تاند- د استرالیا سیمه ییزو رسنیو نن /دوشنبه/ وویل چې د کنتاس هوايي شرکت په یوه مسافري الوتکه کې د مار د موندل کېدو په وجه د هغې الوت کیسنل شو.
ټاکل شوې وه چې الوتکه تېره شپه له سیډني څخه توکیو ته والوځي خو د الوتکې په دروازه کې د یوه مار، چې شل سانتي متره اوږدوالی لري، د موندل کېدو له کبله د هغې سفر وځنډېده.
د دې پېښې له کبله د الوتکې ۳۷۰ تنه سرګردانه شوې سپرلي له څو ساعته ځنډه وروسته په بله الوتکه کې توکیو ته وخوځېده.
تراوسه څرګنده نه ده چې دا مار څه ډول مار دی او څرنګه په الوتکه کې ومندل شو.