د هڅونې تاثیر

یو بوډا چې څو انځورونه ورسره وو، د انګلستان د نولسمې پیړۍ لوی شاعر او انځورګر دانتې ګبریل روسیټي ته ورغی، ورته ویې ویل: دا انځورونه ما کښلي دي؛ زه غواړم پوه شم چې ښکلي دي، که نه دي؟ او یا لږ تر لږه دا راته ووایه چې انځورګري به وکړای شم؟ ورته جوړ یم؟

روسیټي ته په اول نظر معلومه شوه چې بې ارزښته آثار دي خو څرنګه چې مات او مهربان انسان و، انځورونه یې په دقت وکتل او بیا یې تر وسه وسه په نرمه غاړه ورته وویل: مزه یې نشته او له دغو انځورونو خو دا نه رامعلومېږي چې د نقاشي استعداد به دې څنګه وي.

بوډا مړاوی شو، البته داسې نه ښکارېده چې د دا رنګه خبرې د اورېدو انتظار به یې نه درلود؛ ده له روسیټي بخښنه وغوښته چې وخت یې ورنیولی دی او بیا یې له یوې بلې کڅوړې څو نور انځورونه را وایستل چې یوه زلمي رسم کړي وو.

روسیټي وویل: بد نه دي، ښه دي، دا زلمی د انځورګرۍ ښه استعداد لري، له ده سره باید پوره پوره مرسته وشي، که دی زحمت وباسي او د انځورګرۍ کار جاري وساتي، لوی هنرمن به شي.

دغه وخت روسیټي ولیدل چې د بوډا سترګې وځلېدې او په بدن کې یې یو حرکت پیدا شو؛ روسیټي پوښتنه ورنه وکړه: زلمی خو به دې زوی نه وي؟

ده ځواب ورکړ: نه ، زوی مې نه دی، دا زما د زلمیتوب د وخت انځورونه دي، د څلوېښت کاله پخوا؛ که ما هغه وخت دا تعریف اروېدلی وای، نو اوس به بل څوک وم خو ونه هڅول شوم او نقاشي مې څه موده پس پرېښوده.

یوازینی روان کس

د لوی سین په تل کې ژوي اوسېدل؛ سین روان و، سین څپاند و، اوبه بهېدلې خو ژوي د سین د تل او د څنډو په کاڼو او وښو پورې کلک نښتي وو چې هسې نه اوبه یې یوسي او خوني څپې یې سر په کاڼو ووهي.

وختونه اوښتل، اوبه روانې وې او د سین د تل ژوي د صدمې له وېرې ځای پر ځای پاتې وو؛ په دې منځ کې یوه ورځ یوه ژوي وویل چې ځای پر ځای پاتېدا یې زړه تنګ کړی دی، غواړي له روانو اوبو سره روان شي او د ژوند نوي رنګونه وګوري.

نورو ژویو که هر څومنع کړ او ورته ویې ویل چې د ژوند هغه طریقه مه پرېږده چې پلار نیکه دې خوښه کړې ده، مګر دی د ایسارېدو نه و، له ولاړ ژوند سره یې خدای پاماني وکړه او له څپو سره روان شو؛ ده چې روان ژوند نه و کړی، په اوله کې لږ بې تولې شو، څو ځله له کاڼو سره کلک ولګېد او دردونه یې تېر کړل، خو په لنډ وخت کې یې د پرمختګ چل زده کړ؛ ډېر څه یې ولیدل او د ټولو هغو ژویو پر حال یې افسوس وکړ چې د سین په تل کې د ژوند په زړو طریقو پورې ټینګ نښتي وو

هغوی چې به ده ته وکتل، وبه یې ویل: بزرګ دی، نه وېرېږي، بې وزرو الوځي او بیا به یې اواز ورباندې وکړه: اې بزرګه، دعا راته وکړه، ستا دعا قبلېږي!

ده به ورته ویل: بزرګ نه یم، بېخي ستاسې غوندې یو څوک یم، د دعا په تمه مه کښېنئ، بس دومره وکړئ چې را روان شئ، زما غوندې به، هغه ستاسو خبره، بې وزرو والوزئ؛ هلئ! برکت په حرکت کې دی!

خو دوی نه خوځېدل او په یوازیني روان کس پسې به یې ویل: بزرګ و خو ارمان ارمان، موږ یې لایق نه و، رانه تېر شو، رانه لاړ!

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *