پنځه ویشتمه برخه
د لنډیو بڼ ته د نویو کلماتو راتګ
ما پخوا هم د لنډیو د مقالو په دریمه برخه کې چې د دوه زره څوارلسم کال د فبرورۍ په نهمه نیټه مې خپره کړې وه، ویلي وو چې په لنډیو باندې د پردیو لغاتو ، نومونو، سیاست، مذهب او نورو فرهنګي اغیزو تاثیرات باید محسوس وي،دپردي چاپیریال نوې نومونې،نوې تکنالوژي،نوي ترکیبونه،نوي فکرونه او… ځان په کې څرګندوي اوخامخا به په کې راځي. هغه څه چې ما د لنډیو د مقالو په دریمه برخه کې ویليدي، یوه برخه یې او څو بیاګې یې دا دي:
ــ ویښې جذبې،روغ توپانونه(دجهادي لنډیوټولګه)،لومړی ټوک،ټولونکی:عوض الدین صدیقي.
دایوه تیلیغاتي ټولګه ده چې لنډۍ کې دلاسوهنې په ډول دجهادبرحق توب اودکابل دحکومت اوروسانوپرضد لنډۍ اړول شوي دي.دلنډیوداټولګه عوض الدین صدیقي له خوا راټوله شوې ده،د ۱۳۷۰کال په حمل میاشت کې خپره شوې اواوس یې زه یوه کاپي په اختیارکې لرم.په پیل کې دراټولونکي په قلم یوه سریزه راغلې اوبیا لنډۍ دالفبا په ترتیب تقریبآ ۹۱۴ لنډۍ په کې راټولې شوې دي.دلنډیو په دې جونګ کې دلنډیو محتوی ډیره سلنه له مینې نه پل وړاندې ایښی دی.په دې لنډیوکې دحماسي مضمون منفي اړخ ته عمدآ زور ورکړل شوی اوددښمنیو،غچ اخیستنې،تورلګولواوبد رد ته زور ورکړل شوی دی اودښمنۍ،وینې تویولو،ورانيو اوتضادونوته لمن وهل شوې ده.ددې ټولګې په پای کې یونومښودهم راوړل شوی دی.
کومې لنډۍ چې افغانان له هیواد نه دباندې تخلیقوي،خامخا به ډیروطني رنګ ونه لري،رنګ بدلوي اوځانته په مثبت یا منفي لوري تغییرورکوي.دپردي چاپیریال نوې نومونې،نوې تکنالوژي،نوي ترکیبونه،نوي فکرونه او… ځان په کې څرګندوي اوخامخاپه کې راځي؛نوپه دې اساس ویلای شو:کومې لنډۍ چې له وطني چاپیریال بهرپه نورومحیطونوکې تخلیقیږي،لږیا ډیره سلنه دهماغوځایونورنګ اواثربه په کې ښکاري.همدا پښتانه چې په هروطن کې میشت دي،دهماغوځایونومنفي اومثبت اثرات به دلنډيودویونکودزړه دتڼاکویا غوټيوپه څیرپه لنډیوکې سر اوچتوي اوانځوریږي به.یوازې یومثال:
زما لالی ترکوچوسپین دی
له پیرنګي سره نوکردی توربه شینه
دایوه پخوانۍ لنډۍ ده،که دکوم مجبورزوریدلي زړه له نغري نه،په بیلابیلوځایونوکې یوآه یا غږراجګ شي اودهماغه وطن اوځای حالت په کې انځورکړای شي،نوداسې به وي:
زما لالی ترکوچو سپین دی
له ډنمارکي سره نوکردی توربه شینه
له جرمني سره نوکردی توربه شینه
امریکايي سره نوکردی توربه شینه
له عربي سره نوکردی توربه شینه
پاکستاني سره نوکردی توربه شینه
او…»
دلته به له یادې ټولګې نه (دجهادي لنډیوټولګه،لومړی ټوک)یو څو داسې لنډۍ د نمونې په ډول را واخلم چې په هغو کې نوي داسې کلمات کارول شوي دي چې له یوې خوا په اصل او پخوانیو لنډیو کې نه وو او له بل پلوه د لنډۍ د جوړونکي مقابل لوري ته د منفي نظر په څرګندولو سره د خپل زړه بړاس ایستلی دی:
په کمونستو دوکه مه شئ
دوی مزدوران دي، کریملین ته یې ګټینه(۲۵ ام مخ)
د مجاهد له سترګو جار شم
روس یې له لاسه سیاسي چیغې وهینه
په کریملین کې شیطان ناست دی
هره لحظه نړۍ فساد ته لمسوینه(۲۲ ام مخ)
جهاد د خدای له لوري فرض دی
ځوانان د خدای امر مني سر ورکوینه(۳۴ ام مخ)
خالقه کور یې په مرګ وران کړې
چې د هورا نارې وهي لاس پړکوینه(۴۲ ام مخ)
دا بریژنف لکه چې تور شو
چې په کابل هم د پراګ ګومان کوینه(۶۹ ام مخ)
سبا به بیا په سړک جنګ وي
نن په سړک غازیانو ایښي دي مینونه (۷۸ ام مخ)
مجاهدین په اتفاق دي
د دین په لار کې شیطانت نه قبلوینه ( ۹۶ ام مخ)
دا پاسنۍ لنډې او دې ته ورته نورې لنډۍ چې عمداً نوي توري په کې ور اچول شوي دي، چې څنګه د خلکو د نقد له میچنې تیریږي آیا منل کیږي که نه منل کیږي، دا وخت ته اړتیا لري.
استاد حبیب الله رفیع زموږ د هیواد له هغو څیړونکو نه دی چې د لنډیو په برخه کې یې د پام وړ او د قدر وړ کار کړی دی. په لنډیو کې د تورو او لغاتو د بدلون په باب استاد حبیب الله رفیع له هارون حکیمي سره په یوه مرکه کې یو څه رڼا اچولې ده. ده په لنډیو کې د تورو او کلماتو د بدلون په باب داسېویلي دي:
«… استاد: دا د ژوند د کولو لپاره، هر شی هڅه کوي ژوند وکړي، د هر څه مبارزه روانه ده، لنډۍ شفاهي شی دی، له يوې خولې بلې خولې ته ځي، له يوې سيمې بلې سيمې ته ځي، په دې لېږد کې داسې بدلونونه پيدا کوي چې غواړي پکې د خپل پايښت لپاره له هغو څخه کار واخلي لکه دا لنډۍ چې يار مې د کوټ زه د تيرا يم دا لنډۍ که خوست ته ځي، دا لنډۍ که د کوټ او د تيرا وي پنځه ورځې وروسته يادېږي ځکه که له خپلې سيمې سره مينه لري، نو په همدې اساس دا منطقوي نومونه بدلېږي، سيمه ييز اتلان پکې بدلېږي، په يوه لنډۍ کې په يو ځاى کې يو کس اتل وي خو هغه لنډۍ چې بل ځاى ته ځي بل اتل مومي، د هغه ځاى مشهور اتل ورسره اچول کېږي چې دا لنډۍ ژوند ورسره وکړي. حتى لنډۍ يو بل کمال هم لري، لغتونه بدلوي، د لغتونو په بدلېدلو سره ژوند کوي اوس دا لنډۍ د زرګونو کلونو لنډۍ ده:
سپوږميه سر وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه
دا (جون زانولسونيو) يو پښتو پوه څېړونكى دى هغه وايي چې دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريايان به د شپې لخوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې سپوږمۍ راوخېژي او دوى د سوما بوټي لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوي واى شيره يې خرابېدله، نو دوى به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست او ټول به راټول وو بيا به يې د دې بوټي لو کاوه او له هغه به يې شيره ايستله او له هغه به يې مشروب جوړول چې دوى ته ډېر مقدس وو او له هغه به يې استفاده کوله. دا لنډۍ يا له څوارلسم وړاندې ويل شوې، يا په داسې ځاى کې ويل شوې چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخېژي يا هر څه چې دي د مينې لخوا دا لنډۍ ورته ويل شوې ده چې:
سپوږميه سر وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه
نو په دې لنډۍ کې چې کوم لغتونه دي دا په ژبه کې عادي دي، فکر کېږي چې دا لغتونه يې هم د وخت په تېرېدو بدل شوي ځکه که هغه زاړه لغتونه واى نو په هغه څوک نه پوهېدل نو هغه يې همداسې پرې اېښي دي.
يادا چې:
مازديګرۍ دى ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه
دا د لمر پالنې د وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لوېده نو په دې وخت کې به لمر پالونكو عبادت کاوه دوى باور درلود چې په دې وخت کې هره دعا قبلېږي، نو په همدې اساس ګوري چې مينه (معشوقه) ښېرې کوي او هلته مازيګر دى نو وايي چې:
مازديګرۍ دې ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه
دا د هغه وختونو لنډۍ دی خو کليمې يې نوې دي او ټولې بدلې شوې يوازې فکر يې را لېږدولی دی، ما وويل، چې هغه يو کس جوړوي، ليکن د کس په نامه ځکه نه وي چې هغه ټولنې ته ځي، ټولنه يې لکه شعر هسې نقد کوي، ټولنه پرې نقد کوي، ډېر شيان ترې توږي، او خلک پکې ښکلي ښکلي لغتونه اچوي او خراب ترې باسي، نومونه پکې بدلېږي، ځايونه پکې بدلېږي په ټوله پښتونخوا ګرځي او ژوند کوي او ټول پښتانه ورسره بلدېږي.
حكيمي: تاسې د څو لرغونو لنډيو يادونه وکړه د تاريخ له نظره څېړونکو دا خبره تر کومه ځايه رسولې چې لنډۍ له کوم مهال راهيسې ويل کېږي.
استاد: د لنډيو لرغونتوب د آريايي سندرو له لرغونتوب سره سم دى، علامه کهزاد دې خداى وبښي هغو د افغانستان په تاريخ کې يو عجيب ابتکاري کار کړى هغه وايي چې په نړۍ کې د هېوادونو ژوند دوه برخې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، ليکن د افغانستان ژوند درې دورې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده، يوه د سرودونو او داستانونو دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، د سرودونو او سندرو دوره داسې مهال ده چې خط لا ندې رامنځته شوى، لېکن د ولس شعور د شعر په ژبه رامنځته شوي چې هغه لومړى ويدي سندرې دي، ويدي ورکې سندرې دي د آريانا ويجه په خاوره کې کابو څلورنيم پنځه زره کاله پخوا ويل شوې دي، بل د ريګوېدا ده چې دا هغه مهال دى، چې کله له بلخ څخه لېږدېدنې پيل شوې او آريايان له هندوکش څخه را واوښتل او پښتانه په موجوده پښتونخوا کې مېشت شول، يوه برخه آريايان پاس ته ولاړل يوه بله برخه هند ته لاړل په دې وخت کې د ريګويدا سرودونه ويل شوي چې پکې د پښتني سيمو د قبيلو، سيمو، سيندونو او ځايونو نومونه راغلي، په همدې دوره کې د پښتو ژبې کليمې هم ليدل کېږي او دا هغه وخت دى چې پښتو ژبې هم تشکل کړى، او دغه ادبيات پښتو ژبې ته له آريايي ژبو څخه له ويدا او اوستا څخه رالېږدېدلي دي، په دې اساس د پښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې ورپسې لنډۍ دي، دا له همغو آريايي سندرو څخه ډايرکټ يا نېغ په نېغه رالېږدېدلي دي، ځکه موږ د ماشومانو او ميندو په سندرو کې داسې مصرې لرو چې هغه سګنالونه دي او معنا نلري، چې دا ترې ښکاري دا د هغه وخت د ژبې لغتونه دي چې مستقيما راغلي او په پښتو کې پاتې دي:
اکو بکو سرسيندکو… هېڅ معنا نلري، يا هم اللؤ لؤ…»
پښتو لنډیو ته د نویو تورو د راتګ په باب ښاغلي انجنیر زهیر شینواري داسېولیکل:
«زموږ کلاسيک او معاصر ادب !
که کلاسيک ادب مو له بهرنيو كلمو لكه:شکوه، غماز، رقيب، چشمان، ګريبان، زلفان، بيابان، ما ه تا بان، ريګستان، شراب، ساقي، ميکده… ډک دی، نو معاصر شعر ته مو بيا د نوې ټکنالوژۍ د کلمو لکه: سکرين، فيسبوک، ډسکټاپ، ډيليټ، مسنجر… لوي سيلاب هم راروان دی.»
دغه راز د ښاغلي ډاکتر لطیف یاد په فیسبوک پاڼه کې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په نهمه(۹) نیټه یو شمیر داسې لنډۍ را ښکاره شوې چې په هرې یوې کې یې نوې نومونې، نوي لغات او د نوې تکنالوژۍ اصطلاحات لیدل کیږي.
ښاغلي انجنیر زهیر او ښاغلي ډاکتر یاد د لنډیو ځینې داسې بیلګې هم وړاندې کړې دي چې د دوی له خوا یاد کلمات په کې کارول شوي دي او زه یې بیلګې دلته ځکه نه را اخلم چې په لنډیو کې د یادو نوو کلماتو له پاره زموږ په خپله ژبه کې هم له پخوا نه توري او کلمات شته او کله چې په خپله ژبه کې د یو مطلب د ادا کولو له پاره خپله لغوي زیرمه ولرو، نو بیا اړینه نه ده چې د نورو کلمات د دې له پاره را واخستل شي چې داسې وښودل شي چې دا دی موږ په داسې کلماتو هم پوهیږو او نا وړه عواقبو ته یې پام نه وي. مثلا د سِیف کلمه چې موږ په خپله ژبه کې د خوندي کولو منل شوې کلمه لرو او د دیلیت له پاره د توږلو منل شوې کلمه لرو چې ما د لنډیو د مقالو په درویشتمهبرخه کې د استاد معصوم هوتک له قوله بحث ثبت کړی دی:
خو ځینې کلمات چې موږ په خپله ژبه کې معادل نه ور ته لرو کولای شو هغه د ژبنیو قوانینو له مخې را پور کړو. مثلا: راکټ، امریکا، سکر، سګرت، آنتن، چارج او…
دغه یې د لنډیو بیلګې دي:
کابل يې وران کړوران یې مه وای
لاس دې یې مات شي چا چې ویشتي راکټونه
جانانه سمه امریکا یې
هم ملامت یې،هم زارئ درته کومه
خاونده بیا دسکر غږشـــــــو
ورسره سم بیا کابـــل جان ژړا کـــویـــــنـــه
سګرته اوس به دې لمبه کړم
جانان زما دی خولګۍ تا ته درکوینه
دمداریانو استا کاره
توره مدیره کږه خوله دې پیژنمه
دیارمې سیمه غرنۍ ده
چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه
په موبایل کې بې چارج نه وي
اتومات وايي یاردې نه کړي ځوابونه
نوي لغات له نوې تکنالوژۍ او نوي ژوند سره د لنډیو لمن ته راځي، دا چې څه وخت او څنګه به ومنل شي، دا په خلکو او ټولنې پورې اړه لري، چې کوم شی مني او تلپاتې کوي یې او کوم شی غورځوي او هیروي یې.
د پنځه ویشتمې برخې پای