لنډۍ

۳

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه

اتلسمه برخه

د لنډیو په باب چې که د هر بهرني او کورني څیړونکي بیانې، مقالې، کتاب او بحث ته مراجعه وشي، ټول په یوه نظر دي چې لنډۍ مشخص ویونکی نه لري، د لنډۍ ویونکی مالوم نه دی او لنډۍ د ټولو خلکو مال دی.

دا چې لنډۍ باید مشخص ویونکی یا مالک و نه لري او که یې څوک په خپل نامه او د خپل تخلیق په توګه وړاندې کوي، دا په رڼا ورځ غلا بلل کیږي، ما د لنډیو د مقالو د همدې سلسلې په دویمه برخه کې د لایق استدلال را اخیستی دی چې دلته یې بیا تکرار اړین ګڼم. ښاغلی لایق دافغانستان دعلومواکادیمۍ په نشراتي ارګان کابل مجلې د۱۳۸۶ هجري شمسي کال په ۱- ۲ ګڼه کې،« دلنډیومسخ کوونکي » ترسرلیک لاندې په زړه پورې بحث کړی دی او دا یې په نښه کړي دي چې، که لنډۍ څوک په ځان پورې منسوبې کړي، نو اصیل فولکلور ته به یې ډیرتاوان رسولی وي او دا یې هم ښوولي دي چې د تاریخ په اوږدو کې چا او چا دا کارکړی دی. دی د خپل بحث په ترڅ کې داسې وايي:

« … هغه کسان چې د ولسي لنډیو د ثبتولو او د هغو د فکر او فورم د غلا کولو او مسخ کولو له لارې د خپلو ځانګړیو مجموعې او دیوانونه خپروي، د اسطورو او فولکلورونو په مسخ کوونکو او ادبي جعلکارانو کې شمیرل کیږي. په وروستیو کلونو کې چې لنډیو مقبولیت پیدا کړی دی او د نړیوالو پاملرنه یې ځانته را اړولې ده، له دې سره غبرګ دا ستونزه هم رامنځ ته شوې ده چې ځینې ښاغلي د ځاني لنډیو هستونو او چاپولو ته هڅیدلي دي. ځینې خو لا د پښتني فرهنګ ودې ته د خدمت په نیت داسې هم کوي چې خپلې لیکلې لنډۍ له ولس څخه د را ټولو شویو لنډیو سره په مخلوط توګه او بې تفکیکه چاپ ته رسوي او خپروي یې … »

دغه کار د لایق له نظره «په رډه رڼا ورځ غلاکول او د تاریخ مسخ کول دي» او هغو کسانو چې دا کار کړی دی، لایق په خپله لیکنه کې، یو په یو ښودلي دي.

لایق د کابل مجلې د ۱۳۸۶ کال په لومړۍ، دویمه ګڼې په اولسم مخ، اومه او اتمه ګڼه شپږم مخ کې د همدې بحث د دوام په لړ کې څو ځایه وایي: رفیع او هیوادمل، د فولکلور د ساحې د متخصصینو په توګه باید په جدي ډول د نویو لنډیو جوړونکو مخه ونیسي، خو رفیع او هیوادمل بیا استدالل کوي چې هرڅوک خپله باید پام وکړي، موږ چاته دستور نه شو ورکوالی.

د رفیع اوهیوادمل د دې نظر په اړوند، لایق په پاسني یاد اثر کې په سختګیرانه ډول وایي:

»له غلو او مسخ کوونکو څخه د لنډیو د ژغورنې، ساتنې او توثیق ګټوره او اغیزمنه لاره دا ده چې د هغوی د راټولولو، فهرست او زیرمه کولو له پاره د فولکولور د خوندي کولو نړیواله طریقه وکارول شي او د هغې په موجب ټولې چاپ شوې او نا چاپ شوې لنډۍ له نوي سره د همدې طریقې مطابق راټولې، ترتیب او زیرمه شي.»

لایق د همدې نظر د ټینګار په لړ کې داسې زیاتوي:

«په پښتو فولکلور کې دا یوعام او منل شوی اصل دی چې لنډۍ د اولس مال دی، نه د شخص. باید ځانته څوک دا حق ورنه کړي چې لنډۍ په خپل نامه ونوموي او یا یې د خپلو لنډیو په نامه چاپ کړي. که څوک دا کار وکړي، نو به یې اصیل فولکلور ته صدمه رسولې وي.»

دا چې د لایق له دې طرحې سره نور څیړونکي څه وایي، زه نه پوهیږم، خو زه خپله په دې نظر یم چې اوس ژوند بدل شوی، هغو پخوانیو ټولنیزو اړیکو کې ژور بدلونونه راغلي دي. کور، کلی، طرز تفکر، د ژوند وسایل، ارتباطات او … بدل شوي دي او ورځ تربلې بدلیږي پسې. که د لنډیو او نورو فولکلوري ژانرونو د ثبت څرنګوالی یا لیکل هم بدل شي، څنګه به وي؟ زه هم د دې نظرټینګ پلوي یم چې لنډۍ د یوه ټاکلي شخص مال نه، بلکې د ټولو خلکو مال دی. که یې څوک خپله هم جوړه کړي، حق نه لري چې خپل نوم په لنډۍ پسې ولیکي یا د لنډیو کومه ټولګه په خپل نامه چاپ او خپره کړي؛ خو که یې ثبتول همداسې پریښودل شي، نو د هغو لنډیو سرنوشت به څنګه شي چې نه دي ثبت شوې؟ وبه یې ګڼوچې په هیواد کې حالات هماغسې پرځای پاتې دي، په هیواد کې دننه هم حالات بدل شوي، خو له هیواده بهر داسې نه ده. له هیواد نه د باندې په زرګونو، لکونو حتی په میلیونونو افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره دي، د دغو خورو ورو افغانانو په منځ کې نه هغه اړیکې شته او نه هغه طرز تفکر، خو پښتانه او د لنډیو ویونکي او رامنځ ته کوونکي شته، لنډۍ تخلیقوي او د نوي چاپیریال او د هغو د خوښیو اوغمونو څرنګوالی په کې منعکسوي او…

ما خپله په شخصي او رسمي محافلو کې په لسګونو داسې لنډۍ له پیغلو، ځوانانو اوسپین ږیرو نه اوریدلي دي چې ماته بیخي نوې او نا ثبت شوې بریښیدلې دي او د لنډیو هغه ثبت شوې او چاپ شوې ټولګې چې زما له نظره تیرې شوې دي، د دغو لنډیو څرک هم په کې نه لګیږي؛ د همدې اړتیا له مخې اړینه ده چې دا نوې تخلیق شوې لنډۍ ثبت او خوندي شي او که ثبت نه شي له دې سره به څه ډول چلند کیږي؟ آیا د نویو لنډیو د نه ثبت د پالیسۍ له مخې به دغه په زرګونو نوې لنډۍ د نابودۍ له غمیزې سره مخ نه شي؟ او که دې پالیسۍ ته پریښودل شي چې لنډۍ دې وروسته له تخلیق نه باید له ولسي آزمون نه بریالۍ را ووزي، چاڼ دې شي، چې د ولس له خوا ومنل شوه، بیا به یې کوم فولکولوریست ثبت کړي. دلته دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې له افغانستان نه د باندې، حتی په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان په څیر روابط نه شته او څومره چې یو افغان مهاجر له وطن، کلي، کور او نغري نه لرې کیږي، په هم هغه اندازه روابط او قوانین سره بدلیږي، هر څه په بل ډول عیاریږي؛ او د دغو بدلونونو انعکاسات د یو انسان په ذهن کې بل ډول مسایل رامنځ ته کوي؛ نو همداسې د لندیو د تخلیق پروسه کې هم بدلونونه رامنځ ته کیږي او د اروپا په دې پرمخ تللې ټولنه کې کیدای شي د نوې تکنالوژۍ له بدلون سره ژوند داسې په ګړندي بدلون کې وي چې د لنډیو د چاڼ د پروسې له پاره اصلاً څوک وخت هم ونه لري، نو که لنډۍ له رامنځ ته کیدو سره سم ثبت شي، ښه به وي. کیدای شي له هیواد نه د باندې د افغانستان په څیرهغسې ولس او هغسې ټولنه نه وي، چې ځینې د نظر خاوندان لنډۍ وروسته له تخلیق نه په کې د چاڼ او آزمیښت له پاره ږدي. د مهاجرت په چاپیلایر کې هغسې وطني ولس نه شته او نه هم داسې څوک چې دوی ته پاکه سوچه ژبه او کلتور ور وښیي چې د هغه کلتور په چوکاټ کې دې لنډۍ تخلیق او چاڼ شي او وروسته له هغه دې ثبت شي.

زه خو داسې وایم چې هر ډول لنډۍ چې چا اوریده، ثبتوي دې. یا له ځان سره، یا په کومه ویبپاڼه کې، یا په فیسبوک کې او یا هم د ایمیل له لارې دې له چا سره شریکه کړي او په دې ډول دې د کمپیوتر جال ته وسپاري. د خلکو او ټولنې له خوا یې د منل کیدو او نه منل کیدو مسأ له بیا په رښتیا هم وخت ته اړتیا لري چې کومې او څومره یې د وخت په تیریدو سره منل کیږي او یا له خولو او قلم نه لویږي. همدا اوس یې که قیاس کړو او اوسنی ژوندی نسل په دروو برخو وویشو، داسې به وي:

له سني پلوه هغه نسل چې عمر یې له شپیتو یا او یاوو جګ دی، خدای مه کړه که دوی ته اجل دروازه ور وټکوي، له هغو سره به شته زده کړې او تخلیق کړې نا ثبت شوې لنډۍ ضایع نه شي؟

د شلو او شپیتو په منځ کې ځوان نسل چې تر اوسه یو څه له ژبې او کلتور سره بلد دی، لنډۍ زده کولای، تخلیقولای او حافظې ته سپارلای شي، که دا هم د زمان تر میچنې لاندې د آزمیښت له پاره پریښودل شي او ثبت نه شي، بیا یې هم د ضایع کیدو خطر شته.

له بلې خوا همدا ځوان نسل د نوي وخت له نویو بدلونونو سره ځان مجبوراً بدلوي، او که د دوی نوې تخلیق شوې لنډۍ هم ثبت نه شي، نو څنګه به شي؟

له دې نه وروسته راتلونکی نسل دلته د مهاجرت په چاپیریال کې، دا دی زموږ ترسترګو وړاندې خپل هرڅه له لاسه ورکوي، له هغې ډلې نه د مورنۍ ژبې ویل او لیکل. له دوی نه د لنډیو د تخلیق څه چې د یوې لنډۍ د یادولو تمه هم بیا نه شو کولای.

نوي نسل له نوې تکنالوژۍ او نویو بدلونو سره ځان ګړندی بدلوي او که یې بدل نه کړي په دې نوې او پردۍ ټولنه کې له نورو ستونزو سره مخامخ کیږي. له دوی نه د دې تمه چې له مشرانو نه لنډی یادې کړي او بیا دې د آزموینې له پاره وساتي، یوڅه له تصورنه لرې ښکاري.د همدغو دلایلو له مخې که تیر میراث، چې تر موږ پورې را رسیدلای دی، چې یوه برخه یې همدا لنډۍ دي، ثبت اوخوندي نه شي، د بربادۍ له خطرسره مخامخ کیږي چې په ټول کې زموږ د فرهنګ اوتأریخ د یوې برخې پوپنا کیدل یې ګڼلای شو.»

له دغو نظریاتو سره سره، بیا هم جهاني صاحب وایي چې نه هر څوک کولای شي لنډۍ په خپل نامه ثبت کړي او د خپل بحث په لړ کې یې دا ویلي دي چې لنډۍ ویونکی باید مالوم وي:

«… که چیري یو شاعر د سل ګونو او زرګونو ښو لنډیو د لیکلو استعداد ولري، موږ څرنګه هغه په خپل کلام او کمال د فخر کولو له حق څخه محرومولای سو؟ پخوا چي لنډۍ لیکلي سوې نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي پریږدی چي په خپلو نومونو یې ثبت کړي او د رقابت په میدان کي ښې، ښکلي او غښتلي لنډۍ ایجاد سي »

زه خپله په دې عقیده یم چې د لنډیو ویونکی نه دی مالوم، دا ښکاره خبره ده چې لنډۍ ویونکی لري، خو د چا په نامه باید ثبت نه شي. لنډۍ دې جوړې شي، لنډۍ دې ثبت شي، خو نه د شخص په نامه.

د اتلسمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *