افغان مسافران په لنډیکوتل کې

تاند – د افغانستان ختیځ ګاونډي، پاکستان، له نژدې یوولسو ورځو راهیسې د افغان مسافرو پرمخ د ډیورنډ پر کرښه جوړې دروازې په یو اړخیز ډول تړلي او هر ډول تګ راتګ یې پرې بند کړی دی.

ویل کیږي چې پاکستان دغه ګام وروسته له هغه واخیست چې په پنجاب او سند کې څو چاودنې وشوې او پاکستان تور پورې کړ چې چاودنې د افغانستان له خاورې رهبري کېدلې چې افغان حکومت د پاکستان، چې ویل کیږي په دولتي سطحه د ترهګرۍ ملاتړ کوي، ادعاوې بې بنسټه وبللې.

د ډیورنډ له کرښې سره نژدې د لنډیکوتل له سیمې څخه خبرونه او خبري راپورونه ښیي چې سلګونه افغانان چې حتی پاسپورټونه هم ورسره دي له څو ورځو راهیسې هلته سختې شپې ورځې تېروي، او د لارې د خلاصېدلو په تمه ناست دي.

پاسپورټ په لاس افغان مسافر چې پاکستاني چارواکو پرې د تورخم دروازه بنده کړې ده

په لنډیکوتل کې افغان مسافرو مشال راډېو ته ویلي چې له لسو ورځو راهیسې په لنډیکوتل کې ایسار دي، او دا چې په هغوی کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان چې یو شمېر یې ناروغان دي هم موجود دي. مسافرین وايي چې هغوی له څو ورځو راهیسې پراته دي او د دروازې د خلاصېدلو انتظار کوي.

تېره ورځ /شنبه د فبروري ۲۵مه/ په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي وو چې د پنجاب واکمنو ډاډ ورکړی چې د تېرې ورځې په بهیر کې به د تورخم دروازه په جزئي توګه او په راتلونکو درې ورځو کې په بشپړه توګه خلاصه کړي خو د نن ورځې حالات ښیي چې پاکستاني چارواکو افغان سفیر ته دروغ ویلي وو.

د سیمې د چارو تحلیلګران وایي چې، پاکستان له څو کالونو بلکه له نژدې څلورو لسیزو راهیسې افغان کډوال په خپل هېواد کې د یرغمل په توګه تطمیع کړي ساتلي دي چې وخت په وخت ترې د افغان حکومت پر ضد هم د نظامي او هم د سیاسي حربې په توګه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *