عبدالرحمان فرقاني

څو ورځې وړاندې مې د تاند د وزینې ویپاڼې پر مخ د ” له اخوانیت سره د احتیاط ضرورت ” ته سرلیک لاندې یوه لیکنه چې “مجید قرار” صاحب لیکلې ولوستله، څه داسې مطالب مې پکې ولوستل چې زه یې اړ کړم تر څو د لوستونکو سره یو ځای ورسره لږ تم شم او د”قرار” صاحب د ادعا یا علمي فتوا په هکله یې پلټنه وکړم چې آیا د دوی ادعا د حقیقت سره اړخ لګوي او که د ځینو نورو موخو.. د تحقق په مخه یې دا موضوع څېړلې ده؟.

لومړی “قرار” صاحب د خپلې لیکنې په پیل کې په اسلام کې د منځلاريتوب اصل تر غور لاندې نیولی، په دې کې هیڅ څوک شک او شبه نه لري، چې منځلاریتوب د اسلام له هغو ځانګړتیاوو څخه دی، چې په بل هیڅ دین کې په داسې صراحت شتون نه لري، کوم چې په اسلام کې د قرانکریم په صریح حکم ثابت دی:

    وجعلناكم أمتاً وسطاً. ما تاسې یو منځلاری امت ګرځولي یي.

وسطیت(منځلایتوب) د اسلامي نظام ځانګړی خصوصیت دی، الله تعالی د بشریت دسوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د وسطیت او اعتدال لار غوره کړې ده سره لدې چې وسطیت د اسلامي امت له نښو څخه یوه نښه ده، خو ځینې سیاسي او مذهبي حرکتونه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره ورنه غلطه ګټه هم پورته کوي او د وسطیت په نامه غلط ارزښتونه او افکار تبریروي، حق پر باطل باندې نغاړي او د داسې مقاصدو لپاره ئې ګماري، چې ظاهر ئې دین او باطن ئې دنیا وي، او په دې توګه وسطیت د افراط او تفریط تر منځ خپل مصداقیت له لاس ورکوي.

د وسطیت څخه د انحراف دوه اړخه یا افراط دی او یا تفریط؛ افراط په دې معنا چې په چارو کې د سختدریځۍ څخه کار واخیستل شي او تفریط بیا په دې معنا چې په چارو کې بې باکي وشي، د بیلکې په توګه که چېرې یو سړی د لمناځه په ادا کولو کې دومره له سختدریځۍ څخه کار اخلي چې د ژوند ټولې چارې پرېږدي او شپه او ورځ په په دې نیت چې الله تعالی ته نېږدې شي لمونځ کوي، دا پخپله د طبیعي حالت څخه چې وسطیت دی، انحراف او وتل دي او همدغه افراط دی او که چېرې یو سړي بیا د لمناځه په ادا کولو کې دومره بې باکه وي، چې فرض شوی لمونځ هم په خپل وخت نه ادا کوي، کله یې ادا کوي او کله یې نه ادا کوي دا بیا د طبیعي حالټ څخه د تفریط لوري ته وتل دي. او دا بیلګې د نوموړې موضوع په اړه د انسان د ژوندانه په ټولو چارو کې د تطبیق وړ ده.

په وسطیت کې د اعتدال او توازن مفهوم نغښتی دی، دانساني ټولنې په هر ډول دنیاوی چاروکې اعتدال او توازن ساتل، که هغه د دین معامله وي او که د دولت ، که هغه د سیاست معامله وي او که د اقتصاد، که هغه د قانون مساله وي او که کومه ټولنیزه مساله، یعنی په ټولو دیني او دنیوی چارو کې په اعتدال او وسطیت باندې تکیه کول د اسلامي نظام له خصوصیتونو څخه یو خصوصیت دی .

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا په ريښتیا اخوانیت د وسطیت له منهج څخه د افراط (تندلارۍ) لور ته انحراف کړي، څرنګه چې د “قرار” صاحب د لیکنې مدعا ده؟ دوی پخپله لیکنه کې لیکي:”دا یو تریخ حقیقت دی چې د نړۍ اکثره خوارجي تروریستي ډلې د اخوان المسلمین له بطنه را وتلي. د مصر الجماعه الاسلامیه، د پاکستان لشکر طیبه او جیش المجاهدین، نړیواله القاعده، د سوریې او عراق خوارج، د افغانستان د ټالیبانو ایډیالوژيکه هسته…

جمعیت الاصلاح ته ورته اخواني ډلې د نورو افراطي ډلو را پیدا کېدلو ته لاره برابروي.”!! او که دا ادعا هم د نورو عربي استبداي نړۍ پر حکومتونو پورې د تړلیو کړیو چې د ریښتینو ولسي حکومتونو د رامنځته کېدو له وېرې په اخوانیت پورې د افراطیت تور پورې کوي او د غربی ماده پرسته استعماري حکومتونو پورې د تړلیو کړیو، چې د ریښتنې اسلامي حکومتونو د وېرې په اخوانیت پورې د افراطیت تور پورې کوي، په څېر یوه باطله ادعا ده؟

دقرار صاحب د لیکنې اساسی محور دا دی، چې ټولې ترویستي ډلې د اخوان المسلمین له بطن څخه را زېږدلې دي! آن تر دې چې د طالبانو ستراتېژیکه زېږنده یې هم د اخوان المسلمین په سوله ییز حرکت پورې تړلې!؟ آیا د طالبانو دریځ او غبرگون د اخوان المسلمین اړوند په دې دلالت کوي، چې خپل فکري او سیاسي امتداد یې د اخوان المسلمین د حرکت څخه اخیستي وي!؟ ټول هغه حرکتونه چې قرار صاحب د اخوان المسلمین له بطن څخه رایستلي، په ټول کې یې د اخوان المسلمین سره د پیله توپیر ټولو ته څرګند دی، چې نوموړي حرکتونه واک ته د رسېدو لپاره په وسلواله مبارزه باندې ټینګار کوي، په داسې حال کې چې اخوان تل واک ته د رسېدو لپاره سوله ییزه مبارزه غوره کړې ده. زه په دې اند یم، چې دا کټ مټ هماغه ادعا ده، چې د تاریخ په اوږدو کې د غربي نړۍ استعماري فکر او د عربي نړۍ استبدادی فکر د عامه ذهنيت د مغشوشولو لپاره پرې استناد کړی. غربي استعماري فکر له دې وېرې چې د اسلامي حرکتونو په بهیر کې د اخوان المسلمین حرکت یوازینی هغه حرکت دی، چې په ټولو انساني چارو کې د اسلامی نظام پلې کېدل غواړي، او دا هغه مطلب دی چې الله تعالی د انساني ټولنې د چارو د تنظیم لپاره ورته اسلامي نظام غوره کړي دی، یعنې وېره دا ده چې که چېرې اسلامي نظام د انساني ټولنې چارې تنظیم کړي، بیا د نورو وضعي نظامونو لپاره په دې موخه ځای نه پاتې کېږي . او د عربي استبدادي نظامونو وېره دا ده، چې که چېرې د اخوان المسلمین د درک پر بنسټ اسلامي نظام په عري هېوادونو کې پلی کېږي نو بیا د خلکو لپاره د استبدادی نظامونو بقا د منلو وړ نه پاتې کېږي، نو ځکه دواړه لوری د اخوان المسلمین په څېر د سوله ییز حرکت د مخنیوی لپاره د دښمنۍ څخه ډکې کړنې په لاره اچوي.

که د تاریخ تېر قضاوت په دې اړه پر ځای پرېږدو او معاصر تاریخ ته ځېر شو او په تېره بیا دمصر ورستیو پیښو ته ځغلنده نظر واچوو، هم په روښانه ډول د نوموړې ادعا حق او باطل درک کولی شوو. په مصر کې اخوان المسلمین د اوږدې سوله ییزې مبارزې څخه وروسته د دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ حکم ته ورسېدل د آزادو انتخاباتو په پایله کې د مصر ولس چې د استبدادي حکومتونو څخه بې زاره شوي وو، پر اعتماد وکړ، خو چې د اخوان المسلمین حکومت د غزې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ نو د اسراییلو او ورسره د غربي نړۍ استعماري ځواک اندیښنه یې راوپاروله او له دې وېره څخه یې د عربي نړۍ د استبدادی حکومتونو په دې دلیل را وپارول چې ګواکې د دوی اقتصادي او مادي راتلونکې په مصر کې د اخوان المسلمین د حکومت په شتون کې د ګواښ سره مخ کیدای شی. نو د عربو په پیسو یې په مصر کې د اخوان المسلمین حکومت نسکور کړ.

کېدای شي، چې اوس د غزې د سوله ییز حرکت حماس په هکله هم د “قرار” صاحب قضاوت دا وي، چې حماس هم د اخوان المسلمین له بطنه زېږدلې یوه تروریستي ډله ده! چې د خپلو حقوقو د غوښتنې په لار کې مشروع مقاومت کوي، د اسلامي امت د بنسټېزې قضیه په مخ کې بې ساره سر ښندنې وړاندې کوي!!

د نورو ګڼو عواملو سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماري ځواک ته خورا اهمت لري. هغه دمادي ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دي، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږ�� او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړي، و او په خپله اسلامي پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شي، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبه توپیر لري ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو لاملونه سره د مادي مصلحت له کبله راوپزول شو.

د ترکیې په څير د مصر اخواني سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د “سویس کانال ” ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوي ظرفیت سره پلې کړي، او ختيځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوي. کوم سوداګریز توکي چې اوس مهال د دوبي له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شي، د دوبي په اقتصادي مارکیټ واکمن مادي استعماري ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادي استعماري ځواکګټې زیانمنې شي، له دې کبله د اماراتو او سعودي شیخانو د خپلو مادي ګټو د خونديتوب لپاره اسلامي ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامي حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل وړاندې کوي، خو د اخوانیانو د حکومت د ړنګېدو یو بنسټیز لامل همدا د “کانال سویس” ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړي بنسټيزه پروژه بشپړه کړي.

زه په دې اند یم، چې “قرار” صاحب هم د ډېرو هغو ځوانانو په څېر، چې کله د غربي نړۍ د مادي پرمختګ په اړه څه مادي نظریات ولولي، بیا په داسې ډول يې تر اغېز لاندې واقع شي، چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او ځانګړتیاوې ترې ورکې شي، او په دې باور او قناعت شي، چې د انساني ټولنو د مادي پرمختګ په ډګر کې باید دغربي فورمولې څخه په ړانده ډول لاروي وشي. تر هغې پورې چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او واقیعتونه په سمه توګه درک کړي او په ټولنه کې د یو ډول انزوا سره مخ بیا د واقعیت په لټه کې شي او له دې لارې څخه د شهرت څوکو ته هم ورسېږي، په پای کې دوی په دې پوه شي، چې د خپلې ټولنې سره یې د علمي امانت له مخې ظلم کړی او د حقیقتونو خلاف ذهنيت یې په ټولنه کې خپور کړی دی، خو ستونزه بیا دا ده چې ځینې له نوموړیو لیکوالانو څخه د دې همټ لري، چې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او ځینې دا همت او جرات نه لري، هڅه کوي.

زه غواړم په دې هکله د مصر د یوه مشهور لیکوال د برخلیک انځور ستاسې مخې ته کېږدم. تر څو دا ښکارنده څه نا څه درته روښانه شي:

پر اسلامي نړۍ د غربي استعماري دورې له ختمېدو مخکې مستعمرينو په اسلامي نړۍ کېځينوځوانانو ته په لويديځ کې د زده کړې زمينه مساعده کړه،څو د دوی له وتلو وروسته، همدوی يا له دوی متاثر خلک د خپل هېواد حاکمان شي، چې د استعمار ګټې په کې خوندي وساتي او د دوی له وتلو وروسته ستر بدلون(ډیموکراسي) رامنځ ته نه شي.

د دوی لخوا روزل شوي محصلين په ټولنه کې پرمخ تللي، جهان ديده و روڼ اندي بلل کېدل،ډېر خلک ترې متاثر شول او د دوی پرلار روان شول. ځينې يې داسې وو چې آن د اسلام ځينې احکام و لارښوونې ورته د منلو وړ نه وې او چا په قرآن شک وکړ!

په دغو کسانو کې ځينې داسې وو چې فکرونه يې د غربي زده کړو او غربي مفکرينو له سلطې خلاص کړای شول او بېرته يېځانونه تصحېح کړل. ځينو په ډاګه پر خپلې غلطۍ اعتراف وکړ او ځينو چوپتيا غوره وګڼله. دوکتور محمد حسنين “هيکل”يو له همدغو کسانو و چې په غرب کې يې زده کړه وکړه او د اسلامي نړۍ سيکولرو موډرنېستانو مجدد باله. خو حسين هيکل په خپلو نظرياتو کې بيا فکر وکړ او په ډاګه يې وويل چې زه پخوا غلط وم، خپله ټولنه مې نه وه درک کړې..

سيکولر او موډرنېست هيکل:

محمد حسين هيکل تر ۱۹۳۳م کاله غربپال سيکولر فکر لاره. هغه تر دغه وخته په دې باور و چې بايد له غربه ړوند تقليد وکړو، بايد خواږه و ترخه، ښه و بد ترې واخلو، څو موږ هم د دوی په څېر پر مخ لاړ شو. هيکل په خپل کتاب “في منزل الوحي” کې اعتراف کوي چې پخوا يې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته نقلاوه.

فکري سمون:

حسين هيکل په ۱۹۳۳ميلادي کال کې د “حياة محمد” په نامه د سيرت ډېر په زړه پورې کتاب وليکه. په ياد شوي کتاب کې يې پر غربي مستشرقينو ردونه وکړل. کله چې دغه کتاب خپور شو، د حسين هيکل سيکولرو ملګرو پرې نيوکې وکړې او ويل يې چې هيکل د تجديد لاره پرېښوده او وروسته پاتې شو.

هو هماغه حسين هيکل چې د سيکولرېزم ستاينه به يې کوله او د علي عبد الرازق او طه حسين د کتابونو ستاينه به يې کوله، د “محمد ژوند” کتاب کې کاملا بدل شو. هيکل په دغه کتاب کېښکاره وليکل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو انبياوو په څېر نه و، دی سياسي رسول و او د دين و تمدن دواړو خپرول يې رسالت و، چې له يوه بله نه شي بېلېدای. په ياد کتاب کې يې اعتراف وکړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هم دين و او هم سياست. دی وايي اسلام د مسيحيت په څېر کهانوتي او تيوکراسي نه لري.

کله چې مرحوم هيکل د “محمد ژوند” کتاب کې د مستشرقينو نظريې رد کړې، اسلام يې دين و دولت وباله، د سيرت ليکنه کې يې قرآن مهم مرجع وباله او بيا يې له احاديثو استفاده وکړه، دغه تګلاره د هيکل زړو ملګرو ته د منلو وړ نه وه. هغوی چې هيکل يې مجدد و مفکر باله، اوس يې ورته د وروسته پاتي سړي نوم ورکړ او ويل يې چې پخوا يې خلک رهبري کول او اوس خلک دی رهبري کوي.

طه حسين ته ورته ملګري يې له دغه کتابه ناراضي ښکارېدل او هلته و دلته يې منفي تبصرې پرې کولې. کله چې مرحوم هيکل له دغه ډول تبصرو خبر شو، دا ټولې خبرې يې رد کړې او دا وار له کنايې صراحت ته ووت او په ډاګه يې وويل چې زه غلط وم او ملګري مې لا هم په غلطه روان دي. حسين هيکل په ۱۹۳۷م کې د “في منزل الوحي” په نامه کتاب وليکه، د ياد کتاب په مقدمه کې يې دا هر څه تفصيلي رد کړل.

حسين هيکل په خپلو ملګرو داسې رد کوي:

“دلته د هغه چا پر ګومان رد کول غواړم چې زه يې د “محمد ژوند” له کتابه وروسته مرتجع او وروسته پاتې وګڼلم، په داسې حال کې چې همدوی زه پخوا مجدد ګڼلم! دوی به ولې ما وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما قرآن خپل دليل ګرځولی او سيرت مې سند، او د دوی په اصطلاح مې د علمي نقد لاندې نه دی راوړی ! دوی به مې ولې وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما پر رسول الله د مسشرقينو او ځينو مسلمانو ځوانانو ردونو ته علمي ځوابونه ويلي!..”

