اسلام اباد یو ځل بیا پتییلې چې له کابل سره اړیکې دوستانه کړي او د باور فضا رامنځ ته کولو باندې اسلام اباد ځینو پروژو کې دوه اړخیزه ګټه پورته کړي.
د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت لومړۍ ورځو کې ولسمشر غني اسلام اباد ته لاړ او هلته یې د اړیکو دوام او دوستانه اړیکو باندې پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، دا خبرې جدي وې او ولسمشر همغه مهال ویلي و، که پاکستان ښه نیت و نه ښيي ، هیڅ به اړیکې ورسره و نه پالي.
د ولسمشر غني له دې سفر وروسته پاکستان رښتنی عمل و نه کړي چې افغان حکومت او افغانان قانع کړي، همغه و چې ولسمشر غني له پاکستان مخ واړو او نورو هېوادونو سره یې اړیکې پياوړې کړې.
څلور کاله د کابل او اسلام اباد اړیکې سم وضعیت کې نه وې، که څه هم اسلام اباد هڅه وکړه چې دا اړیکې یو ځل بیا په ژمنو جوړې کړي، خو افغان حکومت ویل چې له یوې سوړې دوه ځل په مار باندې ځان نه خوري.
د اړیکو د جنجالونو په دوام د عمل پلان رامنځ ته شو چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې ښه کولی شوې او د سولې پروسه او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې د پاکستان نیت مالومولی شو، خو د دې پلان د ناستو په دوام باندې یو ځل بیا پاکستان له ځینو مواردو تيښته وکړه.
د عمل پلان یو کال وشو چې همداسې پاتې و او مخکې لاړ نه شو، اوس چې یو ځل بیا د پاکستان ملکی حکومت مشر عمران خان د اړیکو جوړولو پریکړه کړې او افغان ولسمشر ته یې د پاکستان د ورتګ بلنه ورکړې، تمه شته چې پاکستان به اړیکو جوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
پاکستان ته ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر هم د ولسمشر د سفر د چمتووالي لپاره و او هلته یې پاکستاني لوري سره ګډو ګټو او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې او تفصیلي بحث کړی دی.
اوس تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان له یو پلاوی سره اسلام اباد کې دی چې له پاکستاني لوري سره د عمل پلان باندې خبرې وکړي.
اسلام اباد کې د کابل د سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوی((ټاکل شوې چې یاد ګډ پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره تر لېدنو کتنو وروسته ” د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان سند (APAPPS)” د تطبیق په باب د پرمختګونو د بیا کتنې په لومړنۍ ناسته کې چې په سیاسي، پوځي، استخباراتي، اقتصادي او کډوالو برخه کې د پنځو کاري کمېټو په جوړښت د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو کاري چوکاټ دی، ګډون وکړي.))
کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په یو خبري کنفرانس کې تمه ښودلې چې دا ځل به پاکستان عملي اقدام وکړي او هغه اسناد او شواهد چې د ترهګرو ډلو په تړاو پاکستان حکومت ته سپارل شوي، عملي ګامونه پورته کړي.
ټاکل شوې د دې سفرونو او خبرو په دوام راتلونکي میاشت افغان ولسمشر اسلام اباد ته سفر وکړي او هلته به هر اړخیز بحثونه وکړي، پاکستان غواړي د ولسمشر په هغه طرحه کې شریک شي چې د سیمهییز اتصال په تړاو يې پيل کړې او ټول ګاونډې او د سیمې هېوادونه ترې ګټه اخیستلی شي.
دا به د پاکستان وروستی چانس وي، چې څنګه دا اړیکې ساتلی شي او په هغه څه عمل کولی شي چې افغان حکومت یې غواړي او د دواړو هېوادونه په ګټه دي.