راپور: نوررحیم عاطف||

په کندوز کې د لنکن ښوونیز او فرهنګي مرکز د پسرلي ادبي او کلتوري  ټولنې په همکارۍ د لیکوال او شاعر فدامحمد ارزښت په شاعرۍ او ادبي هڅو ویاړ غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه  کې چې د لنکن ښوونیز مرکز په کتابتون کې جوړه شوې وه  دکندوز ولایت مقام په استازيتوب  مالي اداري رییس میرویس ساپي دکندوز پوهنتو رییس دوکتور خیبر سیفي، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبید الله نیازي د ښځو چارو رییسې اغلې نصیبې هولکر،په کندوز کې دافغان شبکې مشرې اغلې لیدا فرحت، قومي مخورو سپین ګیرو، د رسنیو مسولینو د مدني او فرهنګي  ټولنو استازو ځوانانو او  د ارزښت صیب د شعر او شاعرۍ مینه والو ګډون کړی و .

غوڼډه د قرانکریم د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، د هیواد دملي سرودو له غږولو وروسته د بدلون راډیو خوږ ژبي ویاند او د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې د فرهنګي چارو مسوول مسعود حمیدي د ارزښت صیب لنډه پېژنده واوروله، ورپسې دکندوز پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور خیبر سیفي خبرې  وکړې ، له لنکن ښوونیز مرکز او پسرلي ادبي ټولنې څخه یې مننه وکړه چې د ارزښت صیب په ویاړ یې  دغه غونډه جوړه کړې وه.

خیبر سیفی زیاته کړه ، د خوشالۍ او د ویاړ ځای دی چې  پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه د یوښکلي دود ډبره ږدي او په دغه ولایت  کې شاعران او لیکوالان په ژوندوني نمانځي ا و قدرداني یې کوي .

لیکوال او شاعر او په کندوز کې د مدني ټولنو مشر  غلام حیدر حیدر  د ارزښت صیب دشعر په نازکخیالۍ وغږېده، او د ارزښت صیب شاعري یې تر ډیره د غزلبول او نازکخیاله شاعر ارواښاد محمدصدیق پسرلي شاعري په څیر وګڼله او زیاته يې کړه چې د ځینو بیتونو ژور فکر او نازکخیالي یې د اروښاد استاد پسرلي بیتونو ته ورته ده چې ځینې وخت سړی  داسې فکر کوي چې ګویا دابه  د پسرلي صیب بیتونه وي، حیدر صیب ددغه نازکخیاله شاعر لاندې څو بیتونه په مثال کې راوړل:

کله رسیدلي خام فکرونه تر منزله

دنګې ودانۍ خو له پخو خښتو جوړيږي

جذب د انسانیت مې له زړه څه پوښتې

پل په کاڼو تیږو کې توپیر لري

بې له حرکته پرمختګ نه وي

ډند چې شي اوبه نورې مردارې شی

سپین ویښته مې ږیزه کې زړښت نه دی

هیله له غرو هله شي چې واورې شي

وروسته په کندوز کې د ساپیانو دقومي شورا منشي استاد حفیظ الله شریف ، ډاکترسید رضا صبور ، د ځوانان د پارلمان وکیل قاری عبدالستار شمال، د ښځو چارو رییسې نصیبې هولکر ، داطلاعاتو او فرهنګ رییس عبیدالله نیازي د دبدلو۱ راډیو مسول نظیف الله نظیف دمخلص پروډکشن مشر اصف خان مخلص په نوبت سره د فدامحمد ارزښت په شاعرانه او ټولینز ژوند ،  ادبي هڅو او فعالیتیونو خبرې وکړې .

د غونډې په ورستیو شیبو کې فدا محمد ارزښت دريځ ته راوغوښتل شو،  ارزښت صیب له لنکن ښوونیز مرکز او پسرلي  ټولنې مننه وکړه چې  دده په  ویاړ یې شاعرانه ماذیګری جوړ کړی و، او همدا راز له ټولو هغو یې هم مننه وکړه  چې دده د ژوند او شاعرۍ په اړه یې مقالې لیکلي وې.

نوموړي وویل داسې فکر یې نه کاوه چې دده په شاعرۍ کې دې داسې څه وي چې  لیکنې دې پرې وشي، و دې ستایل شي او ملګرو ته دې دومره ارزښت ولري ، ارزښت صیب همداراز وویل چې دامې د یارانو او ښو دوستانو برکت دی چې نن ماته ارزښت راکول کیږي او ارزښت په دوستانو ارزښت دی، کنه هیڅ نه دی .

د غونډې په پاې کې د مشرانو له خوا ارزښت ته د درناوي په موخه د وقار شمله ورپسر او دمبارکې لپاره ورته په اوږو باندې چپنه وراچول شوه همداراز دکندوز پوهنتون ، اطلاعاتو اوفرهنګ د مدني ټولنو جوړښت د دکندوز ځوانانو پارلمان له خوا چې کومې ډالۍ او ستاینلیکونه چمتو شوي وو دمشرانو په لاس ارزښت صیب ته ورکول شول او غوڼده دمازیګر په ۵ بجو د استاد حفظ الله شریف له خوا په دوعایې لوستلو سره پای وموند.

نوررحیم عاطف ـ کندوز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *