لنډۍ

نه ویشتمه برخه

د استاد ګل پاچا الفت

«پښتو سندرې»

راځئ، راځئ چې لـنډۍ وايـو

لنډۍ لاښې دي د يار غم غلطوينه

ټپس د باز په نرخ  خرڅېږي

زه پـه دغه بازار سودا كله كومه

د لنډیو په باب د بحثونو د منابعو د پیژندنې په لړ کې، د لنډیو د مقالو په دې برخه کې د استاد ګل پاچا الفت «پښتو سندرې» نومي کتاب باندې لږ تم کیږو او دې ته پام کوو چې په ۱۳۲۵ کال کې استاد الفت د خپلو نورو غنیمت کارونو تر څنګه د لنډیو په باب خپلو لوستونکو ته څه ډول او څومره مالومات وړاندې کوي.

د استاد ګل پاچا الفت د ګڼو آثارو په ډله کې یو هم « پښتو سندرې» نومی کتاب دب. په دې اثر اسناد الفت لومړید پشتو ژبې د بیلابیلو دورو د ځینو شاعرانو د کلام نمونې راوړول شوي دي او د الفت صاحب د وخت د تقاضا او دید له مخې اړینې تبصرې پرې شوې دي. دا چې په کتاب کې څه او د چا د کلامونو بیلګې را اخستل شوې دي، په خپله الفت صاحب د کتاب په پیل کې داسې مالومات وړاندې کوي:

«پدې كتاب كښې د پښتو شعر د تاريخ په لحاظ له (۱۳۹ هجري) څخه تر (۱۳۰۰) پورې له  نظر لاندې نيول شويدى. او د دې لامله چه د پښتو شعر سير او تحول له هغه وخته تر دغه وخته پورې معلوم شي د يوه شاعر په يوه شعر هم اكتفا شويده. د ادبي تبصرې او شعري تحليل په لحاظ د پښتو شعر د نوعيت په اعتبار په درې دورو ويشل شوى چه د روښانيانو دوره، د خټكو دوره، د مهمندو دوره ورته ويل شويدى او دغه هره دوره د كتاب باب بلل كېږي. د كتاب په آخر كښې دوه بابه نور هم شته چه يو باب د علماء او روحانيونو اشعار دى او بل ته د ساز او سرود بدلې ويل شويدى… » (الفت ګال پاچا، پښتو سندرې، کابل، ۱۳۲۵ کال، عمومي مطبعه، الف ــ ب مخونه)

د الفت صاحب دې اثر کې د لنډیو په باب هم لنډ بحث شوی دی او د لنډیو ځینې بیلګې خوندي شوې دې. استاد الفت هم لا هغه وخت د لنډیو په باب هماغه عمومي مالومات وړاندې کوي لکه نورو لیکوالو چې له ده وړاندې او له نه وروسته د لنډیو په باب وړاندې کړی دی. استاد الفت د لنډیو په باب د خپل بحث په یوه  برخه کې داسې ویلي دی:

«په پښتو سندرو كښې يو ډول اشعار شته چه لنډۍ يې بولى، د لنډۍ لمړۍ مسره لنډه او دوهمه اوږده وى، دا ډول اشعار د پښتو په موسيقى كښې ډېره زياته برخه لرى ځكه چه د پښتو په هر خوا كښى په بېل وزن او بېل آهنګ ويل كېږى مګر هر آهنګ ئې جذاب او له سوزه ډك وى چه اورېدونكى ئى ارو مرو له تاثير لاندى راځى. په دغو ټولو اوزانو كښې چه د لنډۍ دپاره پيدا شويدى تيرائى وزن ډېر شهرت موندلى او زيات موثر دى. لنډۍ علاوه پدى چه په يو مؤثر او سوزناك لحن ويل كېږى او د آهنګ په لحاظ زيات تاثير لرى د مضمون او مفهوم په اعتبار هم د پښتو په لوړو او عالى ادب كښې ښه ځاى لرى او د فصاحت او بلاغت زور او قوت پكښې ليده شى اكثره لنډۍ داسى دى چه په پښتنو كښې د ملتونو په ډول ويل كېږى او (حكم و امثال) ورته ويلى شو، ډېر مطالب شته چه د يوى لنډۍ په ويلو د كناياتو په ډول ادا كېږى او له صراحت نه اولى بلل كېږى. په لنډيو كښې كه څه هم ځينى داسى وى چه د سوال و جواب په ډول د مين او مينې له خوا ويلى شوى وى او د مضون تسلسل پكښې ليده شى مګر عموماً يوه لنډۍ له بلى نه په مضمون كښې جلا دى او په هره لنډۍ كښې يوه خبره تمامه شوى وى. په لنډيو كښې ساده هى او له عمومى ذهن او تخيل سره موافقت، اولسى تعبيرات او ځنى نور صفتونه موجود دى چه د لنډيو خوند ئى ډېر زيات كړيدى او په هر چا باندى ښې لګېږى…»( الفت ګال پاچا، پښتو سندرې، کابل، ۱۳۲۵ کال، عمومي مطبعه، ۱۶۰ ام مخ)

د لنډیو په باب د الفت صاحب مالومات او نظر د لومړي لاس موادو او نظریاتو په ډله کې شمیرل کیږي، دی خپله د لنډیو په باب او په ټولنه کې د دې فولکلوري شعر د دریځ او پر خلکو باندې یې د تاثیر په باب نظر وړاندې کوي.

الفت صاحب په خپل دې کتاب «پښتو سندرې» د لنډیو د بحث په ترڅ کې د لنډیو ځینې بیلګې را اخیستې دي او د لنډیو د هنري جوړښت او ښکلایز اړخه یې لنډې تبصرې هم ور باندې کړې دي.

د لنډیو د بیلګو په پای کې یې په لمنلیک کې د لنډیو د را ټولولو او نقلولو منبع ته داسې اشاره کړې ده:

«څه لنډۍ له (ملى سندرى) واخستل شوى او ځينى لنډۍ ښاغلى (پرهيز) او ښاغلى محمد على (لونګين) راكړيدى چه د يادولو حق لرى.» (الفت ګال پاچا، پښتو سندرې، کابل، ۱۳۲۵ کال، عمومي مطبعه، د ۱۹۶ مخ لمنلیک)

استاد الفت د خپل دې کتاب د لنډیو د بحث په پای کې د هغه وخت د لنډیو نمونې هم را اخیستې دي جې زه یې د لنډیو د دې بحث د پای له پاره ځینې خوږې او جالبې لنډۍ را نقلوم:

راځئ، راځئ چې لنډۍ وايو

لنډۍ لاښې دي د يار غم غلطوينه

ملا! آذان ته بېړه مه كړه

زه د آشنا په غېږ كې اوس ور ولوېدمه

وار مې د تورو زلفو تېر شه

اوس مى په تورو زلفو نه نښلي بازونه

خلک جوړه، جوړه ويديږي

زه كم نصيبه يار په خوب لانه وينمه

چې زه كور نه يم ته رامه شې

تا له به كور په بڼو څوک جارو كوينه

ټينګه مې مه نيسه په غېږ كې

سبا به بوى د لونګين در ځنى ځينه

له مانه ته ښه ېې چلمه

چې جانان خوله درباندې ږدى دواړه لاسونه

د ورځى تورې سترګې ګرزم

د شپې په لپو، لپو اوښکې تويومه

اميره ستا نوكران ډېر دي

د سپنې خولى نوكر را پرېږده چې راځينه

هغه ساعت به لوى قيامت وي

چې زوړ سړى په چټې واچوي لاسونه

تر دې خروړي سپي راتېرشه

تر دې ملالې خولې به زه در تېره شمه

ټپس د باز په نرخ  خرڅېږي

زه په دغه بازار سودا كله كومه

مسلماني په چا كې نه شته

مرور ګرزم څوک مى نه پخلا كوينه

دا به له مانه پوره نه شي

چې هر ساعت دې په جرګو پخلا كومه

زما زړګې د كاوون غر دى

په نورو ګرد وي په ما واورې وروينه

د نه ویشتمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *