تاند- د یوې مشهورې اسراییلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره روغبر وکړ.
د هارتس (هاآرتص) اسراییلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ /جنوري ۱۶/ د افغانستان پخوانی ولسمشر په داسې حال کې ولیدل شو چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته لاس ورکوي.
کرزي په نوي ډیلي کې په ریسینه دیالوګ کنفرانس (Raisina Dialogue Conference) کې مخکې تر دې چې نتانیاهو وینا وکړي، هغه ته لاس ورکړ.
افغانستان د ډېرو نورو اسلامي هیوادونو په شان له اسراییل سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
نتانیاهو په خپله وینا کې د هند او اسراییلو پر اړیکو خبرې وکړې خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه.
که څه هم له نتانیاهو سره د کرزي روغبړ ښايي د ډېرو لپاره له حساسیته خالي نه وي خو اوس اکثره عربي هیوادونه له اسراییلو سره تر افغانستان خورا نژدې اړیکې لري او په دې توګه یې هغه حساسیتونه کمزوري کړي چې پخوا د اسراییلو په وړاندې په اسلامي هیوادونو کې ول.
دا مهمه نده چه روغبړ ئې کړی دی که نه دا هم مهمه نده چه دې خبیث یهودی د افغانستان په هکله په کنفرانس کی څه ویلی دی یا ئې ندی ویلی او دا هم مهمه نده چه د عربی هیوادونو مشران ددې پلید موجودیت سره پټی یا ښکاره اړیکی لری که نه بلکه مهمه داده
چه ومنو چه
د دنیا وروستئ سرنوشت به د همدې درو توربرونو د حساب د تصفئې او تسوئې وروسته ټاکل کیږی
درې توربرونه یعنی
د ابراهیمی دین درې مختلف ښاخونه