امین الله عادل  –

د تېرو څو لسیزو پېښو دا ټولو افغانانو ته ثابته کړه چې په افغانستان کې روانه ستونزه په جګړه نه حل کېږي. افغان ولس، د افغانستان حکومت او ان وسله وال طالبان هم چې د جګړې یو مهم اړخ دی، په دې قانع دي چې جګړه د افغانستان په ګټه نه ده. بلکې روانه جګړه یوازې او یوازې د افغانستان د بیرونیو دښمنانو، داخلي مافیايي کړیو او یو شمېر محدود ډلو ټپلو په ګټه ده، چې له جګړې پرته د هغوی ګټې نه شي تامینېدلی.

ښايي اسلامي حزب مشرتابه ته اوس معلومه شوې وي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د امریکا وتل نه بلکې د هغو پاتې کېدل تضمینوي، په افغانستان کې جګړه د بهرنیانو د وتلو لپاره نه بلکې د هغوی د پاتې کېدو عامل ده. د امریکا، پاکستان او نورو استخباراتي کړیو ګټې په سوله کې نه بلکې په همدې کرغېړنه جګړه کې تامین دي. ځکه خو باید داسې کار وشي، چې هغه د امریکا او نورو استخباراتو کړیو د ګټو خلاف او د افغان ولس په نفع وي.

د تېرو پنځلسو کلونو جګړې موږ ټولو ته وښوده، چېسوله د هر افغان له درده ډکه چیغه،یوازنۍ آرزو او جدي غوښتنه ده. دې غوښتنې ته باید هر هغه څوک مثبت ځواب ووايي، چې په دې مظلوم ولس یې زړه سوځيږي. نو څوک چې سوله کوي هغوی د افغانستان ګټه تامینوي او ددې ګټو د تامین لپاره باید همداسې قرباني ورکړي لکه څنګه چې په جګړه کې ځاني، مادي او معنوي تاوان ته چمتو دي. همدا اوس موږ وینو، چې افغان ولس د اسلامي حزب او حکومت سولې ته ډېر خوشاله دی اما یو شمېر ډلې ټپلې، چې په دې ولس زړه سوی نه لري هغوی درګرده مخالفتونه کوي او خنډونه را ولاړوي.

نو که چېرې په ریښتیا هم موږ په دې نیت جګړه کوو، چې امریکایان وشړو نو هغوی په جګړه نه شو ایستلی، ځکه جګړه د همدوی نسخه ده، موږ باید په یووالي، د علم او پوهې په پیاوړتیا، د سیاسي پوهې، ځېرکۍ او د افغانستان په اقتصادي پياوړتیا سره د امریکا او نورو استخباراتو د شومو اهدافو لاسونه لنډ کړو.

په افغانستان کې د جګړې له کبله د ژوند په سلګونو برخو کې نه جبرانېدونکي زیانونه اوښتي او لا دډېرېدو په حال کې دي. د همدې جګړې له کبله د هېواد پولې تر تعرض لاندې دي، پردي فرهنګي یرغل روان دی، تنصیري او تبشیري هڅې پر مخ وړل کېږي، مافیايي کړۍ آزاد فعالیتونه لري، خلکو ته ښوونیز، روغتیايي او نور بنسټیز خدمتونه بلکل او یا سم نه رسېږي، جګړو ځپلی ولس په شدید فقر کې ژوند کوي او جرایم اوج ته رسېدلي…

د بېلګې په توګه همدا اوس ۶۵۰ ښوونځي بند دي. د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دری نیم ملیونه ماشومان له علم او پوهې څخه بې برخې دي. له علم او پوهې څخه ددې لوی شمېر ماشومانو محرومول کټ مټ د ماشومانو د تباهۍ، د هغوی د ټولنو د محرومیت او په ټوله کې د هېواد د بدمرغیوستر عامل او هم د افغانستان د دښمنانو د یو ستر ارمان د پوره کې په مانا په دي.

د اسلامي حزب د راتګ ګټې

دا څرګنده ده، چې دافغانستان د سولې دښمنان تل په کمين کې ناست دي او په ډېر مهارت سره د افغانستان هر فرصت په تهدید او هره قوي نقطه په کمزوري ټکي بدلولی شي نو دا زموږ په خلکو، حکومت او د اسلامي حزب په هوښیارۍ او ځیرکۍ پورې اړه لري، چې څنګه له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي مګر زما په اند هغه کارونه چې په جګړې سره نه بلکې د اسلامي حزبپه سولې سره ترسره کېدلی شي:

  • له اسلامي حزب سره په صلح سره به نورې وسله والې ډلې هم سولې ته زړه ښه کړي او هم به ډېرو هغو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب وویل شي، چې ګواکي افغانان په خپلو کې یو له بل سره تفاهم ته نه شي رسېدلی چې بل څوک یې منځګړيتوب ونه کړي او یا دا چې افغان حکومت دومره صلاحیت نه لري، چې له چا سره سوله وکړي.
  • په پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍپه حواله څه کم دری ملیونه افغان کډوال اوسېږي. په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون هغه ستونزه ده، چې پاکستان له هغو څخه د فشار د آلې په توګه ګټه اخیستې. له هغوی څخه یې د افغانستان په شخړو کې ګټه پورته کړې. دا خو پر ځای پرېږده، چې هغوی هره ورځ په یوه او بله بانه ځورول کېږي. څرنګه چې لوی شمېر افغان کډوال په نصرت مېنه او شمشتو پنډغالیو کې اوسېږي، ښايي دهغوی په راستېدو سره نور افغان کډوال هم زړه ښه کړي، چې افغانستان ته راشي، چې راتګ یې هېواد ته ډېر په ګټه دی.
  • د یو غښتلي ګوند په توګه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعال غړي لري دا ګوند د هېواد په سیاسي جوړښت کې کارنده ونډه اخیستلی شي او هم خپل ګوند لا پسې پیاوړی کولی شي.
  • د اسلامي حزب په راتلو ښايي د حزب سوله ییز، مثبت او افغان شموله فعالیتونه منسجم شي او په دې سره به د احزابو ترمنځ سالمه سیالي پیاوړي شي، موجوده ګوندونه چې اوس تر قومي او مذهبي جوړښتونو پورې محدود دي ښايي افغانستان شموله شي او په دې توګه به موجوده تربګنۍ لږ شي. همدارنګه به هر څوک د خپل ولایت او قوم پر ځای د خپل ګوند د پیاوړتیا لپاره خلکو ته د خدمت هڅې وکړي.
  • د اسلامي حزب پخوانيو فعالیتونو ته په کتو سره ښايي د ځوانانو د روزلو او د هغوی د استعدادونو د غوره رهبرۍ او لا پیاوړتیا لپاره ښوونیز او روزنیز حلقات او پروګرامونه جوړ شي او په دې سره به د افغان ځوانانو لپاره چې اوس تر ډېره د قومیت، افراطيت، بې لاریتوب او شډلوالي په څلور لاره کې قرار لري یوه اوسط لاره را پیدا شي.
  • تمه ده چې د موجوده فرهنګي یرغلونو د توپاني څپو د محدودولو لپاره څه ويښتابه رامنځ ته شي او هم د خپل فرهنګ د پیاوړتیا او عامولو لپاره د علماوو، عامو خلکو او ځوانانو، احزابو او حکومت لخوا ترسره کېدونکي اقدامات همغږي شي.
  • یو څه چې ډېر هیله بښونکي دي، هغه په کورونو کې د ښځینه مدارسو جوړېدل دي، چې د هېواد د ښارونو په هره برخه کې بې شمېره ښځینه دیني مدارس جوړ شوي نو د نصرت مېنې او شمشتو د کډوالو په راستېدو سره چې د هغوی د ښځینه غړو ډېره برخه لوستې ده ښايي دغه مدارس نور هم ډېر شي، چې دا زموږ د ټولنې په د اصلاح او پرمختګ لپاره خورا ګټور ګام دی. تمه ده، چې په ټوله کې د اسلامی حزب، جمعیت، دعوت… ښځینه څانګې فعالې شي او په دې سره د ښځو په ټولنیزو فعالیتونو کې زموږ له دین او مثبتو رواجونو سره سم لازم اصلاحات راشي.

د پورتنیو ګټو ترڅنګ باید یادونه وکړو چې په تېرو څو کلونو کې د اسلامي حزب ډلو د طالبانو برخلاف تل دا خبره کوله چې موږ په حکومتي مامور، پولیس، اردو او عامه تاسیساتو کار نه لرو بلکې د عام المنفعه پروګرامونو ملاتړ کوو. د حزب ډېر غړي په حکومت کې شامل وو او په دې سره د هېواد په ځینو سیمو کې طالبانو د حزب غړو ته اربکیان او د حکومت ملاتړي ویل، د هغوی ترمنځ شخړې او جګړې وشوې، دطالبانو هدف وګرځېدل که دې ټکي ته په ځیرکۍ سره پاملرنه ونه شي ښايي دا روحیه نوره هم پیاوړي شي.

پای

One thought on “له اسلامي حزب سره د افغان حکومت سوله او د هغو اغیزې”
  1. ډیره مننه دسولی اوآمن راتلو لپاره ګټوره لیکنه وه.

    دافغانستان حکومت ته پکار دی چه په هره وسیله کیږی، باید ځمونږ ټول مهاجر ورونه دپاکستان څخه خپل وطن ته راستانه کړی، که ځمونږ مهاجر په پاکستان کی وی، نو هیڅ وخت به مونږ سوله په سترګو ونه وینو، اوهم به دپاکستان حکومت ته مهتاجه اوسرټیټی یاستو

    زه نه پوهیږم چه دملی یووالی حکومت دمهاجرو دبیرته راتګ په باره کی کومه پالیسی لری او که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *