لنډۍ

۱

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه

شپاړسمه برخه

د لنډیو د منابعو د پیژندلو او د لنډیو په باب پر نظریاتو باندې د بحث په لړ کې اوس تم کیږم یوه د بحث وړ نظر ته. څه موده پخوا پیاوړي شاعر او محقق باري جهاني د پښتو ادب په باب د یوې رسالې په اندازه یوه لیکنه خپره کړه. ده د دې لیکنې په ترڅ کې د لنډیو په باب هم نظر څرګند کړی دی. جهاني صاحب خپلې دې لیکنې ته «د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه» سر لیک ټاکلی دی. دا څبړنه څه د پاسه اویا مخه ده او د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په وروستیو کې په ځینو ویبپاڼو کې خپره شوه. جهاني په دې څیړنه کې د پښتو ژبې د نظم پر ډولونو او ځانګړنو باندې بحث کړی دی. د ځینو برخو د معرفۍ په څنګ کې پر پښتو لنډیو هم بحث کړی دی. جهاني د خپلې رسالې په پیل کې د خپلې لیکنې هدف داسې په نښه کوي:

«پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای، خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو. کله چي د نظم خبره رامنځته کوو، نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.»

جهاني د خپلې لیکنې په لړ کې د پښتو نظم پر نورو توکو هم غږیدلی دی، چې زه دلته کار نه ور سره لرم. دلته زه د ده پر هغو نظریاتو غږیږم چې ده د لنډیو په بحث کې مطرح کړي دي.

ښاغلی جهاني د لنډیو د بحث په پیل کې د لنډیو په باب هماغه د نورو خلکو خبرې کوي، خو لږ په نوې بڼه. دا د لنډیو په باب د ده د خبرو یو برخه ده:

« د پښتو ژبي په فوکلوري نظمونو کي یوازې لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یوه لنډۍ د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړه سوې وي خو چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلې نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.»

په دې رساله کې چې کوم بحث جهاني د لنډیو په باب کړی دی، څو ټکي په کې د پام وړ دي:

۱ــ لنډۍ د پښټني ټولنې او پښتني ژوند تر ټولو ښه او مستند تاریخ او ښه هنداره ده،

۲ــ د پښتو ژبې ډیره سلنه لنډۍ چې تخلیق یې ښځو ته منسوب دی، دا د ښځو نه، بلکې د نارینه وو تخلیق دی،

۳ــ د لنډیو لرغونوالی څومره چې فولکلور څیړنکو ښودلی دی، دا مستند نه دی،

۴ــ هر څوک کولای شي چې لنډۍ په خپل نامه ثبت کړي.

د لنډیو په باب د جهاني صاحب پر دې هر یو نظر به د نورو څیړونکو نظریاتو ته په پام سره خبرې وکړم:

۱ــ لنډۍ د پښټني ټولنې او پښتني ژوند تر ټولو ښه او مستند تاریخ او ښه هنداره ده:

جهاني د خپلې لیکنې«د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه» د لنډیو په بحث کې د لنډیو په باب ویلي دي چې لنډۍ د پښتني ژوند د یوې ریښتینې هندارې په توګه د هیڅ کلتور اغیز پر ځان نه دی منلی چې په رښتیا هم همداسې ده، دا د جهاني خپلې خبرې دي:

«لنډۍ، د اتڼ نارې او بابولاله(چي وروسته به بحث ورباندي وکړو) ښایی د پښتنو د کلتور او عنعناتو، د هغوی د ټولني او د هغوی د خپلو خصوصیاتو تر ټولو ښه او لرغوني ښکارندوی وي. که د پښتو نظم نورو شکلونو لکه غزل، رباعي، قصیدې او مثنوي، په یوه او بل رنګ، د ګاونډیو نظمونو تر اغیزې لاندي وده کړې وي، نو دا په پوره جرأت سره ویلای سو چي لنډۍ او بابولاله تقریباً د هیڅ کلتور تر اغیزې لاندي نه دي راغلې او د شکل او مضمون له پلوه یې بشپړه مستقله وده کړې ده. د یوې لنډۍ په همدغو نهو او دیارلسو سیلابونو کي هدف او موضوع، په مستقله توګه، داسي افاده کیږي چي د بلي لنډۍ سره تړلو ته چنداني ضرورت نه پاتیږي. لنډۍ د موضوعاتو له پلوه دونه غني ده چي د جنګونو له تودو سنګرونو څخه نیولې، تر مړاني او نامردۍ، د میني تر راز و نیاز، د ښکلا تر ستایلو، د خیالي ګودرونو سره د پیغلو تر پیزوانونو او پایزیبونو، تربورګلویو او تقریبا ټولو اجتماعي او اخلاقي موضوعاتو پوري پکښي نغښتي دي. زموږ په ګاونډیو کلتورونو کي د سیلابونو په دغه ترکیب او نظم او د موضوعاتو په دغه غنا او ښکلا د فوکلوري نظمونو مثال نه لیده کیږي.»

د لنډیو په باب دغه نظر نوی نه دی، بلکې له جهاني نه پخوا نورو کورونیو او بهرنیو څیړونکو او د نظر خاوندانو د لنډیو په باب همدا نظر وړاندې کړی دی او د لنډیو په باب زما د څیړنې په ځینو برخو کې په دې باب د نورو څیړونکو د نظریاتو تر څنګ، زما خپل نظر همداسې دی چې لنډۍ د پښټني ټولنې او پښتني ژوند تر ټولو ښه او مستند تاریخ او ښه هنداره وه او ده.

۲ــ د پښتو ژبې ډیره سلنه لنډۍ چې تخلیق یې ښځو ته منسوب دی، دا د ښځو نه، بلکې د نارینه وو تخلیق دی:

جهاني د خپلې رسالې د لنډیو په بحث کې د پښتني فولکلور څیړونکو خلاف ځینې نظریات وړاندې کړې دي. د پښتني فولکلور څیړونکو ډیره سلنه څیړونکي په یوه خوله دا خبره کوي چې د پښتو لنډیو ډیره برخه ښځینوو تخلیق کړې ده.

خو جهاني بیا وايي چې نه، کومې لنډۍ چې ښځینوو ته منسوبې دي، دا د پښتنو ښځينوو له لوري نه دي ویل شوې، بلکې دا په خپله نارینه وو ویلې دي او په ښځینوو پورې یې تړلي دي. ښه مثال یې هم حماسي لنډۍ ښوولې دي. جهاني په دې برخه کې داسې استدلال کړی دی:

«دغه راز دا خبره زما په عقیده د تاءمل وړ ده چي وایی اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي او جوړي کړي دي. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسوادو ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ویلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي. اولسي شاعرانو دا غوره بللې ده چي خپل جنګي میړونه د ښایستو پیغلانو په واسطه جنګ ته وهڅوي، او بیا نو وعده ورکړي چي که په جنګ کي ټپي سو نو، پر هغه باندي مینه او د هغه په نامه ناسته ښایسته پیغله، به د هر پرهار د ګنډلو سره یو ځل خوله ورکوي. او که چیري شهید سو نو دا به خپل سور شال د هغه پر زیارت وغوړوي او که یې چیري په جنګ کي بې ایماني وکړه او پر شا راغی نو هغه ښایسته پیغله به چي د ده په تمه ناسته ده په همزولو کي څوړي سترګي ګرځي. نارینه شاعرانو د میني په برخه کي خپل د زړه بړاس ایستلی او ښځو ته منسوبول یې غوره بللي دي. وروسته داسي فکر سوی دی چي دا لنډۍ په حقیقت کي هم ښځو ویلي دي. البته احتمال لري چي ښځو هم د لنډیو د جوړولو په برخه کي یو څه ونډه اخیستې وي، خو زه فکر نه کوم چي د پښتني ماحول شرمیندوکو، حیاناکو، او له تقریبا ټولو اجتماعي حقوقو څخه محرومو ښځو دي د لنډیو په ژبه د میني د اظهارولو زړه کړی وي. هغه پیغلاني به چي حتی نن ورځ د یوه مشروع میړه د انتخابولو حق نه ورکول کیږي او که چیري د پلار او مشرانو د اجازې او خوښي پرته ځانته د ژوند ملګری انتخاب کړي د وژل کیدلو له خطر سره مخامخ کیږي، هغوی به، دوه درې او حتی څلور سوه کاله مخکي، څرنګه په دومره ښایستو کلماتو د خپلي سوځنده میني د اظهارولو جرأت کړی وي. په هغه اندازه چي د پښتنو په تاریخ کي ښځینه شاعراني د ګوتو په شمیر دي، په هغه اندازه يې د لنډیو شاعري هم کمه ده او که یې چیري لنډۍ جوړي کړي وي هم به د ګوتو په شمیر وي.»

زه ښاغلي جهاني ته او د ده نظریاتو ته له درناوي سره سره، د ده له دې نظر سره موافق نه یم او دا د یو انسان او د یوې پښتنې له استعداد نه منکریدل ګڼم او د ټولنې د یوه قشر پر استعداد باندې یې خاورې اړول ګڼم. د لنډیو په باب له پیل نه تر نن پورې ډیره سلنه فولکلوریستان او څیړونکي په دې عقیده دي چې د لڼډیو د ډیرې سلنې تخلیقونکي، پښتني پیغلې او میرمنې دي چې د بند ټولنیز چاپیریال او په دې چاپیریال کې پر دوی باندې د شوو ظلمونو انعکاس او د خپل دردیدلي زړه غږ یې په کې اوچت کړی دی.

په تیرو زمانو او اوس هم په ډیره سلنه هغو سیمو کې چې پښتني میرمنې په ورته شرایطو او تړلو چاپیریالونو کې ژوند کوي، د غږ د اوچتولو او د زړه د بړاس د ایستلو یوازینۍ لار همدا د لنډیو ایجاد دی. ډیر اوسني ژوندي څیړونکي د همدې پاسني نظر پلویان دي لکه: سلیمان لایق، حبیب الله رفیع، اعظم سیستانی او نور.

سلیمان لایق د لنډیو په باب د خپلو څیړنو په یوه برخه کې د لنډیو د ډیرې سلنې تخلیقونکې ښځې ګڼلي دي. لایق د «پښتو لنډۍ» (پښتو لنډۍ،دافغانستان دعلومواکاډیمي،پښتوټولنه،۱۳۶۳ ل کال) نومې ټولګې په مقدمه کې پر لنډیو باندې ډیره اوږده څیړنه کړې ده او په ځانګړي ډول یې د لنډیو په تخلیق کې د ښځو رول باندې خبرې کړې دي. ده په خپله لیکنه کې دې موضوع ته دا سرلیکونه ټاکلي او بحث یې ور باندې کړی دی:

ــ لنډۍ د ښځې د تاریخي، اجتماعي موقعیت صادق ویندوی(د مقدمې شپږ دیرشم مخ)

ــ په ښځمنو لنډیو کې د اعتراض تاریخي سر چینه(د مقدمې یو څلویښتم مخ)

لایق په پاس یاد اثر کې د لنډیو په باب د خپلو نظریاتو په یوه برخه کې داسې ویلي دي:

«څنګه چې ډیره سلنه لنډۍ دښځوله خوا تخلیق شوې دي، نو هر کله که څوک پنځه لنډۍ ووايي، یا یې واوري، یا یې ولولي؛ نو لیدل کیږي چې له هغو پنځو لنډیونه په دریو کې، یا ښځه خبرې کوي، یا د ښځو په باب خبرې کیږي.

په لنډیو کې د ښځو دریځ د هغو دودونو پرخلاف لیدل کیږي، چې د هغو له مخې په ټولنه کې له ښځو سره ناوړه چلند کیږي. کوم دريځ چې ښځه په افغاني ټولنه(په ځانګړي ډول پښتني ټولنه) کې لري، په لنډیو کې ښځه د هغه دریځ پر ضد را جګیږي، غږ اوچتوي، انتقاد کوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خپلو حقوقو د غوښتلو مسآله مطرح کوي. د لنډیو میدان دومره پراخ دی چې ښځه کولای شي  د هرډول کورنیو، کلیوالي، قبیلوي، ښاري او نورو چاپیریالونو د منفي اړیکو پر ضد خپل غږ اوچت کړي، خپله مینه څرګنده کړي، د درد، غم، خوښيو، ظلم، تیري، عدل او… په باب خپل احساسات څرګند کړي او په ځانګړي ډول د ټولنیزو ظالمانه نا وړه شرایطو پرضد غږ اوچت کړي.»(د مقدمې۴۱-۴۷مخونه)

 د نجونو او ښځو له خوا د تخلیق شوو لنډیو څو نوې او زړې بیلګې:

پریږده چې بند په بند مې پرې کړي

ما چې د ژڼو یاري کړه مرګ ته ور تلمه

چیرې پناه شوې په غم ورکه

ما په اوښانو بدلوي، تا غرقوینه

پلاره کوډله دې ایره شه

سورکۍ مڼه دې په کارغانو وخوړمه

د دې برخې د ښه پای له پاره دا څو لنډۍ:

د کلي یو نوي کوڅې دي

جانانه ستا لیدو ته چیرې ودریږمه

وطن د غلو شو د ملا شو

په هر یو اړخ د بې وطن ټاپې ارمه

پاس په هوا اوسیدی نه شم

په اوبو وچه خو ځای نه راکوینه

وطن دې ستا وي ملا ګله

د تا فتواوو ته به څوک ځان ټینګوینه

د ربابو به دې څونډی شم

له ملایانو نه مې پټ ساته مینه

ته به بیا راشې که را نه شې

تورې کوڅۍ مې در ته سپینې کړې مینه

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *