تاند- امریکايی چارواکي وايي، امریکا ښايي له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستلو یا د صفر انتخاب ته مجبوره نه شي، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی باید په دې پوی شي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره دوه اړخیز امنیتي تړون ضروري دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې امریکايي چارواکو دا څرګندونې څو ورځې وروسته له دې وکړې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور خپور کړ چې ولسمشر اوباما له افغانستان سره په امنیتي تړون کې نهیلی شوی او اوس له افغانستانه د درستو امریکايي پوځیانو د ایستلو پر انتخاب غور کوي.
د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پر سر له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې ودرولې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې وویل:«په افغانستان کې زموږ د حضور په اړه له امنیتي موافقې پرته به په دې هیواد کې پاتې نه شو. خو موږ باور نه لرو چې دا به زموږ د خبرو نتیجه وي.»
ده همداراز وویل:«د عراق خلاف، چې ډېر ځلي ورسره پرتله کېږي، افغانستان زموږ د ځواکونو پاتې کېدا ته اړتیا لري. اکثره افغانان غواړي چې موږ یې په هیواد کې پاتې شو او موږ ژمنه ورکړې چې پاتې به شو.»
په افغانستان کې حاضردمه څه باندې شپېته زره امریکايي پوځیان دېره دي خو ټاکل شوې ده چې د هغو شمېر د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې ۳۴ زرو ته لږ شي. امریکا له افغان چارواکو سره خبرې کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته لږ شمېر(د ۸ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ) پوځیان په افغانستان کې پرېږدي څو افغان امنیتي ځواکونه وروزي او مشورې ورکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي، په پینتاګون کې تل دا خبره شوې چې امریکا باید په افغانستان کې یو شمېر پوځیان پرېږدي خو د ټولو ځواکونو د ایستلو احتمال په هغه صورت کې نه شي رد کېدای چې کابل له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
د امریکا یوه دفاعي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل:«د امریکا او افغانستان ګټې په دې کې دي چې له ۲۰۱۴ وروسته تلپاتې پوځي اړیکې ولري.»
رویټرز همداراز وايي چې د کرزي د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي چې د دوی زړه ته نه لوېږي چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.
په عین حال کې د اسیا او پسفیک د امنیتي چارو یوه دفاعي کارپوه پیټر لافوۍ د امریکا د مشرانو جرګې غونډې ته وویل چې د افغانستان حکومت باید له دې مسلې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره کار وانخلي بلکې د مناسبې او عادلانه معاملې هڅه وکړي.