ګیله:

خدای دې ورسره پوه شي.نه پوهیږم چې څه دښمني یې راسره ده، تل مې ژړوي، له وړکتوبه تر اوسه زما نیمایي عمر او د ژوند خوږې شیبې د هغه له لاسه په ژړا تیرې شوې. نه پوهیږم چې هغه په کوم حق ما داسې ځوروي. هسې هم زه لږ په زړه نازکه یم، خوهغه مې په نه خبره دومره زړه نری کړي، چې سیل سیل اوښکې مې روانې کړي. که هر څومره ځان ترې ساتم خو چې ورسره مخامخ شم بس بیا به یې بې له کومه دلیله په ژړا کړې یم، هره ورځ مې همدا کار دی اوس خو بیخي له دې ډول ژړا سره عادت شوې یم. کله کله خو مې له ځانه سره وایم چې نور به یې هیڅ کله نه یادوم او نه ګورم، خو نه کیږي. مجبوره یم چې هره ورځ یې ووینم. دا پوښتنه مې هم په وار وار له ځانه کړې، چې ولې د هغه په وړاندې ځان دومره کمزورې احساسوم؟ خو بیا چې له چا سره دا خبره شریکه کړم، نو وایي چې پروا نه کوي هغه همداسې دی، ځینې کسان د هغه په وړاندې همداسې کمزوري کیږي، او زما په څير ډيرې نجونې او ښځې د هغه له لاسه هره ورځ په سرو سترګو ژاړي او د خلاصون کومه لار هم نه لري. نه پوهیږم چې دا ظلم به تر کومه روان وي؟

ګوره غلط فکر ونه کړې! پیازنه ښیم. د تناره لوګی یادوم.

د مور سره ټوکې:

سپین ویښتان یې تر ټکري راوتلي و، تر څنګ مې کښیناسته،څو شیبې وروسته یې په خوږه هزارګي لهجه پوښتنه وکړه: څو بجې دي؟

تلیفون ته مې وکتل،ځواب مې ورکړ: دولس او شل

له جیبه یې موبایل تلیفون راویست وویل: په دغې زه نه پوهیږم کنه له ماسره هم شته!

د زوی مې دی بیګاه یې تر بالښت لاندې ایښی وو ترې پاتې شوی.

د خویندو له لاسه مې له ځان سره راوړ، که لاس پرې ووهي بده پرې لګیږي،بیا به یې په دیوال وولي دا څوم تلیفون دی چې مات یې کړ.

څو شیبې وروسته یې وخندل وویل: بیګاه ته یې اول ښه ځورم ورته وایم چې تلیفون دی څه کړي مه کوه چې نور ورته پام کوي.

په زړه کې مې له هغه هلک سره کینه پیدا شوه بیګاه به یې مور ټوکه ورسره کوي، خو خدای خبر چې دی به ورسره وخاندي که د عادت له مخې به موبایل په دیوال وولي!

نارینه نه ژاړي:

په دولس کلنۍ کې یې پلار ومړ. د پلار له مرګ یې یوه میاشت تیره شوې وه، ده یې له خویندو سره سم ژړل، چې مور او ترورګانو یې ورته وویل: نارینه نه ژاړي! ته دې اوس د پلار په ځای د کور مشر یې. مور یې د پلار کالي ورته لنډ کړل واسکټ یې هم ورکړ هغه لږ په کې اوږد وو خو مشرې ترور یې ورته ویل: له شانه بلکل د پلار په شان ښکارې اغونده یې! زما د ورور مینه درباندې ماتیږي. د کوڅې د بر سر له خټګر سره مزدور شو یو څو ورځې یې له خپل ناڅاپي لویوالي خوند اخیست. ورو ورو هر څه ورته سختیدل د کار مشر یې نور د لومړیو ورځو په څير اسانه کارونه نه ورسپارل.

په هغه ورځ یې تر غرمې بام ته د خټې د کش کول کار وکړ. ښه ستړی کورته راغئ، خور یې ورته وویل کور کې هیڅ نه و چې پاخه یې کړم که چای او ډوډۍ خورې چې درته رایې وړم؟ ده په غریو نیولي غږ چیغه پرې وکړه: نه یې خورم مه یې راوړه. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې په منډه له ګوټې ووت. په انګړ کې یې د پلار د لاس کرلی پالیز زیړ شوی و، شاوخوا یې په کې وکتل یو ژیړ بادرنګ یې پیدا کړ، په دواړو لاسونو یې کش کړ خو ډنډر یې کلک وو نه پرې کیدا د لاس تڼاکې یې سختې وخوږیدې، بادرنګ یې خوشې کړ لاس یې تر تخرګو لاندې ونیول وی وی یې وکړل ځو شیبې یې پورته کتل چې اوښکې یې ونه څڅيږي اخر غریو واخیست په ژړا کې یې وویل: ټولې دروغجنې دي! وایي نر نه ژاړي! ژاړي، ژاړي! ولې نه ژاړي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *