استاد اجمل ښکلی

اخلاقو همېشه هڅه کړې، چې پر ادب ځان وروتپي؛ خو ادب د ټولنې دې غوښتنې ته زغرد ځواب نه دى ورکړى.

ادب لکه په اوبو کې چې د سړي سا تنګه شي او لږ ساعت ته ترې سر رابهر کړي او ازاده هوا راکاږي. په ټولنه کې چې هم خلک له ډېرو اخلاقي چلندونو تنګ شي، ادب ولولي يا وپنځوي.

ارزښتونه د چوکاټونو غوندې دي، چې د انسان ژوند خو ورسره څه نا څه منظم وي؛ خو د انسان احساساتو ته ځواب نه شي وىلاى، ځکه د انسان احساسات کيفيتونه دي، چې تعريفېږي په اسانه نه؛ نو ځکه د اخلاقي لوښو پر مورګو وراوړي.

فرويد وايي، چې د انسان ډېرې جنسي غوښتنې چې په ټولنه کې يې د اخلاقي او مادي شونتياوو له نشته د پوره کېدو امکان نه وي؛ نو انسان هڅه کوي، چې د ضبط په ځواک يې لاشعور ته ټېل وهي او ځان له اخلاقي ارزښتونو سره عيار کړي. د انسان د مخنيوي(ضبط) له همدې ځواکه تمدن او اخلاق رامنځته شوي دي. انسان له ضبطه خوند هم اخلي، ځکه په ټولنه کې يې د حيثيت، شهرت او محبوبيت له بقا سره مرسته کوي. د اقبال د يوه شعر مفهوم دى، چې ”زړه مې که هر څومره د مينې بربادۍ اباد کړ/ دا بربادي د دې ماڼۍ د ابادۍ نښه ده.

کله ناکله خو له ضبطه د خوند اخيستو علت معلوم هم نه وي. مصطفى باور وايي:

درد که يو انسان واى ډېرو خلکو به وژلى و

ما به د ماشوم غوندې له ګوتې نه نيولى و

خو د خوند تر څنګ په ضبط کې درد هم نغښتى وي. د انسان نارامه اروا ارامه او تنده ما ته نه شي. لکه تازه پرهر يې همېشه خوله وازه نيولي وي او اخلاق يې د ايلولو هڅه کوي؛ خو د خړوبولو نه. خوشال وايي:

و عاشق ته نصيحت په مثال څه دى

لکه اور په پوکولو تازه تر شي

داسې نو له ضبطه درد او خوند غبرګ زېږي او هر سړى چې خپل ارمانونه له بېلابېلو خنډونو عملي کولاى نه شي، هنر ايجاد کړي او د خپلې تندې د ماتولو کوشش وکړي. همداسې لوستونکي هم چې د اخلاقو له سخت چلنده په تېښته وي، د رواني ارامۍ لپاره له هنره پناه واخلي. ارستو د اپلاتون پر خلاف د همدغه مطلب د وضاحت لپاره ويلي وو، چې تراژيدي(هغه وخت تراژيدۍ يواځې په شعر وې) د انسان ويجاړوونکي احساسات اراموي، لکه ډک منګى چې له اوبو خالي کړې.

اصيل ادب دا نه دى، چې د اخلاقو د بقا مساله ورته مطرح وي، بلکې هغه دى چې د انسان بقا ورته مهمه وي. کوم ادب چې اخلاق کټ مټ وړاندې کوي، ادبي ارزښت ته زيان رسوي. د دې مطلب دا نه دى، چې ادب دې بداخلاقي دود کړي. د اخلاقو مخالفت د بداخلاقۍ مانا نه لري.

ادب د انسان ناشوني ارمانونه په مهذبه بڼه وړاندې کوي. رحمان بابا وايي:

تش په ږيره که جنت غواړې له خدايه

اخرت ته دې بار کړې دي وړۍ(؟)

رحمان بابا زموږ د مذهبي ذهنيت پر خلاف (ږيرې) ته (وړۍ) وايي؛ خو د (تش) په کلمه خپله خبره اخلاقو ته جوړوي.

هنر د لاشعوري کيفيتونو کټ مټ انځور نه دى، ځکه هغه زياتره پوهېدوني نه وي او په يوه او بله بڼه او بېلابېلو ماناوو ځان ښيي او چې تر څو د قلم ژبې ته راځي؛ نو د شاعر په ذهن کې له ډېرو پړاوونو تېر وي. د پنځګر ذهن يې له ارزښتونو سره د سمولو هڅه کوي؛ خو لاشعوري تنده يې مخې ته راټېل وهي. په همدغه کشمکش کې خبره راوځي، چې نه مکمل اخلاق وي او نه ترې بېخي وتلې وي؛ خو بيا هم ذهن لګيا وي، چې بهر ورته يوه اخلاقي توجيه پيدا کړي، چې پر اخلاقو يې خبره بده ونه لګي. خوشال وايي:

شېخ دې لمونځ روژې کا، زه به ډکې پيالې اخلم

هر سړى پيدا دى خپل خپل کار لره که نه

د فرويد په ارواپوهنه کې د اوديپ په نامه يوه اصطلاح ده. د لرغوني يونان په يوه افسانه کې د اوديپيس په نامه يوه شهزاده په ناخبرۍ کې خپل پلار ووژني او له خپلې مور سره واده وکړي. فرويد دا اصطلاح له پلار سره د کوچني زوى-چې له پلار سره يې مور شريکه وي- کينې(عقدې) ته وکاروله. د فروىد په وينا له محرماتو سره پر ودونو باندې بنديز د ښځو د ملکيت له همدې احساسه راپيدا شو. اسطورې چې د پخوانو انسانانو ذهنيت راښيي، د اخلاقو پر وړاندې همداسې غبرګون دى. داسې ډېرې اسطورې شته، چې د اخلاقو خلاف کارونه پکې کېږي. د لرغونو يونان په اسطورو کې زيوس له خپلې خور هيرا سره واده وکړي. همداسې اوديپيس له خپلې مور سره واده وکړي.

حماسې چې په اصيلو ادبياتو کې راځي او له اسطورو نه پکې ډېره استفاده کېږي، د اخلاقو مخالفت پکې ډېر وي او د اصليت نښه يې همدا ده، چې له امکانه لرې وي، مبالغه پکې ډېره وي او اخلاق يې مخه ډب کوي.د پتې خان او رابيا په حماسه کې وينو، چې پتې خان او ملګري يې شپېته نجونې په ځان پسې په اسونو کېنوي او له بست ښار نه روان شي. د موسى خان او ګلمکۍ په حماسه کې راځي، چې ولي جان د سهيلي خان مړوښه ښځه راوتښتوي او نکاح پرې وتړي او بچې يې ترې وشي. د مومن خان او شېرينۍ په حماسه کې مومن خان په خپلې چنغلې پسې کور ته ورواوړي. له دې اخلاقي پستۍ سره هم په دې حماسو کې دا کرکټرونه ټول مثبت څه چې اتلان بلل کېږي، ځکه چې د دې حماسو داخلي اخلاقي چاپېريال ورته اجازه ورکړې او داخلي اخلاقي چاپېريال له بهرني هغه سره توپير لري. په داخلي چاپېريال کې ورته هنري منطق داسې جوړ دى، چې لوستونکى ورته ګوته نه شي نيولاى او دا منطق په ټولو ادبياتو کې په بېلابېلو بڼو موجود دى.

له دې اخلاقي نيمګړتياوو سره هم وايو، چې د حماسو اتلان لويې ملي کارنامې ترسره کوي. که په واقعي ژوند کې يو انسان تر دې وړې اخلاقي کمزورۍ ولري يا يې يو کار نيم غلط کړى وي، موږ ترې د لويو کارونو تمه څه چې بد يې بولو.

د حماسې په اصولو کې ټګي هم يو اصل دى، چې اتلان يې له يو بل سره کوي. په حماسو کې دا اصل عام دى او بد کار باله نه شي؛ خو په واقعي ژوند کې خلک ټګۍ ته په بده سترګه ګوري.

له اخلاقو او ارزښتونو سره د ادب چلند يو اړخيز او يو رنګ نه دى. کله د دې لنډۍ غوندې نرم:

زما ابۍ دادا ته وايه

خوشحاله نه يم، له ناکامه ناسته يمه

کله ترې بغاوت کوي، کله پرې نيوکه کوي، لکه د غني شاعري، کله ورسره پخلا شي؛ خو دا ثابته ده، چې ادب د اخلاقو ديکتاتورۍ ډېر سر نه ټيټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *