له ارغندي تر غزني د ۲۲۰ کیلوولټه برښنا مزي د غځولو په وړاندې شته ستونزې هوارې شوي، چارې یې په ډیرې چټکۍ او جدیت سره دوام لري، چې په نږدې راتلونکي کې به نوموړې پروژه بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د میدان وردګ برښنا رئیس انجنیر احمد جاوید کریمزی وایي، چې د سیمې له خلکو سره د مختلفو ناستو، غونډو، عامه پوهاوي او قناعت په ورکولو سره په دې توانیدلي، چې له ارغندي – غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا لیږدونکي مزي په وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.
هغه وایې، چې د میدان ښار اړند د سره پله په سیمه کې د یاد برښنا مزي د پنځو پایو ترمنځ د مزي غځولو کار بشپړ شوی او د سیدآباد ولسوالۍ په اوتړي، سلطانخیلو او هفت آسیاب سیمو کې د ۱۴ پایو ترمنځ د مزو د غځولو چارې چې په سیمه کې له خلکو سره د ځمکو د املاکو د ستونزو له امله ځنډیدلې وي، ستونزې یې حل، د ۱۰ برښنا پایو ترمنځ د مزو غځول بشپړ او د پاتې څلورو پایو ترمنځ د مزو غځولو چارې په جدیت سره دوام لري.
کریمزی زیاتوي، چې د یادې پروژې چارې له ۹۹ سلنې زیاتې بشپړې شوي او د پاتې ۴ پایو ترمنځ د برښنا مزي غځول به، چې کار یې په چټکۍ سره دوام لري په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي پروژه کې ۴۱۷ د برښنا پایي لګول شوي، چې ۵۶ میلیون او ۳۱۱ زره او ۶۳۵ امریکایي ډالره د لګښت ورباندي راځي.
همدارنګه په سیدآباد او غزني کې د ۴۸ میلیون او ۱۱۸ زره او ۶۱۸ امریکایي ډالرو په لګښت د دوو برښناکوټونو (سبستیشنونو) جوړیږي، چې په سیدآباد کې به د ۲۰ میګاواټه برښنا انرژۍ په ظرفیت او غزني کې د ۳۰ میګاواټه برښنا انرژۍ په ظرفیت برښنا کوټونه جوړ شي.
ددغو برښنا کوټونو د جوړیدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې د نوموړو دواړو پروژو په بشپړیدو سره به د ۶۰ زرو په شاوخوا کې کورنۍ له ارغندي ترغزني پورې د برښنا له نعمت نه برخمنې شي.