عطا محمد ساهو

د بلخي شاعرانو غبرګې تذکرې یو تصادفي او آني عمل نه دی؛ بلکې د یوه فکري او مؤثر یون د کلونو مبارزې او زیار محصول او پیداوار دی. دا چې دا سپېڅلی او په ګوډو ماتو پښو تحرک او خوځښت له کومه او څنګه پیل شو، لږ شېبه درنګ او مکث ته ضرورت دی. ما به د راډیوګانو له لارې ادبي او فرهنګي خپرونې تعقیبولې او خپله عاطفي تنده به مې ور باندې ماتوله، د کابل راډیو له راډیو درام، میرزاقلم د کوېټې راډیو تر اخترجی او ملک جي، د راډیو بلخ جوړ تازه، د بی بی سی پېلوځې، کله ناکله نارنج ګل مشاعرې راپورتاژ او زاهدان راډیو پښتو خپرونې؛ خو ما تر هغه دمه د بلخ له لرغوني ښاره د کوم ادبي جریان ژوندۍ او خود جوشه کړنه او فعالیت ونه لید، چې هلته په یوه فکري کلیکتیف کې سره هم غږي او د فکري انسجام او ادبي تهذیب لپاره ارزښتناکه کار وکړو. ما به خپله فطري قریحه قبض کوله او هېروله، ځکه چاپېریال موږ ته سمبال نه ؤ. یوه ورځ مې یاد ده، کابو دوه لسیزې مخکې مې لومړی شعر د کارکولو پر مهال ذهناً زمزمه کړ او سم د لاسه مې د شعر او نظم په بڼه ولیکو. خبره اوږده نشي، چې تر دې مهاله ما د بلخ ولایت ژوندی پښتو ژبی شاعر یقینا چې نه پېژانده. دا تر کومه؟

ښه ځیر شئ نه مبالغه ده او نه تمایل، غلط نشم ۱۳۸۳ لمریز کال ؤ، چې د بلخ پوهنتون روڼ آندو زده کړیالانو یوه فرهنګي ټولنه جوړه کړه، چې ما هم پکې ګډون درلود. بالآخره د پرخې په نوم فرهنګي او ټولنیزه جریده په آتو A4 مخونو کې له چاپ را ووته او د مخکتنې غونډه یې وه. هلته ځوانانو، د سیمې مشرانو، فرهنګیانو او زده کړیالانو ګډون درلود او هر چا خپلې خبرې، شعرونه او مقالې ولوستې، چې ګڼ شمېر بلخیان بلبلان مې د خوږو نغمو په شور ولیدل. په دې لړ کې زما یو استاذ چې یوه لسیزه یې راته په ښوونځي کې تدریس هم کړی ؤ، داسې الفاظ په غزل فورم کې پېیلې ؤ، چې ما یې هېڅ تصور نه کاوه، هغه ځکه چې موږ ته یې په ښوونځي کې د خپل هنر د لېږدولو چاپېریال نه ؤ برابر کړی. هغه کس استاد حبیب الرحمن موثوق ؤ. واقعا سخت خفه شوم چې موږ ولې تر اوسه د موثوق له دې فن څخه بې خبره ؤ او ده ښاغلي ولې زموږ څخه دا هنر پټ ساتلی ؤ. په هر حال دا چې د پرخې جریدې مخکتنه وه ډېر زیات خوشاله وم . راځو د لړۍ دوام ته چې هغه وخت موږ بلخ کې د ګوتو په شمار شاعران هم نه درلودل! وروسته دا ټولنه د یوې ادبې جونګړې زېږنده شوه او داسې ګلان ترې را وټوکېدل، چې نن یې د آمو غاړې، د البرز لمنې او د ام البلاد لرغوني ښار ته ښکلا او خوشبویي ور په برخه کړه.

نن چې تاسو کومې تذکرې په خپلو سترګو ګورئ، دا د بل ملک او بل ولایت وګړي نه دي دا د همدې بخدي، بلهیکا او بامي بلخ تنکي بچیان او راتلونکی روڼ آندی نسل دی، کوم چې میندې او پلرونه ورته تمه لري. دوی یوازې شاعري هم نه کوي، نور فنون هم زده لري، څوک طبیبان، څوک انجنیران او څوک هم بېلابېلې دندې پر مخ وړي. زه کابو دوه لسیزې کېږي، چې له ادبي فرهنګي جریانونو سره نږدې پاتې شوی یم؛ خو نن چې دا لسګونه ځوانان شاعران وروڼه او خویندې په دې دوو تذکرو کې وینم له نږدې یې نه پېژنم، که پېژندل مو هم د هنر او فن په کیفیت یې خبر نه وم. شاید ډېری ناست ملګري هم همدا شان وي.

د دې تذکرې یو ارزښت هم دا دی، چې موږ نن کم او زیات سل کسه شاعران پېژنو، چې دا وړه او سطحي خبره نده. دا مو صرف په نوم نه دي پېژندلي؛ بلکې دا مو په پوره توګه د نسلونو لپاره تاریخي یادګار جوړ کړ، چې دا لړی به تر پایه ادامه هم لري ان شاءالله.

که څه هم داسې تذکرو ته ډېر له پخوا ضرورت ؤ، چې متأسفانه دا کار نه ؤ شوی، خو خیر وایي ماهي چې هر وخت له اوبو را وباسې تازه وي. د تېرو او پخوانیو مشرانو ادیبانو او مشاهیرو یادښت ته به هم کار او توجه کوو او خپله وجیبه به اداء کوو.

موږ اوس کولای شو، چې د بلخ ولایت څخه د ادب په سوغات کې دا تذکرې ټولو هېوادوالو، آن تر کوزې پښتونخوا د سند په ډول ډالۍ کړو او دا سیمه چې د بدرنګو سیاستونو او فرهنګي تېریو په وجه د ترکستان په نوم معروفه وه؛ بېرته د پښتو او پښتنو د خوځښت او پایښت په مرکز “پخواني بکت، پکهت او بخدیانا” بدل کړو. موږ ټولې نړۍ ته ټولنیز آداب او تهذیب ښودلی ؤ، چې د نشئت سیمه او پلازمېنه یې اوسنی بلخ یاد شوی دی.

زه د بخدي ادبي، کلتوري مرکز د مسئول په توګه د دې ارزښتناکه نسخو “د آمو له غاړې او رنګونه” لومړی کرېډېټ او اعتبار اوسني بلخ ادبي خوځښت ته ورکوم، چې دا آیدیالوژیک چاپېریال یې په بلخ کې بنسټیز کړ او نن یې موږ محصول وینو  بیا ګران او زړه ته را نږدې ملګري “نجیب الله پاڅون” او آغلې خور “ورېښمین ضیایي” ته ورکوم او د دې تل پاتې ویاړ مبارکي ورته وایم.

د مخکتنې له دود سره سم باید د کتاب پر منځپانګه خبرې شوې وای؛ خو د ملګرو شاعرانو د تعدُد او ګڼ شمېر شعرونو پر څرنګوالي خبرې، نقد او نظر کافي وخت ته ضرورت دی، چې دا اصول په تذکره کې مات دي او د تعمیل وړ یې نه بولم.

زه چې کوم معلومات لرم، په دغو تذکرو کې چې کوم شاعران معرفي شوي دا د یو دقیق مېکانیزم پر بنسټ تر غور وروسته په کتاب کې شامل شوي. دا چې لومړۍ تذکره ده؛ شاید کمی او نیمګړتیا به لري؛ خو په ټوله د شعرونو محتواء یې تر هغه حد لوړه بولم، کوم چې په دومره تېز مزل کې ترې تمه کېده. د دې تذکرې مشمولین تاند او ځوانان شاعران دي او د ښو پنځونو او معیاري لیکنو تمه ترې ډېره کېدای شي. کوم شاعران چې نن خپل ځان په دغو تذکرو کې نه ویني، یا به یې پر وخت مکمل معلومات نه وي ورته سپارلي، یا به یې آثار د لومړۍ تذکرې د چاپ له اصولو سره برابر نه و، چې د هېڅ ډول ملاحظې خبره نده. دا لړۍ به دوام لري او تر خپلې وسې به ورته کار کوو.

په بلخ کې دا روانه ادبي لړۍ د ټولو کمیو او نیمګړتیاوو سره سره د تقدیر او مننې وړ ده. د دې کاروان له ټولو پخوانیو او اوسنیو ملګرو د زړه له تله قدردانی او مننه کوم، چې دا ماته او طوفاني کښتۍ یې په دې متلاطم ساحل کې تر منزل ورسوله. اوس نو پر موږ لازمه ده چې دا کېښتۍ څنګه ترمیم او تجدید کړو، چې په هر طوفاني ساحل کې د سیر و سفر توان ولري. که موږ هر څوک پر خپله حصه کېښتۍ سورۍ کړو؛ نو منزل خو لامحال دی بلکې ځان به مو په خپل لاس قهقرا ته سپارلی وي.

د بلخي مولانا، خوشال خټک او بلخي رابعې پیروانو او لارویانو او په ټوله کې د قبة الاسلام او بخدیانامېشتو بکټیانو ته هم د زړه له کومې مبارکي وایم. د لا زیاتو پنځونو او څېړنو په هیله!

و من الله التّوفیق!

د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې ۲۳ مه

مزار شریف.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *