د فراه ښار د شمال لویدیځ په۲۰ کیلومترۍ کې یو اوږد او نسبتاً جګ غر پروت دی چې د سیمې اوسېدونکي یې (بوچه باران) بولي خو په تاریخونو کې (بي بي چه باران) لیکل سوی.
دا غر په ځان کې ښکلي منظرې، ښایسته درې، څه ناڅه د شنو او کوثرو ونې او د اوبو ډک ډنډونه هم لري چې تر ټولو مشهوره دره یې د بي بي قبر په نامه یادیږي… هلته په حیرانوونکي ډول له یوه ستر لاخ څخه د ۲ یا ۳ انچه په اندازه اوبه ټول کال راتویېږي او یو خورا ښکلی آبشار ترې لاندي سته چې د یخو او خورا خوږو اوبو ډنډ هم تري لاندي جوړ شوئ او سیمې ته يې ځانګړې ښکلا وربښلې ده.
د ډیر پخوا راهیسي هلته ځوانان د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د میلو او ساعت تیري لپاره ورځي او د سترو کاڼو یخو سیورو ته وختونه تیروي.
خو جالبه دا ده چې یو ناڅاپه د ولس ترمنځ آوازه سوه چې په بوچه باران کې یو غټ مار له اسمانه را لویدلی!! لومړیو کې د ۱۰ او ۲۰ متره خبره کیده په یوې اونۍ کې ږغ د ۵۰۰ متره اوږدوالي او ۱۵۰ متره پلن والي ورسید چې ان د شیوان کلي څخه له ورایه ښکاري!! ځینو خو دا کار د امریکا وګاڼه چې د دوی په ژبه) غواړي بسلمانان تمام په تمام کړي)!!
چا ویل انسانان یې خوړلي او چا ویل رمې او ګورمونه یې غونډ تیر کړي، څوک وایي تر خولي یې د اور لمبي راوځي او څوک وایې نارینه نه خوري او د ورځې یوه پیغله نجلۍ خوري… څوک وایي لکه آس شیشنی کوي او ښځې بیا وایي کلمې هم وایي!! چا یې د فلمونو د کتلو دعوې وکړې او ځینو فاسقانو بیا د ساده قوم د تیرایستلو په موخه صوتي فایلونه هم ډک کړل چې وایي ما په خپلو سترګو ستر ښامار ولید…
موږ عجیبه خوش باوره مخلوق یو…؟!!
څومره ژر باور کوو؟!
دا ککرې خدای پاک ځکه راته له مغزو ډکې کړي چې کله یوه خبره اورو نو لږ سوچ هم خپله پرې وکړو… موږ بس سمدلاسه اوریدلي خبره بل چا ته کوو او ویره اچوو… په دې هکله د اسلام دین سپاریښتني خورا ښکاره او روښانه دي، رسول الله ص فرمایې: کفا بالمرء کذبا أن یقول کل ما سمع. توضیح: د یو سړي د دروغجن کیدو لپاره دا بس ده چې هرڅه يې واوریدل، نقل یې کړي!!
داسي ښکرور دروغ په ډیرو ټولنو کې خپریږي، خو هرځای چې د پوهې کچه لوړه وي یوازي یوه وړه دایره کې راڅرخي او بیا ورکیږي خو دلته له بده مرغه دومره د پوهې کچه ټیټه او ناپوهۍ ګراف دومره لوړ دی چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د فراه د ښامار ږغ ان تر بادغیس، کندهار او کندوزه ورسیدی!!
کندهاریان بیا بیخي په زړه پاک خلک دي، لکه په ژوند چې یې دروغ نه وي اوریدلي، زنګونه یې خپلو فراهي سوداګرو او موټروانانو ملګرو ته کش کړي وي چې دا ښامار څنګه شی دی او ستاسو کوم خپلوان خو به یې نه وي خوړلی؟!!
څه موده وړاندي ږغ سو چې تور لړمان په زرګونو ډالرو خرڅیږي… خلکو شپه او ورځ یوه کړه او لړمان یې ټول کړل، پای نه خریدار پیدا سو او نه ډالر چا ولیدل، ټوله خوشي کیسه وه…
د روژي میاشتي لږ مخکي آن د ملایانو ترمنځ ږغ سو چې په اسمان کې سترګه لیدل سوي او ځینو یې سمدم پر واټس اپ انځورونه راواستول او د لاري چاري پسي په وارخطایې ګرځيدل!! خلک یې ډار ته اچولي وو او سخت وحشت یې خپور کړی وو…
څوکاله مخکي ځینو ویل پلانکی آغا صاحب پر ښامار سپور سوی او بازار ته تللی، والي او قومندان یې مخته ورغلي!! ډيرو ساده ګانو باور پري وکړ او د آغا صاحب دربار بیا د یوي مودي لپاره تود سو…
دوه کاله مخکي آوازه سوه چې په فراه کې داسي آغا پیدا سوی چې په خلکو یې سرطان ځاي پر ځای قی کړی او شلیان یې جوړ کړي… خلک له هرات، غور، بادغیس، هلمند، کندهار، ارزګان او آن د کابل او پروانه ورته راځغاستل د دور جو کلي ملا) دومره مشهور سو چې د کور شاوخوا یې بازار او هوټلونه خلکو جوړ کړل!!
بل ځل ږغ سو چې په شینډنډ کې یو شهید د شپي راځي خپل د مور او پلار سره مجلس کوي او د خلکو پټي هم معلوموي!!
نه پوهیږم تر کومه به دا خوار ولس په همدغو خرافاتو باندي غوليږي او د عقل په لاندي پوړونو کې به نور هم پاتي کيږي؟! الله ج دي زموږ دا اکثریت کم سواده مخلوق سواده داره کړي ترڅو د خپل رب، دين، مذهب، ایمان او اسلام په پيژندلو کې ښه وړتیا پیدا کړي او له دغسي خرافاتو هیڅ وډار نسي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته