لنډۍ

پوهندوی آصف بهاند

ټپې او څپې

د لنډيو د پیژندلو نوی آدرس

د اراکوزیا رادیو ټپې او څپې پروګرام

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه

یولسمه برخه

زما د زړه پر سر دې نوم دى

د اوبو غوړپ کولی نه شم، وران به شينه

اې د نیمروز بندره وران شې

په تا چې تېرشي، د کلو مسافر شینه

د پښتو ادب د فولکلوریکو ادبیاتو د پام وړ برخې(لندۍ) پسې زما هڅې جاري دي، کله په چټکه توګه او کله هم په ځنډ. د همدې ځنډ او بیړې په لړ کې دا دی وروسته له یو څه اوږدې مودې نه مې د لنډیو د څیړنې ، د منابعو د پیژندنې او را ټولونې په برخه کې بیا د لڼدیو د مقالو څو برخو باندې کاز بشپړ کړی دی چې هره برخه کې جلا منایع معرفي او نوې لندۍ وړاندې کیږي.

 د میډیا په بیلا بیلو برخو کې د خپلې څیړنې د دوام په لړ کې دا ځل د څیړنې پل د یوې رادیو سیمې کې ږدو، د اراکوزیا رادیوFM د «ټپې او څپې» خپرونه چې په اونۍ کې یو وار، د یوه ساعت له پاره خپریږي؛ خو له «ټپې او څپې» نه وړاندې په خپله اراکوزیا رادیو:

کله مې چې د دې رادیو په باب د څیړنې ور پرانست، سمدلاسه مې د دې رادیو په یو آدرس کې په ډیرې مهربانۍ سره دا مالومات مخکې کیښودل شو:

«د اراکوزیا اف ام په اړه
ارکوزیا راډیو یوه څلوریشت ساعته راډیو ده چې د ۲۰۱۰ کال اکتوبر میاشتې کې پرانیستل شوه، دغې څلوريشت ساعته راډيو ۱.۵ مليونه ھغه افغانان چې ډيری يې پښتانه دي او د افغانستان په ختيځو او سویلي سيمو کې ژوند کوي تر پوښښ لاندي راوستي. ارکوزیا د اوسني افغانستان د سویلي او ختیځو برخو پخوانی نوم دی. نوموړی راډیو اوس کولای شئ په ۹۰.۳ اف اېم خپو باندې واورﺉ. نوموړې راډيو د لرو پرتو سيمو پښتنو ته داسې تازه مالومات چې د ھغوی پر ژوند او دولت پورې تړاو لري خپروي.

اراکوزيا راديو بېلابېل کورني او بھرني خبرونه خپروي چې پکې حکومت داري، کرنې، امنيت، اقتصاد او  روغتيا سره سره د سیمه ایزو فرهنګو او دودونو لمانځولو ته هم ځانګړی پام کېږي.

ددې راديو ژوندۍ خپرونې به اوريدونکو ته دا موقع برابره کړي ترڅو خپلې انديښنې له ټولنې، حکومت او سوداګرو سره شریکې کړي چې پکې واليان، د روغتيايي او کرنيزو چارو کارپوھان، پر سوداګرۍ بوخت کسان، او مذهبي مشران شامل دي.

دا راديو به له دې سربيره د ټولنې غړو ته دا توان ورکړي ترڅو يو بل سره مالومات او نظریات شريک کړي.

د اراکوزيا اف ام خپرونې اوس مهال د جلال آباد، کندھار، قلات، ګرديز، خوست، اسداباد او لښګر ګاه په ګډون په پښتون ميشتو سيمو کې اوريدل کيږي. تر څلورو راتلوونکو مياشتو پورې به د دې راډيو خپرونې د ھېواد نورو سويلي او ختيځو سيمو ته هم پراختيا ومومي.»

http://www.arakozia.fm/ps/component/content/article/22-welcometoarakozia

د اوس له پاره زه د ارکوزیا رادیو د نورو خپرونو په باب څه نه وایم، دلته زما د بحث اصلي موضوع د یادې رادیو «ټپې او څپې» خپرونه ده چې لنډۍ او د لنډیو په باب خبرې او بحثونه خپروي.

د اراکوزیا رادیو په باب د مالوماتو له تر لاسه کولو وروسته مې د «ټپو او ځپو» په باب لټه پیل کړه، د مسولینو پته مې پیدا کړه، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه دا ایمل ور ولیږه:

«د اراکوزا ټولو چلوونکو ته سلامونه او درناوی!
د «ټپې او څيې» د چلونګو ښاغلي رضوان زرمتي او آغلې عادله حصین د پام وړ!
زما تاوده سلامونه ومنئ، زما نوم آصف بهاند دی. زه پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم او وروسته له هغه چې په وطن کې د ټوپک شپیلۍ په غږیدا شوه، د وطن پریښودلو ته اړ شوم  او اوس د اروپا په ډنمارک کې استوګن یم، خو خپل فرهنګي کار ته مې دوام ورکړی دي. د فرهنګي کارونو یوه برخه مې د لنډیو په باب څیړنه ده
د میډیا له برکته ستاسو د «ټپو او څپو» له ښکلي پروګرام نه خبر شوم بیا مې ستاسو د لنډیو او عکسونو   پاڼې ته سر ور ښکاره کړ.
که د «ټپو او څپو» په باب او په ځانګړې پاڼه کې د عکسونو او لنډیو په باب مالومات راکړئ، د لنډیو په باب زما د څیړنې په بشپړتیا کې به مو مرسته کړې وي. د «ټپو او څپو» پروګرام په ورځ یا اونۍ کې څو ساعته یا څو ورځې خپریږي، له څه وخت نه یې خپرونې پیل کړې دي؟
که مو مفصل مالومات راکړ ډیره مننه او که مو ونه شو کړای، د دې کرښو د لوستلو زحمت مو را وبښئ»

دوی هم په ډیرې مهربانۍ سره زما د ایمل په ځواب کې د «ټيو او څپو» په باب داسې ولیګل:

«استاد محترم درناوی!

هیله ده چې روغ به یاست، دا چې ټپې او څپې مو خوښه کړې درنه مننه کوم دا ستاسو پېرزوینه ده په موږ.

ټپې او څپې کابو ۴ کاله کېږي چې په اراکوزیا راډیو کې روانه اونیزه خپرونه ده چې هره شنبې ماسپښین ۳ بجې پېلېږي او څلور یې ختم دی، زه رضوان او عادله یې پرمخ وړو موږ تر ډېره دې خپرونې ته نوې ټپې د اونۍ په لړ کې را غونډو تر څو له اورېدونکو سره نوې شرېکې کړو او نوې واورو د خپرونې بڼه همداسې ده چې که موږ کومه پخوانۍ یا هم تکراري ټپه واورېده نو اړیکه یې پرې کو د اورېدونکو ټپې د اراکوزیا فیسبوک پاڼې څخه هم لولو چې هره شنبې ددې خپرونې پوست په نوموړې پاڼه کې خپرېږي www.facebook.com/Arakozia.fm

همدارنګه په ژوندۍ بڼه تاسو کولی شئ دا خپرونه له دې تړون څخه واورئ www.arakozia.fm که مو زموږ په دې خپرونه ښه کېږي نو تر تاسو ځار.

مننه »

د اراکوزیا رادیو اف ام، «ټپې او څپې» خپرونه او بیا دې خپرونې ته په مخکتاب کې پاڼه پرانستل او د «هش تګ» په بڼه مطالب ایښودل چې تر ټولو پورې ورسیږي، د لنډیو د پیژندلو او را ټولولو له پاره یو ښه آدرس او منیع کیدای شي.

راغلو «هش تګ» ته، اوس داسې زمانه او وخت راغلی چې هر څه د منډو، پرمختګ او بدلیدو په حالت کې دي، دا بدلون په تخنیکي برخه کې ډیر ګړندی روان دی او په میډیا کې هم، د همدې ادلون بدلون په سلسله کې، د میډیا په کورنۍ کې نوي لمسیان کړوسیان او نوي نسلونه را منځ شوي او رامنځ ته کیږي. د دې نوي نسل یو نوی شوخ او نه ایلیدونکی بچی «Hash Tag»  نومیږي او په میډیا کې یې نښه دا ده:« # »

د نوې میډیا  د نوي نسل د پیژندلو په لټه کې مې د هش تګ په باب، د بي بي سي په پښتو ویبپاڼه کې یو وخت داسې مالومات تر سترګو شوی و:«

هش تګ (Hash Tag):

پر ټویټر ډیر کله د ځینو الفاظو تر څنګ دا # نښه ګورئ، دې ته هش ټیګ ویل کېږي.

دا نښه چې هر څوک په خپل ټویټ کې له یوه لفظ یا د څو لفظونو له ګډولې سره ور اضافه کړي نو دا ټول ټویټونه (پوسټونه) پر ټویټر سره یو ځای کېږي.

ډیر کله که یو څوک غواړي پر ټویټر د یو څه شي په اړه کمپاین یا مبارزه پېل کړي او یا هم په یوه موضوع د خلکو نظرونه را ټولول غواړي، نو دوی ورته ځانګړی هش ټګ جوړوي.

په دې ډول دغه کس کولای شي د ټولو هغو خلکو ټویټونه سره راټول کړي چې د موضوع په اړه یې خپاره کړي او دا ځانګړی هش ټګ یې په کې کارولی.»

 http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2014/06/140609_hq_social_media.shtml

د «ټپو او څپو» چلونکو، لنډۍ، د لڼدیو په باب مالومات، د لنډیو را ټولول او په غږیزه بڼه د لنډیو وړاندې کول په فیسبوک کې، د هش تګ په بڼه ایښی دی.

د دې پرګرام چلونکي لومړی د پروګرام نوم (ټپې او څپې) لیکي بیا یوه لنډۍ ږدي او ورپسې دا لنډ متن په هره برخه یا هره لنډۍ پسې ور اضافه کوي:«که ښکلې ټپې مو یادې وي، او غواړئ د ټپو او څپو په خپرونه کې شریکې کړئ، نو په کمېنټ کې یې پرېږدئ.
د اړېکې شمېره مو هم +798 903 903 ده.
«««««««»»»»»»»»»»
ټــــپــــې او څــــپــــــې: هره شنبه، ماسپښین درې بجې
چلوونکي: رضوان لرمل او عادله حصین
http://www.arakozia.fm

‫#‏ټــــپــــې_او_څــــپــــــې ‘

سپینې سپوږمۍ حال راته وایه

 زما جانان مجلس له چاسره کوینه

که ښکلې ټپې مو یادې وي، او غواړئ د ټپو او څپو په خپرونه کې شریکې کړئ، نو په کمېنټ کې یې پرېږدئ.

 د اړېکې شمېره مو هم +798 903 903 ده.

 «««««««»»»»»»»»»»

 ټــــپــــې او څــــپــــــې: هره شنبه، ماسپښین درې بجې

 چلوونکي: رضوان لرمل او عادله حصین»

https://www.facebook.com/hashtag/ټــــپــــې_او_څــــپــــــې?source=feed_text&story_id=1031712913547671

د «ټپې او څپې» خپرونې مسولینو د فیسبوک په چوکاټ کې د هش تګ په بڼه افغاني ټولنې، پښتني ژوند او لنډیو پورې اړوند ځینې داسې عکسونه شریک کړي دي چې لنډۍ  پرې د پاسه لیکل شوې ده چې عکس د لنډۍ محتوا څرګندوي. په دې بڼه د لنډۍ وړاندې کول او پیژندنه په لیدونکي او لوستونکي باندې ژور اغیز کوي او له ورایه له لنډۍ سره مینه پیدا کوي، لولي یې او زده کوي یې یا یې ځانته کاپي کوي. دا یې څو بیلګې دي:

ډیر ځلې داسې کیږي چې د صفحې  د مسولینو په غوښتنه لوستونکي هم د خپل زړه بړاس باسي، نوې یا زړې لنډۍ په کامنتونو کې ور اضافه کوي. دا یې دوې نمونې دي:

سلام می قبول کړی دوکتورس ملیحه باریکزۍ یمه له کابل شارسخه هیله ده زما دا ټپی مو د پام وړ وگرځی:

محصل شهید شو فارغ نشو

موریی په چیغو چیغوټول کړل کتابونه

صبر کوه اختر به راشی

چاچی روژی دی صداقت نیولی دینه …

او یا هم دا بیلګه:

توحیدالله یم له شینوارو څخه دا یو بیت درسره شریکوم.هیله لرم چی نشر شی

که ګناهګار یم ربه ستا یم

دپیغمبر امت می ولی ځوروینه

کله کله داسې هم شوي دي چې ځینې لوستونکي د تر بحث لاندې فولکوریک شعر(لنډۍ) او عادي مقفی شعرونو تر منځ یا په نه پوهیدنه او یا په تیر وتنې سره د یو نیم غزل ډوله شعرونو خینې بیتونه د لنډۍ پر ځای په کامنت کې ور لیکي. دا یې یوه بیلګه ده:

یوگل وی گلبوته کی نور اغزی پکی پریمانه

ژوندون کی یو جانان وی نور پردی پکی پریمانه

دیارسترگی جامونه سراهی یی دنگه غاره

سره خوله یی میکده ده جام منگی پکی پریمانه

اوجار دمیکده شه د دنیا شکلو بنگلو نه

دخمرو په جام مست روغ لیونی پکی پریمانه …

https://www.facebook.com/hashtag/ټــــپــــې_او_څــــپــــــې?source=feed_text&story_id=1031712913547671

په دې کار سره بې شمیرې نوې او زړې لنډۍ په دې پته را ټولیږي او خوندي کیږي. زه دا کار د نویو او زړو لنډیو د را ټولو او خوندي کولو له پاره ډیره ښه وسیله ګڼم، په دې شرط چې مسولین ستړي نه شي او د خوندي کولو له پاره یې منظم پروګرام ولري.

کله بیا د پروګرام چلونکي څو لنډۍ په ترنم سره په خواږه غږ کې په د یوه ټیټ او خواږه موزیک په ملتیا سره وايي چې هر اوریدونکی اړوزي چې تر پایه غوږ ورته ونیسي.

د لنډیو د پیژندنې او وړاندې کولو له پاره زه دا طریقه او دا لاره ډیره غوره ګڼم او د رادیو(اراګوزیا اِف اِم) د دې پروګرام د چلونکو دا کار ستایم او ډیر ښه یې ارزوم. زه د اراکوزیا اف ام رادیو په نورو خپرونو نه غږیږم چې څه ډول پیام لیږدوي، خو د لنډیو له پاره دا یو ساعته پروګرام او په مخکتاب کې یې پاڼه د لنډیو د پیژندنې، ټولونې او خوندی کولو له پاره ډیره ښه ارزوم.

دا هم له دې صفحې نه د څو نویو او په زړه پورې لنډيو انتخاب:

زما د زړه پر سر دې نوم دى

 د اوبو غوړپ کولی نه شم، وران به شينه

څنگه خواږه، خواږه راگورې
لمن دی ونیسه چی زړه در واچومه

ما درته ویل پوره بی نه کړې

د یارانې خبرې ډیرې گرانې دینه

زه په باران کی درته راغلم

ته می په شنه آسمان کی نه کوې پوښتنه

زه به نوکره ورله بوزم

په شینوګۍ دې تنور نه لمبه کوېنه

د اوسنو پېغلو ولوره

 زموږ د کلي ځوانان تا ورک کړي دینه

اې د نیمروز بندره وران شې

 په تا چې تېرشي، د کلو مسافر شینه

د زړه طاقت مې اندازه کړه

 غمونه دومره را کوه، چې وړی یې شمه

په نصیبونو به روغېږم
زه د آشنا روغې راستۍ وهلې یمه

مسافرو خوړلیه یاره

 بالښت دې شته او که په لاس کوې خوبونه

اېرې به ټولې پر سر باد کړم

 د مینې اور به دې په زړه کې وساتمه

ته په آباد محل کې اوسې

 زه به کنډر زړګی په چا آبادومه

باران ورېږي، کوڅه خټې

 پل مې معلوم دی، جینۍ مه خوره قسمونه

ترنیمو شپو پورې رانغلې

 په مادې سپي لا مازدیګر تړلی وونه

د یولسمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *