تاند- په امریکا کې یوه تازه څېړنه ښيي چې د امریکا هغه پوځیان، چې په افغانستان او عراق کې یې ډېر وخت تېر کړی دی، د پوستکي د سرطان له خطر سره زیات مخامخ دي.
امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ په دې اړه په راپور کې وویل چې په افغانستان او عراق کې اوسېدلي امریکايي پوځیان د دې لپاره زیات د يوستکي په سرطان اخته کېږي چې هغوی ډېر وخت په دښتو کې د لمر تر وړانګو لاندې تېر کړی دی.
د دې څېړنې لیکوال پروفیسر ډاکتر جینیفرپاورز، چې په ناشفیل (Nashville) کې د فاندیربیلټ (Vanderbilt) پوهنتون د روغتیايي مرکز د طب استاد دی، وايي:«زموږ په څېړنه کې هغه عوامل تشخیص شوي چې په سبب یې له جګړې راغلي پوځیان د پوستکي د سرطان له خطر سره زیات مخامخېږي.»
د لمر د وړانګو او د پوستکي د سرطان د ارتباط متخصصه ډاکتره سوزن سومرز وايي، په صحرايي اقلیم کې د لمر د وړانګو مخته ډېر وخت پاتې کېدل، د لمر د وړانکو په وړاندې د ساتونکو موادو د اړتیا په باب بې خبري، د لمر ضد کریمونو کم استعمالول او د نورو مخنیوونکو موادو نه کارول هغه عوامل دي چې د پوستکې په سرطان کې ډېره اغېز لري.
دا څېړنه په ۲۱۲ سرتېرو، چې له افغانستان او عراقه امریکا ته بېرته تللي دي، شوې ده. د دوی په سلو کې ۱۳ یې په منظم ډول د لمر ضد کریم کارولي خو ۸۷ نورو ویلي چې کله نا کله یې پر مخ او بدن لمر ضد کریم وهلي دي.
ډېرو لږو ویلي چې پوځي خدمت د پوستکي د سرطان په خطر پوی کړي دي.
په سلو کې ۷۷ سرتېرو په ورځ کې تر ۴ ساعته زیات وخت تر لمر لاندې تېر کړی دی.
دې څېړنې یو ځل بیا د لمر د وړانګو په وړاندې د زیات وخت پاتې کېدا او د پوستکې د سرطان ارتباط وښود.
————————–
د سرطان په اړه ولولئ:
څنګه د سینې د سرطان مخه نیولی شو؟
د سینې سرطان؛ ځان څنګه ژغورلی شو؟