کله چې په ۲۹م دسپتمبر په هیواد کې د ولسمشر ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت ترنامه لاندې د عبدالله سره یو ځاي د نوي حکومت هوکړه وشوه او نوی حکومت اعلان شو، او ترڅنګ یی اعلان وشو چې نوی حکومت به د امریکایانو سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کوي چې ولسمشر کرزی یې د لاسلیک کولو سره کلک مخالفت درلود ، نو ما هم د هیواد د سیاسي چارو د یوه کارپوه په څیر په همغه ورځ د دغې هوکړې او دا چې د ټاکنو دغه لانجمنه پروسه چې نژدې شپږ میاشتي یی ټول ولس په کړاو کې ساتلې و ، یوې لورې ته شوې وه او کم له کمه یو نوی نظام یی منځته را وستی و د یوې اوږودې تفصیلي تحلیلي لیکنې چې په مقدمه کې یی ما د خپل شخصې ادرس نه ،چې په هیڅ توګه یی زما د سیاسي ګوند د پالیسیو سره اړیکه نه درلوده ، د مبارکۍ په پیغام پیل کړې و، نوي نظام ته مې مشوره ورکړې وه چې په هیواد کې د سولې دثبات او دهیواد دپرمختګ له پاره دې ته اړتیا ده چې دامریکایانو سره دغه امنیتي تړون لږ تر لږه په دغه اوسنۍ بڼه لاسلیک نه کړل شي بلکه په دې اړه دې ددې تړون دمخالفینو لکه حزب اسلامي او طالبانو سره مشوره وکړل شی او هم دې په دې تړون کې د پخواني ولسمشر کرزی له اړخه د راغوښتل شوې مشورتي شورا هغه وړاندیز کړل شوې دیرش مادي هم ورزیاتي کړل شی ،چې ددې تړون د مطالعې وروسته یی ولسمشر ته وړاندې کړې وې ، تر څو تړون د اوسني شکل نه دهیواد په ګټه او د امریکایانو سره د برابرۍ او یو بل ته د احترام اودرنښت له مخې په داسې بڼه ولیکل شي چې دهیواد خپلواکي ، عزت او افتخارات مو په ځآي پاته شي .
د امریکایانو سره د تړون دغه اوسني شکل اوبڼه ، لکه چې مخکې ورته کتنه شوې وه بلکل دهیواد د استقلال د پلورلو په معنا و ، نه یواځي ما بلکه ګڼ شمیر نورو کورنیو او بیرونیو کړیو په دې اړه د اشرف غني څخه وغوښتل چې له امریکا سره د امنیتي سند په لاسلیک کې بیړه ونه کړي ، خو تردې دمخه ولسمشراشرف غني احمدزي ، چې ددې تړون د مسودې د لیکوالانو څخه دې ،ویلي و چې د دې سند لاسلیکېدل يې په لومړیتوبونو کې دي .
دامریکا سره ددغه امنیتي تړون په سر ډیر جنجالونه راپورته شوي دي . ځکه په دې تړون کې راغلي :
« چې دامریکا او ناتو ځواکونه دې په هیواد کې قضایی مصؤنیت ولري، دعدلی تعقیب څخه دې ازاد وي ، هر جرم او فساد چې وکړي دمصؤنیت له مخې یی د نیولو حق نه وي ، ټول امریکایی فوځي تمځایونه به د افغانستان په ځآې دامریکایانو د قانون له مخې اداره کیږي . هر مجرم امریکایی به د هیواد امنیتي ځواکونو لخوا دنیولو سمدستي وروسته نژدې امریکایی نظامي تمځای ته ورسپارل کیږي . امریکایان افغانستان ته د تلوراتلو له پاره د اجازې حق نه لري ، دامریکانانو کارتونه چې دامریکا لخوا ورته ورکول شوي دهغوې له پاره سند دې ، هیڅ امریکایی الوتکه ،که هغه جنګې وي او که ملکي وي د افغانستان فضا ته د را داخلیدو داجازې اړتیا نه لري او نه به د افغانستان د میدانو د استعمال محصول ورکوي، ټول امریکایی محصولات به پرته له ګمرکاتو ورکولو افغانستان ته راننوځي ، ټول امریکایی کانټرکټوران چې ددفاع د وزارت پورې اړوند دي د ویزې اخستو اړتیا نه لري ، هغوې چې د دفاع د وزارت نه جدا دې ، د افغانستان په هواې میدانو کې به پرته له پوښتنې د لږ تر لږه د یوه کال ویزه ورکول کیږي ….امریکایی ځواکونه چې هر وخت وغواړی اویا محسوس کړي نو د افغانانو دکورونو تالاشي اخیستي شي ، افغانان نیولې شي او دامریکا نظامي الوتکې د افغانستان ددفاع د وزارت د اجازې پرته په دې هیواد کې نظامي عملیات تر سره کولې شي او…….او تر ټول لویه یی داچې که دافغانستان ګاونډیان یا بل څوک په دې هیواد باندی نظامي تیرې وکړي نو امریکایی ځواکونه به افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي خو دګډې دفاع له پاره به قدم نه اخلي او…… دامریکا په دې تړون کې د افغانستان د ازادۍ ، ددې هیواد د پولو دساتلو…ددې هیواد سره دمالي مرستو او یا … هیڅ ډول تضمین نه شته …. اوس دې یو ازاد فکره افغان چې د امریکا ډالرو نه وي مست کړې دا ووایی چې که دا ډول شرایط یی څوک دهغه په کور د تحمیلولو هڅې وکړې ایا هغه ته به دمنلو وړ وي ؟ ایا حزب اسلامي ددې شرایط په نه منلو دخپل قوم اوولس نه دفاع نه کوي ؟ ایا په همداسې شرایطو او همدې قواعدو باندی د یوه تړون لاسلیک کول دهیواد د رسمي پلورلو قباله نه ده ؟»
په همغه وخت کې مو مشوره ورکړه چې :څرنګه چې نوې ولسمشر اشرف غني هوډ لرې په هیواد کې سوله او امنیت راولې نو که هغه د حزب اسلامي افغانستان او طالبانو سره د سولې پروسه تعقیبول او په هیواد کې دامنیت په راوستلو کې د رغنده رول د ادا کولو له پاره چمتو وي ، نو دهغوې غوښتنو ته باید جدي پاملرنه وکړي ، ځکه ددې دواړو ګوندونو د اساسي غوښتنو څخه دا هم دی چې هیواد دې یی خپلواکه او دپردیو دتسلط څخه ازاد واوسی . نو که چیري ښاغلي اشرف غني د امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو کې بیړه وکړي او د پورته یاد کړل شوو ګوندونو سره په دې اړه کوم توافق ته ونه رسیږي ، او بهرنیو ځواکونو ته په هیواد کې دبرلاسۍ سند لاسلیک کړي نوبیا به څه ډول ددې ګوندونو څخه دا هیله وکړل شی چې هغوې دې د سولې په پروسه کې ورګډ اودهیواد دامنیت په استحکام کې دې مهم رول و لوبوي .»
بدبختانه ، هغه څه چې مو اندیښنه درلوده همغسې وشول . اشرف غني دخپل کار په لمړۍ ورځ اتمر د امنیتي امورو سلاکار و ټاکه او دهمغه په واسطه یی دغه ننګین تړون ، چې ډیری افغانان یی د «ګندمک دویم تړون ګڼي » په داسې حال کې لاسلیک کړ چې ګڼ شمیر پخواني سپینږیري په اصطلاح جهادیان یی تر شا ولاړ وو اویا ورته مخامخ ناست و او د دغه تړون په لاسلیک کولو یی لاسونه پړکول .
په طبیعي توګه ددې تړون دلاسلیک نه وروسته هم حزب اسلامي او هم طالبانو خپل عکس العملونه وښوول .
دحزب اسلامي امیر د لوې اختر په مناسبت په خپل پیغام کې لیکي چې : « په دې وروستيو كي د امريكا جمهور رئيس اوباما په مكرره توگه ويلى چي د روان ميلادي كال تر پاى به زموږ ځواكونه له افغانستان ووځي، دا په زړه پوري انكشاف وو، افغانان ئې هيله من كړل، پوهېدل چي كه د سپيني ماڼۍ چارواكي په خپل دريځ كي رښتينې وي او د امريكايى ځواكونو وتل عملي شي نو زموږ د هېواد د ډېرو اساسي ستونزو اصلي عامل به له منځه ولاړ شي. د بهرنيو ځواكونو حضور، د دوى په لاس د هېواد اشغال، پر افغانانو د وسلې په زور د يوه نظام تپل، اقتدار مفسدينو، غلو او وطن پلورونكو ته سپارل، جگړه او بې امني هغه اساسي ستونزي دي چي د دې ځواكونو په وتلو سره ئې د حل لار پرانيستل كېږي. خو بلي خوا ته گورو چي د نوي حكومت له اعلان وروسته په څلرويشتو لومړنيو ساعتونو كي هغه امنيتي تړون لاسليك شو چي كرزي ئې له لاسليك ډډه كوله او امريكايى مقاماتو ويل چي نوى حكومت به ئې له ځنډ او تعديل پرته لاسليك كړي!! په داسي عجلې او تلوار سره د دې تړون لاسليك د څه لپاره، ولي ئې نوي حكومت ته دا مهلت هم ورنه كړ چي د كابينې له جوړولو وروسته او د پارلمان په مشوره په دې اړه پرېكړه وكړي؟ آيا افغانان دا حق نه لري چي ووايي: د جمهوري رياست انتخابات، لانجې ئې، ائتلافي حكومت او تركيب ئې ټول د دې تړون د لاسليك لپاره مقدماتي كارونه ول؟!! ويل كېږي چي د دې تړون له مخي به نږدې شل زره امريكايي او ناټو ځواكونه په افغانستان كي پاته وي!! طبيعي ده چي په دې صورت كي به جگړه دوام كوي، دا ځكه چي افغانان په خپل هېواد كي د بهرنيو ځواكونو حضور نه مني، مرگ مني خو غلامي ته سر نه ټيټوي. اوس پوښتنه دا ده چي د اوباما د مكرر اعلان له مخي به دا تړون څنگه توجيه او تعبيروي؟!! ټول ځواكونه باسي كه شل زره پرېږدي؟»
طالبانو هم په فزیکي توګه ددې تړون مخالفت وکړ او هم یی په تبلیغاتي توګه دا تړون له یوې مخې مسترد کړ ، په فزیکي توګه یی د دې تړون دلاسلیک کیدو سره سم دهیواد په مرکز کابل کې څو ورځې پرلپسې بمې چاودنې وکړې ، او د هیواد د پایتخت امنیت یی تر ګواښ لاندې راوست ، همدارازد طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې ولیکل چې :« د اشغال تر سیوري لاندې د ټاکنو اوږده او جنجالي بهیر وښوده، چې د هر ې ورځې په تیریدو سره د یرغلګرو اعتبار او حیثیت ته لازیات زیان اوړي، لکه څرنګه چي موږ مخکې ويلي وو، نړیوالو او هیوادوالو ولیدل، چې د ټاکنو په نامه تبلیغ شوې پروسه هسې د ولس د تېر ایستلو لپاره وه او د افغانانو رایو یوازې نمایشي بڼه درلوده.»
د تړون په اړه دهیواد دسیاسي امورو یو شمیر شنونکو افغانانو هم خپل آندونه له ما سره شریک کړي لکه چې سیدحبیب الله شفق لیکي : « ددې تړون د لاسلیک وروسته به افغانستان د اوږدې مودې له پاره د امریکایانو داشغال او نظامي بمباریو لاندې پاته شي . دې تړون امریکایانو ته په افغانستان کې دخپلو اغراضو دپلې کولو له پاره لاره همواره کړه ، ددې سند لاسلیک کول په داسې حال کې صورت نیسي چې د هیواد خلک مو د جبري حاکمیت نه رنج وړي خو امریکایانو د همغه ۲۰۰۱کال دبن د تړون وروسته دافغانستان سیاسي حاکمیت دخپلو نوکرانو په واسطه په خپلو لاسو کې اخیستې ….دغه پیمان د ګندمک د تړون په څیر یو ننګین تړون دې ……
یو بل لیکوال لیکي چې : ستراتيژيك تړون يعني: د افغانستان د طبيعي زيرمو لوټول، د مظلومو افغانانو وژنه، د افغانانو راتلونكي نسل د اسلام نه لري ساتل، فحشا او بي ديني ته لاره هوارول، د افغانستان د ترقي او سوكالي په مخ كښي خنډ جوړيدل، په افغانستان كښي د پردويو دين او فرهنك ته وده وركول د مثال په ډول غربي کلتور او د ايرانيانو زردشتي او رافضي دين او فرهنګ ته وده وركول، د افغانانو برخليك د يو څو غلو او فاسدو كسانو په لأس كښي ساتل، خلاصه دا چي د ټولي اسلامي نړي كمزوره كول او…..
استاد نورالله احمدزې لیکې چې :له امریکا سره امنیتي تړون خو لاسلیک شو، زما په سترګو خو په والله چه اوښکې راغلې چه دغه بې ننګه معاهده مې وکتله:ـ
ملګرو دغه سند خو د پير صاحب ګیلاني حضرت صاحب مجددي عبدالله عبدالله محمد خان دوستم دانش محقق، نادري اسماعیلي، اتمر فاروق وردګ احمدضیاء مسعود اشرف غني احمدزی، د امریکا سفیر، کنمګهم، ارغندیوال صاحب هم ناست دی، ډ پیر صاحب ځوی حامد ګیلاني، د کرزي د وخت ټوله کابینه هم ناسته ده، ځینې والیان ناست دي، د جعیت ګوند غړي ناست دي. حکیمي صاحب، ډاکټر سپنتا، بسم الله محمدي، آو نور ډیر خلک په دغه غونډه کې شاهدان او ناست دي چه دا تړون لاسلیک شو.
نن د هیواد په غم لړلی تاریخ کی توره ورځ ده ، نن یو ځل بیا په هیواد کی د انګریز استعمار هیوادوالو ته ستر سپکاوی او ملنډی ووهلی، د انګریز استازی جیمز کنګهم په خپل لاسلیک سره کابل ارګ ته غلامان مقرر کړل او پر خپلو غلامانو یی د شکارپور او ګندمک ورته معاهده لاسلیک کړه.
دغه د بی ننګی تړون هیوادوال حق حیران کړل او سم د واره یی خپل غبرګون په نفرت سره وښود.
اوس دمګړی هیوادوال ګنګس دی خو اټکل دا دی چه ډیر ژر به د هیواد میړنی ولس د خپل قهر او غضب ننداره وکړی.
همدا اوس په انترنیټ اجتماعی صفحو کی هیوادوال خپله کرکه ښکاره کوی.
د انتخاباتو ډرامی یو ځل بیا ثابته کړه چه هیواد د انګریز په اشغال دی او تر دی څنګ یی د ډیرو مردارو نا افغانانو څیرو څخه پرده پورته او حقایق افشا کړل » …او په لسګونه نور لیکونه او ایمیلونه چې دا ځآي یی د لیکلو جوګه نه دې …..
هیواد والو ډاکتر اشرف غني ته رایه ورکړه ، ښځو او نرو دا رایه په دې خاطر د اشرف غني په خاطر وکاروله چې هغه به په ریښتیا ددې هیواد او ددې هیواد د زوریدلي ولس له پاره څه نوي راوړي ، نوښتونه به وکړي ، قومونه او ولسونه به ددې غمیزې څخه را وکاږې ، دپردیو دتسلط او حاکمیت څخه به چې نژدې دیرش کاله یی ولس و ربړاوه ، دا ولس وکاږی . دامریکایانو تر چتر لاندې دغه بین المللي مافیایی کړۍ او وحشی ځواکونه به ، چې زمونږ دهیوادوالو په وژلو ، ربړولو ، بې کوره کولو او…. کې یی هیڅ ډول کمښت نه دې کړې ، نور ددې هیواد د خاورې څخه وکاږي او ولس ته به لږ تر لږه دخپلواکۍ اوولسواکۍ د ساه اخیستو فرصت برابر کړي ، قومونه او ولسونه به چې د تاریخ په اوږدو کې د بین المللي استعمار له اړخه یو دبل په مقابل کې په تربګنیو اچول شوی وو او یا یی خپلمنځي وروګلوي له منځه تللې وه ، بیرته په خپل ځان را ټول کړي ، مغرضه او خپلسري ګاونډیان به دخپل ملت د مټو په زور په خپلو حدودو کې تم کړی ، اولږ تر لږه د احمدشاه ابدالي دتاریخ د راژوندي کولو په لور به یو قدم واخلي …..
مګر د امریکایانو سره دهغه امنیتي تړون د لاسلیک له پاره د ښاغلي اشرف غني بیړې او تلوسې ،چې پخواني ولسمشر کرزی یی دلاسلیک کولو له پاره تر اخري وخته پورې حاضر نه شو، ددې معنې ورکړه چې دښاغلي اشرف غني څخه د سولي او امنیت په اړه هغه هیلي چې ولس درلودې هغه د هغه دکار په دویمه ورځ ، یعنې ددې تړون دلاسلیک سره سم په ناهیلیو بدلې شوې .ځکه چې د تړون دلاسلیک سره سم کابل څو ورځي پر لپسې د سختو بریدونو لاندې راغې ، دهیواد په مختلفو ولایتونو کې ددولتي مرکزونو په خلاف سختې حملی پیل شوې ، او ان تر دې چې یو شمیر ولسوالۍ هم د دولت د مخالفینو په لاسو کې ولویدلې .
پخواني ولسمشر هم په دې خاطر ددې تړون له لاسلیک څخه ځان ژغوره چې نه یی غوښتل خپل ځان د تاریخ دویم شاشجاع معرفي کړي ، په دې اساس یی د خپل تګ نه مخته نوي ټاکل شوو مسؤلینو ته په ډاګه کړه چې د امریکایانو سره په معامله کې احتیاط وکړي . خو څرګنده نه ده چې اشرف غني په داسې حال کې چې د شګو په داسې بند یی دملي یووالي دحکومت چوکۍ ایښې چې په هیڅ صورت یی د ټینګښت هیله او امید نه کیږي ، خپل ځان ددې تړون په لاسلیک کولو د شاشجاع مقام ته ورساوه .
دا تړون په دغه امتیازاتو او دغه بڼه د سختو محکومولو وړ دي ، په سختو ټکو باندی باید محکوم کړل شي او د هیواد د دايمي پلورلو د سند اوقبالي په څیر حسابیږي چې زمونږ میړنې ولس به یی هیڅکله هم ونه مني .
یادوونه : زما تحلیلي لیکنې او شننې یواځي او یواځي زما د خپل شخصې آند ښکاروندويې دي »
قریب الرحمن سعید
muhtaram Qreeb b urrahman Saaaed !!! Za na Pohezam Che ; Ta Aw Gul budden ba shsh shja sefata yast aw ka Ashraf Ghne? Zaka che tase dwara Da Gawandiano Da Ghlamai Deer Aozd tareekh larai>