شپږ ویشتمه برخه
لایق او د لنډیو بحث
۱
«د پښتو د فولکلوري شعرونو په لړ کې د لنډیو
برخه واقعاً د ټول بشریت د فولکلوري شعرونو
د عظیمې شتمنۍ یوه مهمه برخه ده.»
سلیمان لایق
په تور پیکي دې غوړي کم کړه
پــه هــلکــانــو دې زیــړی ولـــګــاونه
دهــیــریــدونــه یــې جــانــانــــه
له جــدایــۍ ســره دې ځــان عــادتـومه
کـه یاري کـړې همدا یې کال دی
بیا مې د برېتو خط راځي بدرنګ به شمه
د فرهنګي یارانو په پنډارونو کې هلته او دلته په شفايي ډول هم دا خبره خوله په خوله کیدله چې ښاغلي لایق د پښو لنډیو په باب کار کړی دی او ځینو به لا دا ویل چې اوس هم د پښتو لنډیو په باب د لایق کار روان دی چې ژر به راو وزي.
د لنډیو د مقالو په همدې سلسله(لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه) کې مې د لنډیو په باب د لایق له لیکل شوو مقالو نه کله، کله استفاده کړې ده چې په خپلو ځینو مقالو کې مې یې مآخذونه هم په نښه کړي دي، خو زه چې د پښتو زبې د فولکلور او په ځانګړي ډول د لنډیو په باب د لایق نظریاتو او لیکلو مقالو ته ګورم، باید ډیر څه ور باندې ولیکل شي، ځکه نو زه د لنډیو د مقالو په دې برخه کې د لنډیو په باب د لایق کارونو ته یو ځغلند نظر کوم:
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې ځینو ویبپاڼو د لایق د ژوند په باب د یو لنډ مستند جوړ شوي فلم خبر او ویدیو خپره کړه. دا فلم «د ترانو شاعر» نومیږي چې دمصور بنسټ په مرسته محبوب الله خان چمتو کړی دی. ما دا فلم لومړی په تاندکې ولید، بیا مې په روهي او ورپسې مې په یوتیوبکې تر سترګو شو. زه دلته د لایق په بیوګرافۍ او په فلم کې په نورو راغلو مستندو مسایلو باندې نه غږیږم، یوازې په هغو خبرو باندې تم کیږم چې په فولکلور او لنډیو پورې اړه لري.
د دې ویدیو په یوه برخه کې استاد حبیب الله رفیع د سلیمان لایق د علمي شخصیت په باب غږیږي او د لایق د هغو کارونو په باب مالومات ورکوي چې لایق د پښتو فولکلور او پښتو لنډیو په باب کړي دي. دا د استاد حبیب الله رفیع د خبرومتن دی:
«ما ډیر پخوا، د څلویښت په لسیزه کېد ده(لایق) یوه مقاله لوستې وه، چې د پښتو په ولسي سندرو یې لیکلې وه. هغه ولسي سندرې، چاربیتې چې په کلیو کې، په کلیواله ژبه ویلې کیږي او د بیسواده شاعرانو له خوا ویل شوې وې، هغه یې را غونډې کړې وې، زما له پاره ډیره جالبه وه. زه له هماغه وخته ، د فولکلور په برخه کې، د ده له کارونو سره آشنا شوم او علاقه مې ور سره پیدا شوه.
وروسته له هغه، ده(لایق) بیا د پښتو لنډیو په باب ژوره مطالعه وکړه، د هغو په سوابقو، د لنډیو په جوړښت، د لنډیو په سکښت، خوږوالي او بلاخرهد لنډیو په متنوع والي، په راز راز والي او د ځینو نورو ژبو له ورته ادبیاتو سره د لنډیو پرتله ده.
نو په دې ترتیب، ده د لنډیو له پاره ډیر کار کړی او د خپل کار له پاره یې په زرګونو لنډۍ له کتابونو او د خلکو له خولو را غونډې کړي او یو لوی کلیکسیون یې د لنډیو جوړ کړی دی.»
د رفیع صاحب له دې خبرو نه دا ثابتیږي چې لایق لا په تانده ځواني کې له پښتو فولکولور او لنډیو له ټولولو او خوندي کولو سر مینه درلوده او دې کار ته یې بډې وهلې وې. کله چې د رفیع صاحب د مالوماتو له مخې زه د پښتو فولکلور او پښتو لنډیو په باب د لایق د کار له پیل نه خبر شوم خپل هغه مالومات را ته غلط ثابت شو چې ما فکر کاوه چې د پښتو لنډیو په باب به، په «پښټو لنډۍ، ۱۳۶۳ کال» نومې ټولګه کې د لایق په قلم لیکلې مقدمه، د ده لومړنی کار او لومړنۍ لیکنه وي. سره له دې چې ما خپل دا نا سم مالومات چیرې خپور کړی نه دی او یوازې له ما سره موجود و، خو بیا هم زه له خپل دې ناسمې انګیرنې نه همدا اوس بښنه غواړم.
سلیمان لایق د لنډیو په باب ډیرې علمي او هر اړخیزې څیړنې کړې دي. د لنډیو په باب به لایق لا په تانده ځوانۍ کې هم څه لیکلي او خپاره کړي وي، خو لومړني علمي او هر اړخیزه لیکنه یې ما د لنډیو په هغې ټولګکې کې ولیدله چې د افغانستان د علومو اکادیمۍ په ۱۳۶۳ کې خيره کړه. لایق هلته د لنډیو په شکل او محتوا باندې ډیره ژوره او هر اړخیزه لیکنه کړې ده.ټوله شپیته مخه ده چې د یوې رسالې بڼه لري.
په دې لیکنه کې د لنډیو په باب له مقدماټی خبرو نه وروسته اصلي بحث پیل کیږي او لایق په لنډیو پورې اړوند، پر دغو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي:
ــ په لنډیو کې د منظرې جوړولو او شکل مننې خصوصیت،
ــ د لنډیو وحدت الوجود،
ــ باد او انسان،
ــ سپوږمۍ او لنډۍ،
ــ لنډۍ د وطن د انسان د غمونو هینداره،
ــ په لنډیو کې د ویاړونو د عنعنې هستونی،
ــ د لنډیو د تغزلي ماڼۍ اساسي مضمون،
ــ په لنډیو کې د تغییر او بدلون پروسه،
ــ لنډۍ د ښځې د تاریخي، اجتماعي موقعیت صادق ویندوی،
ــ په ښځمنو لنډیو کې د اعتراض تاریخي سر چینه،
ــ د لنډیو طبقاتي خصلت،
ــ د فیوډالي دوران په لنډیو کې د ښځې د موقف انعکاس،
د لنډیو په باب د لایق له دې سریزې نه وروسته، د لنډیو په باب د لایق هغه مقالې یادولای شو چې د ده په خپل ویبسایت، سپنتادات ډي اي (Spinta.de) کې په دري او پښتو ژبه باندې ایښودل شوي دي.
د دې برخې د پای له پاره دا څو لنډۍ:
که یاري کړې همدا یې کال دی
بیا مې د برېتو خط راځي بدرنګ به شمه!
دهیریدونه یې جانانه !
دجدایۍ سره دې ځان عادتومه
په تور پیکي دې غوړي کم کړه
په هلکانو دې زیړی ولګاونه
ستا یارانه دناړۍ خوړ دی
د ناړۍ خوړ تر غنم لوه پورې وینه
پاس په سينه مى غلى څمله
غږبه ونه کړم که ورسته درلاندى شمه
طالبان خړې خړې ګوري
ګلبدین کډه باروي کابل ته ځينه
يار مې په لوړه جلغوزی دی
په دې يريږم څوک به اور ورواچوينه
جانانه زېری مې درباندې
د رخصتۍ په پلمه کلي ته درځمه
د خيال قلم مې په ژړا شو
د تورو ډک مې شول کاغذ کې سپين شعرونه
ماته پېغور مې غریبي وه
په تا څه زور و چې رقیب دې خپلونه
د شپږ ویشتمې برخې پای