فکر کوم چې د واقعي احساساتو د بیان په لحاظ، لنډۍ په پښتو کې تر ټولو ازاد ادبي ژانر دی. په لنډیو کې د انسان لاشعوري تمایلات تر نورو ژانرونو زیات رابرسېره شوي دي. دا په دې چې پنځوونکو یې پر ځان سانسور نه دی لګولی. دلته به په ځینو لنډیو کې وګورو چې تر ظاهري خبرو ورهاخوا د انسان کوم پټ تمایلات په کې نغښتي دي:

خدای دې د دې وارې راجوړ کړه

خلک به وايي بخت یې تور دی یار یې مرینه

ارواپوهنه وايي چې انسان ته ځان تر هر څه مهم وي. ځانغوښتنه د انسان د ډېرو چارو واګي په لاس کې لري. څوک به وايي چې داسې نه ده، شته داسې کسان چې خپل ژوند د نورو لپاره وقف کوي او خپل عمر د انسانانو په خدمت کې تېروي. د دوی په ځواب کې به ووایم چې اول خو داسې کسان بیخي کم دي او هغه چې وي هم، یا به د مذهبي باورونو پر اساس د اجر او ثواب په نیت دا کارونه کوي او یا به د خپل انسانیت د ثابتولو په خاطر. که څوک یو مخ بې دینه هم وي، د ښو کارونو محرک یې په ټولنه کې د شهرت ګټل وي. که څوک په شهرت پسې هم ونه ګرځي، د ښو په کړلو سره یې وجدان کرارېږي، یو ډول روحي سکون او د زړه خوښي احساسوي. نو، په دې ټولو موردونو کې ځان ورته مهم شو. په پورته لنډۍ کې د چا یار مرګي حاله دی او هغه دعا کوي چې خدای دې یې دا وار ښه کړي که نه نو خلک به وايي چې د مېرمنې بخت یې تور و، ځکه خو سړی مړ شو. زموږ په ټولنه کې کله چې ناوې د خپل مېړه کور ته بېول کېږي، که پر دې کور هره ټکه پرېوځي، ناوې ملامته ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دا هر څه د هغې له شامته وو. د یار مړینه هر څوک دردوي خو د دې لنډۍ ویونکي ته دا خبره ډېره مهمه ده چې څوک پړه پر دې وانه چوي:

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی

په رنځ دې پرېوځي چې پوښتنې ته ورځمه

مینه داسې زوروره ده چې میین د خپلې میینې د لیدو لپاره ناکراره وي او پلمه لټوي. میین خپله لاره اوږدوي خو چې د یار د کور له مخې یو ځل تېر شي. له داسې کسانو سره اشنايي کوي چې خوښېږي یې نه خو د هغوی په پلمه د یار کوڅې ته ورتلای شي… او چې هېڅ لاره پاتې نه شي، د جانان ناروغه کېدل هم غنیمت ګڼي. سره له دې چې ناروغي به یې یار ځوروي خو دی د ځان غم کوي. د انسان یو بل پټ تمایل دا دی چې غواړي له بل سره په ښه کولو سره هغه د ځان پوروړی کړي. میین له خدایه غواړي چې پر یار یې داسې حالت راشي چې د ده مرستې ته اړتیا ولري، دی ورسره مرسته وکړي او ځان ورته شیرین کړي.

ارواښاد ګل پاچا الفت په غوره نثرونو کې یو ځای وايي چې انسان د خپلې نېکمرغۍ په خاطر نه وي خوشحاله بلکې د بل له بدبختۍ خوند اخلي، سپور په دې خوښ وي چې نور پلي دي، نه په دې خاطر چې دی سپور دی. له نورو سره سیالۍ، تر نورو د بروالي هیله، تر نورو د غوره والي غوښتنه، د انسان هغه پټې هیلې دي چې په ظاهره یې نه ښکاره کوي خو په زړه کې یې وي. په دې لنډۍ کې نجلۍ په دې نه ده خوشحاله شوې چې پر یار ګرانه ده او هغه په ګل ګلاب ویشتلې ده، بلکې په دې خوشحاله ده چې رقیبانو په دې حالت کې لیدلې ده:

په ګل ګلاب دې وویشتمه

تر لاس دې جار شم رقیبانو ولیدمه

انسان معمولاً د هر څه په بدل کې یو شی غواړي. که یو څوک بې له کومې تمې هم له چا سره ښه کوي، بیا هم دا تمه لري چې هغه یې وستايي او مننه ځنې وکړي. ان په مینه کې هم له مقابل لوري څخه مهرباني او مینه غواړي او که چېرې هغه لږه بې مهري وښيي، دا د ځان پر وړاندې ناانصافي ګڼي. په دې لنډۍ کې نجلۍ تر خپلې ملالې خولې په دې شرط تېرېږي چې یار یې هم تر خروړي سپي راتېر شي. په دې ډول له یوې خوا د خپلې ملالې خولې قدر زیاتوي او له بلې خوا د هغې په بدل کې له یاره هم غواړي چې یو څه ستونزه خو دې په ځان ومني:

تر دا خروړي سپي راتېر شه

تر دا ملالې خولې به زه در تېره شمه

زموږ په ټولنه کې اکثره ماشومان د مور مینه پوره نه احساسوي. میندې د کور په چارو ډېرې بوختې وي، اولادونه یې زیات وي، ځینو ته یې د اولاد نازول شرم ښکاري او ځینې یې د ماشوم ضرورتونه نه پېژني نو ماشومان په مینه ماړه نه وي. همدغه ماشومان چې لوی شي، له معشوقې او مېرمن څخه تمه کوي چې ویې نازوي. په حقیقت کې دوی د مور د مینې تنده په مېرمن ماتول غواړي. له بلې خوا زموږ د ټولنې ډېرې مېرمنې شرمېندوکې وي او په ندرت سره مېړه ته د خولې ست کولای شي. خو د خولې خوند هله دوچنده شي چې پخپله یې درکړي. په دې لنډۍ کې نرانو خپله دغه لاشعوري غوښتنه په ښکلې تشبیه کې بیان کړې ده:

په چلم دوې سکروټې خوند کا

لکه دوې بنې په سیالۍ خوله درکوینه

د انسان اروايي نظام سخت او ډېر منضبط قواعد نه مني. هر کله چې پر انسان له حده زیات قواعد لګول کېږي، په وجود کې یې یو ډول لاشعوري دفاعي میکانیزم هغه بغاوت ته هڅوي. که داسې ونه شي، انسان خپل تشخص او خپلواکي له لاسه ورکوي او بیا په یوه کاملاً منفعل شخصیت بدلېږي چې له ځانه به هېڅ اراده او فعاله هڅه نه شي ښودای. داسې کسان به یوازې هله ژوند پر مخ بېولای شي چې هر څه منظم، مقرر او په قانون او قاعدې برابر وي. خو، که چېرې دوی له نویو موقعیتونو او نویو ستونزو سره مخ کېږي، د دغو نویو ستونزو د حل لاره نه شي موندلای. له ښه مرغه اکثره وګړي د «بغاوت» په برکت له ډېرو کلکو قواعدو تښتي. یو له هغو پدیدو چې همداسې سخت قواعد لګوي، مذهب دی. ان هغه کسان چې په سخت مذهبیتوب تظاهر کوي هم په یو ډول نه یو ډول سره په ذهني بغاوت لاس پورې کوي. ما له ډېرو ملایانو په مذهب او ملا پورې جوړې شوې ټوکې اورېدلي دي. او ډېر خلک مې لیدلي دي چې له دغو ټوکو تر نورو ټوکو زیات خوند اخلي. په دې لنډۍ کې د همدې لاشعوري بغاوت څرک وینو:

د مجنون چارې په ما وشوې

چې لا اله وایم لیلا خولې ته راځينه

غچ اخیستنه د انسان په خټه کې اغږل شوې ده. انسان د نورو ظلم، تېری او جفا نه شي هېرولای او د ظالم او جفا کار تباهي غواړي. د عدم تشدد سرلاری مبارز نېلسن منډېلا وايي: «زه بخښلای شم خو هېرولای یې نه شم.» ان دغه د عدم تشدد مبارزه پخپله یو ډول غچ اخیستنه ده. په دې لنډۍ کې ویناوال ان تر مرګ وروسته هم د غچ اخیستلو هوډ لري:

پر زړه مې ستا د جفا غږ دی

په تور لحد کې به ښېرا درته کومه

هر کله چې یو څوک واقعي یا خیالي نیمګړتیا ولري، تر نورو ځان کم ګڼي او د حقارت احساس کوي. د حقارت احساس ځوروونکی دی او انسان مجبوروي چې چاره یې وکړي. هغه کسان چې پر ځان باور لري، په مثبتو هڅو ځان داسې مقام ته رسوي چې تر نورو بر وي. خو، هغه کسان چې دا کمال هم نه لري، په خیالي جبران لاس پورې کوي. د خیال پلو په دنیا کې ځان ته لوړ مقام ټاکي، یا پر نورو ملنډې وهي او د هغوی بروالی ننګوي، یا دا چې خپله نیمګړتیا په خیالي دلیلونو توجیه کوي. وګورئ چې دا پېغله خپل تور رنګ څرنګه له بدرنګۍ ژغوري:

چشته مې توره توره بولې

زه توره نه یم د لونګو ګنډه یمه

یا داسې:

څله مې توره توره بولې

تور خو لونګ دي، پاچاهان یې بویوینه

او هغه چې پخپله سپینه خو یار یې تور دی، داسې وایي:

جانان که تور دی، څه پیغور دی

بورا چې تور دی غنچه سپینه بویوینه

او تور هلک بیا خپل توروالي ته داسې ښکلا ورکوي:

د تورو ډیر قدر په کار دی

تور خو لونګ دی د لیلا په غاړه وینه

د حقارت د احساس یوه چاره تمارض دی. تمارض یعنې ځان په ناروغۍ اچول، حال دا چې هېڅ ناروغي یې نه وي. دا یو لاشعوري عکس العمل دی. په حقارت اخته کس غواړي د تمارض په وسیله د نورو خواخوږي او مینه خپله کړي:

ټک مې د ملا موریو وکړ

کټ کې مې پرېږدئ چې جانان مې ووینمه

په غرب کې یوې سروې ښودلې ده چې انسان هغه مهال خطا او تخلف ته زیات تمایل پیدا کوي چې تورې عینکې په سترګو کړي. ښايي وجه به یې دا وي چې له تورو عینکو سره انسان ته دا احساس پيدا کېږي چې نور یې سم نه شي لیدای. په تیاره، ګوښه او خوندي ځایونو کې انسان ګناه او تخلف ته هوسېږي. دغه لاشعوري تمایل په دې لنډیو کې ښه څرګندېږي:

خدای دې په تنګ چوله کې راکړه

چې د پتنګ په شان غوټې درباندې کړمه

تنګه چوله کې دې خدای راکه

چې څنګ په څنګ مو سره وشي دیدنونه

مینه حسادت پاروي او حسادت لوی سرخوږی جوړوي. هېڅ مېرمن دا نه شي زغملای چې مېړه یې له بلې سره اوسي. یوه مېرمن د حسادت اور د دوزخ تر لمبو زورور بولي:

بنې بنتون راباندې تېر شو

زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه

——————————

د ډاکتر زغم نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *