نجیب منلی –
ستر استاد پوهاند زیار دا زحمت پر ځان منلی چې زما پر وروستیو لیکنو اوږده علمي تبصره ولیکي چې زه یې د مینې او شفقت نخښه بولم.
ما د خپلو لیکنو وروستۍ لړۍ ته «د ژبې دروندوالی» سرلیک ورکړی. په لومړي نظر دا سرلیک ګونګ ښکاري او دا کار ما په لوی لاس کړی دی.
کله چې موږ په عادي خبرو کې د یو شي دروندوالی یادوو، یو ډول درناوی مو مقصد وي خو د ژبې دروندوالی په اصطلاحي کارونه کې د خبرو کولو ستونزې ته هم ویل کېږي. زه هم په دې لیکنو کې د پښتو ژبې ځینو خاصو مسایلو ته اشارې لرم چې ټول پرې پوهېږو، خوند ترې اخلو خو له دې سره سره سره یې د پښتو څېړنو په اوسني حالت کې د سپړلو له پاره کافي وسایل نه لرو (ژبې ته په درنه ګورو خو ژبه مو درنه ده، سمه نه ګرزي).
ما په تکرار سره ویلي او په هر ممکن فرصت کې به یې بیا هم وایم چې زه ژبپوه نه یم. له ژبې سره سروکار لرم او پر ژبنیو مسایلو فکر کوم. د بېلابېلو علمي څانګو له پوهانو سره مې کلونه کلونه ناسته ولاړه کړې او پر ګڼو موضوعاتو – له طبیعي ښکارندو نیولې، تر فلسفې، ژبو او بشري علومو پورې – مې یې خبرې اورېدلې دي او ورسره مې بحثونه کړي دي. په نړۍواله کچه پېژندل شویو استادانو سره په راشه درشه کې او د ګڼو لیکنو له کتلو (د لوستلو دعوه یې نه کوم) به مې څه زده کړي وي یا نه، خو ډېرو پوښتنو سره مخ شوی یم او لږو ته مې ځواب موندلی دی. د دې تر څنګه له هغو علمي مبحثونو سره مې هم سرسري غوندې اشنایي پیدا کړې ده چې د نړۍ ستر علمي مرکزونه پرې څېړنې کوي.
د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې تدریس زما له پاره په زړه پورې تجربه وه. زه نوی زلمی وم، د پوهنتون په لومړیو ټولګیو کې زده کوونکی وم، خو شاګردان مې زیاتره تر ما لس پينځلس کاله مشران، هر یو دوه درې ديپلومه په لاس کې، رسېدلي خلک او کله کله د خپلې رشتې منل شوي استادان وو. له هغوی سره به مې چې د پښتو ګرامر او پښتو لغاتو پر ځینو نازکیو بحث راغی نو ځان مې نه شو تېرولای. مجبور وم چې هغه څه چې وایم یې، ځان پرې پوه کړم. په دې توګه د علم د نیا ته په سمه دروازه ورننوتم: هېڅکله مې خپله پوهه قطعي نه ده بللې او هېڅکله مې د چا خبره په پټو سترګو نه ده منلې.
له څو کالو راهیسې چې په افغانستان کې له ځوانانو سره وینم او له بېلابېلو مسایلو سره د دوی علاقې ته ګورم زړه مې غواړي چې خپلې یو شمېر پوښتنې او اندیښنې ورسره شریکې کړم.
نه زما په لیکنو کې، نه زما په مرکو کې، نه زما په ویناوو کې او نه په هغو لسګونو راډیویي بحثونو کې چې له غضنفر سره مې کړې دي هېڅ یوې پوښتنې ته قطعي ځواب نه شته. فقط هڅه مې کړې چې خپل مخاطب ته نوي مفاهیم مخې ته کښېږدم او د هغو په اړه یې څېړنې او فکر کولو ته راوبولم.
دغه اوسنۍ لړۍ مې په همدې موخه پیل کړې ده. د پښتو ژبې یو شمېر ستونزې چې ما پرې فکر کړی دی له لوستونکو سره شریکوم. د لارې په اوږدو کې، کله چې فرصت پیدا کړم هغو علمي مبحثونو ته هم یوه څرخنده اشاره کوم چې ما یې نوم اورېدلی خو کېدای شي زما د هېواد ځوانان ورسره اشنا نه وي. که کله کله «زموږ لیکوال»، «زموږ څېړونکي» یا «زموږ پوهان» یادوم اشاره مې هغه لوی شمېر ته ده چې اوس یې دلته د «علم» تولید او خپرول په انحصار کې دي.
استاد زیار چې زما دغه ساده، برسېرنې لیکنې د تبصرې وړ بللې دي، زما تر انتظار پورته خبره ده او له لورېینې یې مننه کوم. استاد پوښتلی یم چې زموږ پر ژبپوهانو دا اعتراض چې «د ژبنیو واقعیتونو د پلټلو پر ځای پر خپلو فرضیو تکیه کوي» خو به ده ته متوجه نه وي؟ دې پوښتنې ته مستقیم ځواب ویل به زما له خوا بې ادبي وي خو – سره له دې چې کله کله د پوهاند زیار ځینې خبرې هم بې پوښتنې نه منم – ما تر اوسه د ښاغلي استاد په علمي مقالو کې داسې څه نه دي لیدلي چې یوازې پر فرضیو ولاړ وي او ژبني واقعیتونه یې هېر کړي وي.
یو وار بیا هم، د استاد د لورېینې پوروړی یم، تر ډېره دې ژوندی وي.