بيا له غربه د تقليد په هکله ليکي:

زموږ روحي تاريخ د غرب له روحي تاريخ سره توپير لري، او زموږ روحي ثقافت د دوی له روحي ثقافت سره فرق لري. غرب له اوله د پاپي مسيحي نظام تابع و. مګر شرق له دغه ډول فکره پاک پاتې شو، په شرق کې له هغو اسلامي مذاهبو سره چې کليسايي نظام يې غوښته، جګړه وشوه، نو شرق له هغو اسبابو پاک پاتې شو چې د غرب د اضطراب لامل وګرځېدل او د شرق مسيحيان له هغو خپل منځي جګړو خوندي پاتې شول چې د دوی وروڼو په غرب کې وکړې.. په غرب کې حاکميت د کليسا و، څه چې يې غوښتل هغه يې کول.. د اسلامي (تاريخ) د عظمت پر مهال فکري آزادۍ قيد نه لاره.. او مسلمانان په دې نظر وو چې له خدايه پرته نور څوکګناهونه نه بښي.. څنګه کولای شو چې د غرب پر روحي ژوند شرق پورته کړو او پرمخ يې بوځو، په داسې حال کې چې زموږ او د غرب تر منځ په تاريخ و ثقافت کې دومره ستر فرق دی..

دا خبره ښکاره ده، خو عجيبه ده چې زما ملګري تر اوسه پرې نه پوهېږي، کېدای شي همدا لامل وي چې دوی مې ملامتوي، خو د ډېرې حيرانتيا خبره نه ده، ځکه لکه څنګه چې اوس مېډېر ملګري پرې نه پوهېږي، زه خپله کلونه کلونه په دغو خبرو پوه نه شوم. ډېره هڅه مې کړې چې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته رانقل کړم چې د رڼا په څېر ورپسې شو. خو وروسته پوه شوم چې زړی بېځايه اچوم، چېځمکه يې هضموي او پورته کېدو او ژوند کولو ته نه پرېږدي..

اسلامي فکر پر يوه خدای د ايمان فکر دی چې د فکري آزادۍ تر سيوري لاندې د انساني يووالي پر لور روان دی، داسې يووالی چې اساس يې وروري او مينه ده. مسلمانان په شرق و غرب کې وروڼه دي، چې د خدای په نور سره مينه کوي، نو دوی يو امت دی چې ستړي مشي يې پر سوله (سلام) ده او موخه يې سوله ده. دغه اسلامي نظريه د اوسني عصر د قوميت او مليت د تقديس له نظريې سره مخالفه ده.. “

دوکتور محمد حسين هيکل په دغسې زړور نقد، خپل وروستی نظر ښکاره کړ. هغه چېټول عمر يې د غرب په تقليد کې تېر کړی و، په پای کې يې اعتراف وکړ چې، دا د پرمختګ لار نه ده، زموږ او د غرب تاريخ او ثقافت بېل دی، اسلام د مسيحيت په څېر کهنوتي نظام نه رامنځ ته کوي چې ملا په کې خدای وي، څه چې يې زړه غواړي، هغه کوي؛ بلکې د اسلام له نظره خدای ته هغه څوک نږدې دی چېډېره تقوا ولري. عرب په عجم هېڅ لوړتيا او فضيلت نه لري او ملا يوازې د دين مبلغ دی نه خدای.

په پای کې زه په دې اند یم ، چې قرار صاحب هم د ډېرو هغو ځوانانو په څېر هڅه کړې ده، چې کله د غربي نړۍ د مادي پرمختګ په اړه څه مادي نظریات ولولي، بیا په داسې ډول يې تر اغېز لاندې واقع شي، چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او ځانګړتیاوې ترې ورکې شي، او په دې باور او قناعت شي، چې د انساني ټولنو د مادي پرمختګ په ډګر کې باید دغربي فورمولې څخه په ړانده ډول لاروي وشي. تر هغې پورې چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او واقیعتونه په سمه توګه درک کړي او په ټولنه کې د یو ډول انزوا سره مخ بیا د واقعیت په لټه کې شي او له دې لارې څخه د شهرت څوکو ته هم ورسېږي، په پای کې دوی په دې پوه شي، چې د خپلې ټولنې سره یې د علمي امانت له مخې ظلم کړی او د حقیقتونو خلاف ذهنيت یې په ټولنه کې خپور کړی دی، او که چېرې د دیني عالم غلطه فتوا د دیني مسایلو اړوند دروند مسوولیت او جزا لری همدا راز د یو لیکوال غلط تفسیر د یوه لوی اسلامي سوله ییز بهیر اړوند لویه او درنده تېروتنه ده، چې د غلطې علمي فتوا په حیث لوی ظلم دی، خو اساسیستونزه بیا دا ده چې ځینې له نوموړیو لیکوالانو څخه د دې همټ لري، چې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او ځینې دا همت او جرات نه لري.

عبدالرحمن فرقانی

[email protected]

یادونه: په دې لیکنه کې د “هیکل” په اړه د “زاهد جلالی” د څېړنیزې لیکنه څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.

16 thoughts on “له اخوانيت سره ظلم مه کوئ! – فرقاني”
  1. ښاغلی فرقانې ! هذا قوله علیه الصلوت والسلام : السا کت عن الحق شیطان اخرص.
    وروره ! ریشتیا به سره وایو. موږ چې په دغه تیرو (۳۶) کلونو کښې دکمونیستانو او اخوانیانو ډیر شنیع او بد اعمال ولیدل ، اوددوی افغان وژنه او دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې مو ولیدل . نوهیڅ کمونیست اواخوانې ته مو دوعا او ښه ویل پر خوله نه راځې.
    ددوی دتیرو اعمالو په نتیجه کې شاهنواز تڼې او قطب الدین هلال څونده را یې یووړلې؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا صرف یووړوکې مثال دې. او دګران هیواد دورا نیدلو لومړی درجه مسولیت دکمونیستانو اودویمه درجه مسولیت داخوانیانو پر غاړه دی. کیدلای شې چې د مصر ، ترکیې یا نورو اخوانیان به ښه وې یا نه. خو دافغانیستان اخوانیانو ښه نه دی کړې اوښه نه دې

  2. ښاغلی فرقانې موږ تیرو (۳۶) کلونو کې دکمونیستانو اواخوانیانوپرافغانانوغوبل ، افغان وژنه ، دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې او………. ولیدل. زما په اند د صفت ځای نه لرې. دګران هیواد دورانیدلو لومړۍ درجه مسولیت دکمونیستانو او دویمه درجه داخوانیانو پر غاړه دی.کیدلای شې چې دنورې نړۍ اخوا نیان به ښه وې یا نه خو دګران هیوا دکمونیستان اواخوانیان دصفت ځای نه لرې. هیله ده چې خپل عبث ضایع نه کړې.تر دغوعبثوخبرو تلاوت ، تسبیح او تحمید ووایه . مننه

  3. ښاغلی فرقانې موږ تیرو (۳۶) کلونو کې دکمونیستانو اواخوانیانوپرافغانانوغوبل ، افغان وژنه ، دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې او………. ولیدل. زما په اند د صفت ځای نه لرې. دګران هیواد دورانیدلو لومړۍ درجه مسولیت دکمونیستانو او دویمه درجه داخوانیانو پر غاړه دی.کیدلای شې چې دنورې نړۍ اخوا نیان به ښه وې یا نه خو دګران هیوا دکمونیستان اواخوانیان دصفت ځای نه لرې. هیله ده چې خپل عبث ضایع نه کړې.تر دغوعبثوخبرو تلاوت ، تسبیح او تحمید ووایه . مننه
    ددوی دبدو اعمالو خبرې ډیرې دې چې نه به دتا ند درنه ویبپا ڼه ددې خبرواوحقا یقو دخپریدو حوصله ولرې اونه دبه زه عا جزه به په دې مبارکه میا شت کې دهغوی دلیکلو حوصله ولرم.

  4. ښاغلی فرقانې موږ تیرو (۳۶) کلونو کې دکمونیستانو اواخوانیانوپرافغانانوغوبل ، افغان وژنه ، دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې او………. ولیدل. زما په اند د صفت ځای نه لرې. دګران هیواد دورانیدلو لومړۍ درجه مسولیت دکمونیستانو او دویمه درجه داخوانیانو پر غاړه دی.کیدلای شې چې دنورې نړۍ اخوا نیان به ښه وې یا نه خو دګران هیوا دکمونیستان اواخوانیان دصفت ځای نه لرې. هیله ده چې خپل وخت عبث ضایع نه کړې.تر دغوعبثوخبرو تلاوت ، تسبیح او تحمید ووایه . مننه
    ددوی دبدو اعمالو خبرې ډیرې دې چې نه به دتا ند درنه ویبپا ڼه ددې خبرواوحقا یقو دخپریدو حوصله ولرې اونه دبه زه عا جزه به په دې مبارکه میا شت کې دهغوی دلیکلو حوصله ولرم.

  5. Dear Forqani Sahib,
    In Afghanistan the commonest Party people & USA & UK Agent not want to Islam & Islami Government there for they wrote same time Article about Ihwani Mujahid etc.. the don’t said ditict about islam But the wants to write in direct Islam.
    your above article very clear all issue of west countries & islam.

  6. ښاغلی فرقانې موږ تیرو (۳۶) کلونو کې دکمونیستانو اواخوانیانوپرافغانانوغوبل ، افغان وژنه ، دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې او………. ولیدل. زما په اند د صفت ځای نه لرې. دګران هیواد دورانیدلو لومړۍ درجه مسولیت دکمونیستانو او دویمه درجه داخوانیانو پر غاړه دی.کیدلای شې چې دنورې نړۍ اخوا نیان به ښه وې یا نه خو دګران هیوا دکمونیستان اواخوانیان دصفت ځای نه لرې. هیله ده چې خپل وخت عبث ضایع نه کړې.تر دغوعبثوخبرو تلاوت ، تسبیح او تحمید ووایه . مننه
    ددوی دبدو اعمالو خبرې ډیرې دې چې نه به دتا ند درنه ویبپا ڼه ددې خبرواوحقا یقو دخپریدو حوصله ولرې اونه دبه زه عا جزه به په دې مبارکه میا شت کې دهغوی دلیکلو حوصله ولرم.
    فرقا نې ته ځوان یې چا به تبلیغا ت در ته کړیوې اوپه خبرو به یې تیر ایستلی یې خو !!!!!!!!!! موږ هر څه دسر په سترګو لیدلې اوپه غوږو مو اوریدلې دې.

  7. ښاغلی فرقانې موږ تیرو (۳۶) کلونو کې دکمونیستانو اواخوانیانوپرافغانانوغوبل ، افغان وژنه ، دبهرنیانو حلقه بګوش غلامې او………. ولیدل. زما په اند د صفت ځای نه لرې. دګران هیواد دورانیدلو لومړۍ درجه مسولیت دکمونیستانو او دویمه درجه داخوانیانو پر غاړه دی.کیدلای شې چې دنورې نړۍ اخوا نیان به ښه وې یا نه خو دګران هیوا دکمونیستان اواخوانیان دصفت ځای نه لرې. هیله ده چې خپل وخت عبث ضایع نه کړې.تر دغوعبثوخبرو تلاوت ، تسبیح او تحمید ووایه . مننه
    ددوی دبدو اعمالو خبرې ډیرې دې چې نه به دتا ند درنه ویبپا ڼه ددې خبرواوحقا یقو دخپریدو حوصله ولرې اونه دبه زه عا جزه به په دې مبارکه میا شت کې دهغوی دلیکلو حوصله ولرم.
    فرقا نې ته ځوان یې چا به تبلیغا ت در ته کړیوې اوپه خبرو به یې تیر ایستلی یې خو !!!!!!!!!! موږ هر څه دسر په سترګو لیدلې اوپه غوږو مو اوریدلې دې.
    هذا قوله علیه الصلوت والسلام : السا کت عن الحق شیطان اخرص

  8. ورور فرقا نې ! زموږدهیواددغه اوسنی هرج مرج د پلیدو غربیا نو خصوصا دشیطان امریکا راتګ ، ددښمنانو ګا ونډیانو بې شمیره لاس وهنې ، په۳۶ کلونو کې دهیوادوالو وژنې په یوه نا مه اوبل نا مه دغه ټوله دبې دینه خلقیانو پرچمیانو او اخوانیانو دبدو اعمالو نتیجه ده چې په میلیونونو افغانان تر خاورولاندی سول.اخوانیان خو به کثیف ابوالا علی مودودې ، پلید قا ضې حسین ،ګلبدین ،ربا نې ،سیاف او……….وې اوددوی باداران تورلینګیان چې زموږ دریښو وکښلو ته څونده تږې دې. ایت شریف کې وایې : انما المومنون اخوت
    دالله ددغه قول په رڼا کې دوی زموږ اوزموږ دهیواد سره څونده دوستې لرې ؟ ته اوخدای ریشتیا ووایه
    امریکا یان ، روسان اونور خوکافران اوبیګانه دې خو زموږ سره ګا ونډیانو چې یو ځانته حنفې مذهبه سنې مسلمان وا یې او بل ځانته شیعه مسلمان وا یې څه وکړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ من ازبیګا نه ګان هر ګز ننالم – با من هر چه کرد ان اشنا کرد
    مسلمانان ګا ونډیان چې دواړه داخوانیانوحامیان او باداراندې زموږ وریښو کښلوته نا ست دې. کا فر خو دښمن ، بیګانه اوزموږ څخه جلا او دګیلې وړ نه دی ځکه چې دښمن دی.
    حدیث شریف مفهوم کې وایې : مسلمان با ید دیوه غا ره څخه څوواره خزنده ونه خورې
    زموږ افغانانو دې الله سا تنه او حفا ظت وکړې. په تیرو (۳۶) په ډیرو نومونو خطا ایستل اوخرڅ سوو. نوردې نوالله موږپوه کړې چې خپل دوست اودوښمن سره جلا اووپیژنو. امین ثم امین ثم امین

  9. یو بل ته درناوی او د نورو د نظریاتو تحمل
    په ترکیه کی اسلامپالو منځلاری غوره کړه نوځکه په قدرت کی پاته شول اما مصر کی له افراطه کار واخیستل شو او مخالفین یی دی ته اړ کړل چی نظامی کودتا ته مخه کړی.
    ستا او ستا د ملګرو اشتباه داده چی هر هغه څوک چی ستا نه خوښیږی او یا لږ د نظر اختلاف در سره لری نو بیا هغه سمدستی کافر او سیکولر شی او ستا په نظر باید سزاووینی.« که چېرې د دیني عالم غلطه فتوا د دیني مسایلو اړوند دروند مسوولیت او جزا لری»
    که څه هم له دوکتور محمد حسين هيکل نه مخکی هم د اسلام دین موجود وو او له هغه نه وروسته به هم انشاالله موجود وی او خدای تعالی ج د اسلام د مبارک دین د ساتلو ضمانت کړی دی ، نو د اخوان المسلیمن له خوا د اسلام ټیکداری کول هم غلط کاردی. اسلام یو واحد دین دی اما زمونږ سیاسیون بیا هر یو له اسلامه خپل تفسیر لری او دا کار د مسلمانانو د تفرقی او په ډلو د ویشلو سبب ګرځی. زمونږ اخوان ورونو د تیر جهاد په دوره کی دومره له دولتی او شوروی قواوو سره جنګ نه دی کړی لکه چی په خپلو منځونو کی یی سره وژلی دی. ښه مثال یی د افغانستان په شمال کی د احمدشاه مسعود له خوا د 38 جهادی قوماندانانو او د هغوی د ملګرو وژل دی چی بیا مسوولیت یی په خپل حریف اسلامی حزب ور واچاوو او د انتقام لپاره یی بیا نور په زرګونو ووژل او میدان یی ځان ته خالی کړ.
    د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دی خو الله تعالی ج دوی په قومونو او ډلو ویشلی دی. د خمینی شعار چی اسلام مرز ندارد صرف د مسلمانانو د غولولو لپاره وه تر څو د نورو په کارو کی مداخله وکړی . په اوسنی نړۍ کی هیڅوک بی له ویزی د بل چا هیواد ته نشی داخلیدی. یو د بل نفی کولو هم نتیجه ورنکړه او بیځایه تبلیغاتو هم د نورو ځوانانو د مرګ سبب شوه. نو راځی واقعیتونه ومنو . یو بل ته احترام قایل شو او د نورو نظریاتو ته درناوی وکړو او په مینه او محبت سره د خپل هیواد راتلونکی په باب تصمیم ونیسو .

  10. چالیدلی نه یې دریچوډکه اوربله . اخوانیت دومره ګلان کرلي چې انساني تاریخ یې په لیکنه شرمېږي.داداخوانیت ببولالوموترهغه وخته یوڅه وزنګی دلود،ترهغې چې موچاعمل لیدلی نه وو. اوس په عملي اوکړنیزه ډګرکې ۱۰۰٪ نه راستنېدوونکې ماتې داخوانیت اودهغوی دپلوي ډلوپه نصیب شوې،نوښه به داوي چې له تاریخه څه زدکړه وکړواوداخوانیت دناتاردتکرارمخنیوی وکړو.اخوانیت دخپلې ناکامۍ اوناتارپېټی په نورواچوي اودمبارزې داخلاقودنه درلودلوله کبله دمسولیت څخه تېښته کوي.

  11. Salam Alikum Mr. Ferqani,
    I guess like all other movements in Muslim countries around the world, Muslim Brotherhood is a useless organization that does not meet the needs and demands of modern times. Life has changed. It is no more simplicity. There are institutionalized forces that run global affairs. Majority of Muslim countries cannot compete against others the way they move on.
    What is the benefit of these organization like Hamas, Hezbullah or Muslim Brotherhood? What did they do good for the well being of Muslims? Why people even will bother to bring them to power? When these organization came to power, all a society could face was a turbulent state of affairs. I remember when Israelis became more acceptable to peace terms in 90s, Hezbullah had no agenda to offer to their people. It is the same with other movements around us, who just want to gain some power and once they get it, they have no idea how to maintain or utilize it.

  12. Majeed Qarar
    په مصر کې حسني مبارک اخوانیانو ته په سیاسي پروسه کې په برخه ورکولو چا مجبور کړ؟
    امریکایانو.

    د حسني مبارک نظام د اخوانیانو په وسیله چا را نسکور کړ او د چا میډیا ورته تبلیغات کول؟ د امریکایانو.

    د لېبیا د قذافي حکومت د ناټو د الوتکو په مرسته چا را نسکور کړ؟ اخوانیانو.

    د لیبا په جنګ کې الوتکې د فرانسې وې، فتوا د چا وه؟ د اخوانیانو د شیخ یوسف قرضاوي.

    په تونیس کې د اخوانیانو تر شا څوک ولاړه وه؟ امریکا،

    په سوریه کې اخوانیانو ته تر سټینګرونو پورې چا ورکړل؟ اسرائیلو او امریکایانو.

    افغانستان ته امریکایان چا راوستل؟ اخوانیانو.

    په افغانستان کې امریکا په ټاکنو کې د چا په ګټه مداخله وکړه، او چا ته سهم غواړي؟ اخوانیانو ته.

    په افغانستان کې د جمعیت الاصلاح ټول غړي د چا په مؤسسو کې بوخت دي؟ د امریکایانو.

    د اصلاح غړي خپلو انجیوګانو ته قراردادونه له چا اخلي؟ له امریکایانو.

    انجنیر احمدشاه او اصلاحیانو د کابل په هره کوڅه کې یې حوېلۍ د چا له برکته ترلاسه کړې؟ د امریکا.

    په کابل کې امریکایي ډالرې تر ټولو کومې ډلې ته ډېرې ورسېدې، چې اوس یې د هرې ورځې د چندو پر اعلانونو پټوي؟ جمعیت الاصلاح ته

    په کابل کې د امریکا د سفارت د فکري تربیې په پروګرامونو کې ډېر ملایان د چا برخه اخلي؟ د جمعیت الاصلاح

    په عراق کې داعش ته دوه ملیارده ډالره چا تخصیص کړل؟ امریکایانو او اسرائیلو.

    په کوسووا او بوسنیا کې د امریکا د جګړې پارټنران څوک ول؟ اخوانیان.

    د کسپین د تېلو لپاره د ناګورنو قرباغ په جګړه کې د امریکا کرایي عسکر څوک ول؟ اخوانیان.

    له سعودي استخباراتو سره د کمونیزم په وړاندې د اسلامکارو حرکتونو د پراختیا قرارداد چا لاسلیک کړ؟ امریکایانو، او سي آی اې.

    په افغانستان کې د روس پر خلاف د امریکا د پلان پلي کوونکي څوک ول، سټینګرونه یې چا ته ورکړل او تر ټولو ډېر امکانات یې چا ته ورکول؟ اخوانیانو ته

    د سړې جګړې له پیل راهیسې د اخوانیانو اکثره مشران، لکه د جمعیت الاصلاح ګورو، کمال هلباوي چېرته اوسېږي؟ په لندن، امریکا او اروپا کې.

    د محراب شهید سعید رمضان البوطي به ویل چې امریکا اسلامي هېوادونه په څه شي خرابوي؟ د قرضاوي په جهادي فتواوو.

    ښه نو بیا د امریکایانو یا صلیبانو یا غربیانو نوکر ما ته ولې وایي؟ دغسې… خدای مې ورځ ګرځولې ده.

  13. اخوانیانو خو د اسلام په نامه د پردو د پاره زموږ وطن را برباد برباد کړ خدای دی دوی په دنیا او آخرت کي تباه تباه کړي. دوی غیر له دینه په ټوله نړۍ کي نور څه کړي دي؟ دوی دیوه سره جاهلان، د پردو نوکران،د ډالرو سپي، غله، قاچاقبر، درواغجن او و روپو ته بی ایمانه سپبي دي. دوی د ټولني میکروب دی، د ترقی ضد دي، د علمیت ضد دي، د واقعی نهضت ضد دي، د ښځو د هغه روا حقوقو چي ان اسلام ورته ټاکلی دي د هغوی ضد دي.د انګرېزانو لخوادپه خپل منځ کي لکه منافقین په لسهاوو ډلو وېشل شوي او هره ډله د بلي په ضد تبلیغ کوي . دوی د اسلام او اسلامي اخوت ضد دي… نن د اسلامي اخوانیت سر دوښمني د انسانیت لاره بلل کيږي دا ټول د دغه بی علمه او بی عمله ډلي لخوا…موږ په خپل وطن کي وليدل چې د غه د سپي زامنو څه خېل خپلو کي سره و جنګېدل عامه شتمنۍ یې تالان او مظلوم ولس يې قتل عام کړ.نن اخوانیت یعنی واقعی شیطنت…خدای پاک دي هر مؤمن مسلمان د دې دووسانو اخوانیانو څخه خوندي او لیري ساتي. ها خدای تعلی چي ویلي دۍ : اعوذ بالله من الشیطان الرجیم… دغه د شیطان الرجیم کلمه اول امریکایی دولتیانو او انګرېزانو ته خطاب ده او دوهم بیا همدغه چټل او مردار خوره د انګرېزان تالي څټواخوانیانو ته .!

    1. اشنا ګله ! قضا وت با ید بې پرې وکړو اوکنځا وې با ید وه نه کړو ! چا چې موږ افغانان د (۱۵ سنې او شیعه ) تنظیمونو ، ددښمنانو ګا ونډیانو ، غربیانوخا صتا امریکا او عربو په نا پا که لمن کې اچولې یو یا به بل عبا رت دهغوی وه داداو مرستې ته یې مجبور کړی یوهغوی وینې زبیښونکې ، وطن پلورونکې ، ورور وژونکې ، دکافر پلید لینین اودکافر کثیف مارکس پیروان اوبچیان (خلقیان اوپرچمیان ) با ید لومړی محکوم او وغندل شې ځکه چې دګران هیواد ټولو بد بختیو ته دغه دشوروې لاس پوڅو لار هواره کړیده.او د (۳۶) کلونوبدبختیو لومړې درجه مسولیت دهمدغو خا ینانو پرغا ړه دی. چې اوس دغه خا ینین په اروپا ، امریکا اونوره کفری نړۍ کې خپل لا دینیت ، عیا شې اوشراب اوکباب خورې.اوددغه بې دینه کمونیستانو بل لوی خیا نت دغه دې چې دوی په غربې مما لکو کې اوسیږې دوی با یددخپل مرشد او پیرلینین پرمردار قبر ملنګی کولای اودخپل شوروې روسیه کې چې په اقتصا د څه کښته دی اوددوې په زړه پورې بادار ووهلته ژوند کولای.دغو بې غیرتانو خلقیانو ددوی دحکومت په وخت کې دوی هغه چا ته چې په غرب کې یې تحصیل کړیوو تحقیراوه توهینا وه حتا چې وژی یې. دویمه درجه مسولیت د اخوانیانواو……….. پر غا ړه دی.مننه
      یا الله (ج) هرهغه څوک چې زموږ اوزموږ دهیواد خرابې ، عقب ما ندګې غواړې ته یې په خپل فضل کرم اوددغی مبا رکې روژې میا شتې په برکت ته هغه ممالک ، خلګ ، ډلې او دهغوی لاسپوڅې ……… نیست اونا بود کړې. او هغه څوک تبا ه کړې چې زموږ دبې ګناه اولس په وینو ، بې اتفا قې کښې خپلې ګټې لټوې. امین

    2. اشنا ګله ! قضا وت با ید بې پرې وکړو اوکنځا وې با ید وه نه کړو ! چا چې موږ افغانان د (۱۵ سنې او شیعه ) تنظیمونو ، ددښمنانو ګا ونډیانو ، غربیانوخا صتا امریکا او عربو په نا پا که لمن کې اچولې یو یا به بل عبا رت دهغوی وه داداو مرستې ته یې مجبور کړی یوهغوی وینې زبیښونکې ، وطن پلورونکې ، ورور وژونکې ، دکافر پلید لینین اودکافر کثیف مارکس پیروان اوبچیان (خلقیان اوپرچمیان ) با ید لومړی محکوم او وغندل شې ځکه چې دګران هیواد ټولو بد بختیو ته دغه دشوروې لاس پوڅو لار هواره کړیده.او د (۳۶) کلونوبدبختیو لومړې درجه مسولیت دهمدغو خا ینانو پرغا ړه دی. چې اوس دغه خا ینین په اروپا ، امریکا اونوره کفری نړۍ کې خپل لا دینیت ، عیا شې اوشراب اوکباب خورې.اوددغه بې دینه کمونیستانو بل لوی خیا نت دغه دې چې دوی په غربې مما لکو کې اوسیږې دوی با یددخپل مرشد او پیرلینین پرمردار قبر ملنګی کولای اودخپل شوروې روسیه کې چې په اقتصا د څه کښته دی اوددوې په زړه پورې بادار ووهلته ژوند کولای.دغو بې غیرتانو خلقیانو ددوی دحکومت په وخت کې دوی هغه چا ته چې په غرب کې یې تحصیل کړیوو تحقیراوه توهینا وه حتا چې وژی یې. دویمه درجه مسولیت د اخوانیانواو……….. پر غا ړه دی.مننه
      یا الله (ج) هرهغه څوک چې زموږ اوزموږ دهیواد خرابې ، عقب ما ندګې غواړې ته یې په خپل فضل کرم اوددغی مبا رکې روژې میا شتې په برکت ته هغه ممالک ، خلګ ، ډلې او دهغوی لاسپوڅې ……… نیست اونا بود کړې. او هغه څوک تبا ه کړې چې زموږ دبې ګناه اولس په وینو ، بې اتفا قې کښې خپلې ګټې لټ
      مپه اخوانیانو کی ښه خلګ هم سته که ددغو اخوانیانیانو مبا رزه نه وای ده بې دینه شورویانو او بې دینه کمونیستا نو په مقا بل کې اوس به داشنا نوم (اشنایوف) وای
      او دسلیمان نالا یق دزوی نوم به غرزیوف وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *