیو(ټپو) کې).(۷)
دا یوه لنډۍ د ډاکتر صاحب لطیف یاد له مقالې نه د بیلګې په ډول راوړل کیږي:
په هندوستان خوشاله ګرځه
اصیل زاده یم په نامه دې ناسته یمه
که په ځیر سره د لنډیو دا پاڼې ولیدل شي، مالومیږي چې چلوونکو یې ښه زحمت ایستلی دی.
د لنډیو د لا رنګینولو په غرض یې په ځان زحمت ګاللی او یا یې خپل همکاران دې ته اړ ایستلي دي چې ځینو انځورونو ته لنډۍ کیږدي او بیا نور خلک هم ګډون ته په کې ور و بولي، انځور ته د خپلې خوښې وړ داسې لنډۍ ولیکي چې په انځور پورې یو څه تړاو ولري.
د مخکتاب په پاڼو کې داسې هم شوي چې:
یوه ورځ د خپل ورځني پروګرام له مخې د مخکتاب د لوست خونې ته ننوتم. دا هم عجیبه خونه ده هر څه په مخه درځي. دخندا، د ژړا سم ناسم، او…
د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په اتلسمه په مخکتاب کې یوه ویدیو په مخه راغله. د ویدیو ایښودونکي Adnan Mohmand نومیده اوهیله یې کړې وه چې: «د دې کا کا زړه خوړین دی ما داسې توري پیدا نه کړل چې د ده غم ورباندې انځور کړم ، که یې تاسو وکړای شئ.»
په ویدیو کې یو تن ناست دی محلي شانتې غیچک یې په لاس کې نیولی دی او ښه په سوز او مزه د خپلو ړندو سترګو او حزین زړه غم د لنډیو د زمزمه کولو له لارې په کې بیانوي. ما دوه ځلې ویدیو ولیدله، یو څو لنډۍ یې سره له دې چې ځینو لوستونکو ته به تکراري وي، خو ما د هغه له خولې نه لیکلې دي، هغه لنډۍ دا دي :
د غرمنۍ په خوب ویده وم
بیلتون په مخ څپیړه راکړه ویښ یې کړمه
ځوانانو ښه کوئ لمنځونه
دنیا فاني ده تورو خاورو ته به ځونه
په آخرت به سترګې غواړم
په دې دنیا خو راته نه شته علاجونه
د لنډیو له پاره په دې ځانګړو پاڼو کې د پښتني نجونو او میرمنو فعاله څیره دومره نه ده ځلیدلې، خو یوه پیغله یا میرمن دومره ښه او ډیره په کې فعاله ده چې د نورو حق یې هم ادا کړی دی.
پښتني میرمنې سره له دې چې په اوسني وخت کې دومره متمدنې دي چې حتی ټولنیزو شبکو او کمپیوتر ته هم لاسرسی لري اوپه کې فعاله دي، خو بیا هم ډیر ځلې ځان سانسوري کوي. د بیلابیلو دلایلو له مخې خپل نوم نه شي اخستلای او په پټو مستعارو نومونو خپل احساسات څرګندوي.
د مخکتاب او تویتر په همدې پاڼو( پښتو لنډۍ) کې چې یوه پیغله یا میرمن په مستعار نامه(او یا به یې خپل نوم وي) د خپل زړه احساسات څرګندوي، هغه د «شینوګۍ بلوګۍ» په نامه لنډۍ خپروي. دا «شینوګۍ بلوګۍ» به کومه با ذوقه با درده پیغله یا میرمن وي چې په دې نامه د خپل زړه احساسات څرګندوی. له لنډیو نه ښکاري چې ډیره با ذوقه، با درکه او با درده ده. د لنډیو دوې نمونې یې دا دي:
چي لمر ډوبيږي تياره کيږي
زه چې تا نه وينم تياره راباندي وينه
زما د خوب سره کار نه شته
لیونۍ سترګې را نه تا غواړي مینه
لکه په تیرو مقالو کې چې د ویبساتونو په بحث کې اشاره ورته شوې وه. ځینې خلک لنډۍ په ځان پورې تړي او د ځان ملکیت یې ګڼي؛ په دې پاڼو کې یوه ستونزه دا ده چې دلته هم د لنډیو د اصولو خلاف کله داسې پیښ شوي دي چې لنډۍ د شخص مال ګڼل شوی دی. دغې جملې او دې لنډیو ته پام وکړئ:
زرغونه لودین
(زما خپلي پښتو لنډۍ)(۸)
ګناه مي څه ده لویه خدایه
جاهل جانان مي پرځان جوړکړل پرهارونه
نصیب مي ولې داسې خوار دی
دناوې توب شپې مې په غم کې تیرومه
پلاره صغیره دې واده کړم
وړه نجلۍ وم په واده څه پوهیدمه
نورې لنډۍ یې هم لیکلې دي، خو په پای کې دا لنډۍ هم راوړي:
زرغونه تل رب ته دوعا کړي
دافغانانو منځ کي ورک کړي نفاقونه
له پاسنۍ جملې او وروستنۍ لنډۍ نه په ښکاره مالومیږي چې آغلې زرغونه لودین په دې پاڼو کې را ټولې کړې لنډۍ خپل ملکیت ګڼي، چې دا یوه ستره تیروتنه ده.
ډیر ځلې داسې هم شوي دي او کیږي چې ځینې خلک د لنډۍ د شکلي جوړښت، تعریف او اصولو خلاف د لنډۍ په نامه یو څه په خپل مخکتاب پاڼه کې ږدي. لکه دا مثال:
په كابل سپينې واورې اوري
په ننګرهار تورې قلبې ګډې ګل كرينه(۹)
دلته لیدل کیږي چې په دویم نیم بیتي کې یوه هجا ډیره ده او د لنډۍ وزن هم دهمدې یوې هجا د زیاتوالي له کبله وران شوی دی او ښايي اصل یې داسې وي:
په کابل سپینې واورې اوري
په ننګرهار کولبې دي ګډې، ګل کرینه
هیله ده چې د لنډۍ درانه مینه وال او د میډیا د بیلابیلو برخو مسوولین په ډیر پام سره د لنډیو د اصولو له مخې لنډۍ په خپلو یاد داشتونواو پاڼو کې ثبت کړي. دیوې هجا د زیاتوالي یو بل مثال:
کله کله دې پاڼې داسې لنډۍ هم ایښې دي چې د لنډيو داصولوخلاف یوه هجا په کې ډیره وي. د دې احتمال شته چې رالیږونکو به تیروتنه کړې وي، خو د پاڼې مسولینو باید پاملرنه ورته کړې وای. یا یې دا تیروتنه اصلاح کړې وای او یا یې نه وای خپره کړې. دغه لنډۍ یې ښه بیلګه ده چې په دویم نیم بیتي کې یې یوه هجا زیاته ده، یعنې څوارلس هجا ده. که د «او» توری ورنه لرې شي، بیا سمیږي:
د خدای په لوی کرم به کیږي
په عقل ګرانه ده زما او د جانان مینه
د خدای په لوی کرم به کیږي
په عقل ګرانه ده، زما د جانان مینه
که په دې پاڼو کې ځینو لنډیو ته ښه پام وشي، مالومیږي چې دوی هم لکه د ځینو ویبپاڼو مسولین پرته له دې چې د مطلب یا لنډۍ سم والي او نا سم والی ته وګوري یا یې تیر وتنې ور سمې کړي، له خپل ایمل نه یې را اخلي او په پاڼه کې یې ږدي. ښه مثال یې همدا پاسنۍ لنډۍ ده.
په دې پاڼه کې د ښیګڼو تر څنګ یو ښه نوښت دا دی چې د منظرو او د یوې لنډۍ لیکلې بڼه ښوول کیږي او یو پوست ښځینه غږ کې د صفحې په مخ لیکل شوې لنډۍ دکلمه کیږي. دومره ښه دکلمه کیږي چې هر اوریدونکی او لیدونکی ځانته جذبوي. کومه ویدیو چې دوی په خپله صفحه کې ایښې ده له یوتیوب نه را اخستل شوې ده.(۱۰)
په دې پاڼه کې داسې هم راغلي چې د یو سندر غاړی په غږ کې له موزیک سره زمزمه شوې لنډۍ د ویدیو په بڼه ایښودل شوې دي چې یوازې اویوازې لنډۍ په کې ویل کیږي، نه کوم «سر» ورسره ویل کیږي او نه هم بل شی، یوازې لنډۍ دي او ورسره دګلانو او منظرو عکسونه بدلیږي را بدلیږي. د سردار علي ټکر په غږ کې زمزمه شوې لنډۍ، مګر خوا بدي خو په دې کې چې ورنه لاندې یې لیکلي دي چې:
«دسردار علي ټکرلنډۍ» له دې نه ځینې لوستونکي او لیدونکي ښايي داسې پوه شي چې دا سردار علي ټکر ته منسوبي لنډۍ دي، په داسې حال کې چې د لنډۍ په تاریخ، تعریف او تیوري کې دا راغلي چې لنډۍ د ټولو خلکو مال دی، نه د شخص او ما څو ځلې په تیرو بحثونو کې په ټیګار سره ویلي دی چې لنډۍ د هیڅ چا مال نه دی او په ټولو خلکو پورې اړه لري.
دغه راز د دوی د مخکتاب او تویتر په آدرس کې یو ویدیو کلپ کاپي شوی دی چې د سندر غاړو په غږ کې له موسیقي سره لنډۍ زمزمه کیږي.
په دې پاڼو باندې کیدای شي ډیر څه وویل شي، خو که خبره را لنډه کړم، نو په پای کې به ووایم چې: په فیسبوک کې د «پښتو لنډۍ» تر نامه لاندې مخکتاب پاڼه او تویتر چې ټوله ما ولیدله، داسې لنډۍ خلکو لیږلي دی یایې انتخاب کړي دي چې خپل ذوق سره یې برابرې وي او یا یې د خپل زړه بړاس په کې ایستلی وی. اکثریت یې په دې نیت نه دي ثبت شوي چې نوې لنډۍ دي یا باید د کمپیوتر جال ته ولویږي چې له پو پناه کیدو نه وژغورل شي. په هر صورت د ټولنیزو شبکو په پاڼو کې د لنډیو د پاڼې پرانستل ډیر لوی خدمت دي، خو که یې مسولین د فولکلور ټولونې په اصولو ځان خبر او پوه کړی او له دې اصولوسره سم لنډۍ را ټولې او خوندي کړي، ډیر ښه کار او خدمت به وي.
دغه راز ټولنیزې شبکې د لنډیو د عامولو او تر نورو پورې د رسولو ښه آدرس اوښه وسیله ده، خو که په دقت او مسولیت سره کار وشي.
په پای کې دغه لنډۍ د ډالۍ په توګه:
په خوله دې لاس کېږده لالیه
فېسبوک کې ګرځي شیطانان رسوا به شونه
په زړه مې تورې لړې راشي
چې د ديدن کړکۍ دې پورې ووينمه
خوی ته دې غر ټينګېدی نه شي
ما زړه بایللی ورته سر مخکې کومه
د جينکو کافرې سترګې
لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه
زړه ﻣﯥ ﭘﻪ ﺗﻮﭘﻮ ﻧﻪ ﻧړﻳږي
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ وړو ﺧﺒﺮو دړې وړې ﺷﻴﻨﻪ
یو غنمرنګ یم بل لونګ یم
ځکه د کلي جینکۍ راپسې مرینه
صبر كوه اختر به راشي
مونږه روژې د صداقت نيولي دينه
لکه دا تور لونګ چې تور دي
داسې مې زړه در پسې تور دی مړ به شمه
ما ته دې داسې غم راکړی
چی خوشحالو پسی اوس کډی ګرځومه
چي لمر ډوبيږي تياره کيږي
زه چې تا نه وينم تياره راباندي وينه
زما د خوب سره کار نه شته
لیونۍ سترګې را نه تا غواړي مینه
په آخرت به سترګې غواړم
په دې دنیا خو راته ن�� شته علاجونه
یو غنمرنګ یم بل لونګ یم
ځکه د کلي جینکۍ راپسې مرینه
مآخذونه:
1-http://rohi.af/fullstory.php?id=32292
2-https://www.facebook.com/pashtolanday
3-https://www.facebook.com/pashtolanday/info3-
4-https://www.facebook.com/photo.php?fbid=10151800614901415
5-https://www.facebook.com/pashtolanday/posts/10151608274546415
6-https://www.facebook.com/pashtolanday/posts/10151585734991415
7-https://www.facebook.com/photo.php?fbid=10151609960461415&l=bb04bd2151
8- www.facebook.com/pashtolanday
9-https://www.facebook.com/photo.php?fbid=1196989446216&set=a.1164588076202.139634.1272871518&type=1&theater
10-http://www.youtube.com/watch?v=a1nfSJD-xW0