رحمت الله جمالزی – 

افغان لوبډلې په ۲۰۱۴ کال د درېیم ځل لپاره نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته لار ومونده، خو دغو سیالیو د تېرو کلونو له سیالیو سره توپیر درلود. سږ کال توپیر دا و، چې له افغانستان سره یو شمېر نورو دویم درجه هېوادونو هم د نړیوال جام سیالیو لوبولو ته لار ومونده او دا ځل د نړۍ لسو پیاوړو هېوادونو ته چې د نړیوال جام اصلي لوبوونکي وي لار موندل هم ستونزمن وو او له نړیوال جام سیالیو وړاندې دوی په یوه بل پړاو کې هم لوبې وکړې.

افغان لوبډله د نړیوال جام سیالیو له لوبولو موده وړاندې سرېلانکا ته ولاړه او د یوې میاشتې لپاره یې هلته تمرینات وکړل، له هغه وروسته دغه لوبډله د آسیايي جام لوبولو لپاره بنګله دېش ته ولاړه، په بنګله دېش کې په آسیا کې د نړۍ له پوره غړیتوب لرونکو ټولو لوبډلو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سرېلانکا سره ولوبېدله.

افغانستان له پاکستان او بنګله دېش سره په پرتلیز ډول ښې لوبې خو د سرېلانکا او هندوستان پر وړاندې په بشپړ ډول یو طرفه لوبې وکړې.

افغانستان په لومړي ځل وکولای شو یوه پوره غړیتوب لرونکي هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکوي. لامل دا و چې یو خو په دې وروستیو کې بنګله دېش لوبډله ضعیفه شوې او بل دا چې افغان لوبغاړو رېسکي یا د خطر له منلو سره لوبه وکړه او په لوړو شاټونو یې ټارګېټ لوړ کړ.

دې بریا د افغانانو پر مخونو خوښي او موسکا څرګنده او دغه بریا په پراخه کچه ونمانځل شوه، که څه هم د خلکو تمه د پاکستانۍ لوبډلې ماتول وو، چې په درېیم ځل ورسره مخ شوي وو خو افغان لوبډلې په  درېیم ځل هم ماتې وخوړه.

خو د بنګله دېش پر وړاندې لوبه خلکو ته د پوره غړیتوب لرونکي هېواد پر وړاندې د افغانانو د بریا له امله جالبه وه.

له دغې بریا وروسته خلکو وانګېرله چې سږ کال به افغان لوبډله په شل اوریز جام کې ښه وځليږي، ځکه افغان لوبډلې وار له مخه له پنځوس اوریزو لوبو په شل اوریزو کې تکړه بلل کېده.

افغان لوبډلې شل اوریز جام سیالۍ پیل او لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش سره مخ شوه چې د یوې اړخیزې لوبې په کولو سره یې ستره ماتې وخوړه، د نړیوالو تبصره کوونکو د ویناوو له مخې چې په هغه لوبه کې افغان لوبغاړي داسې نه برېښدل، چې د بریا په موخه د میدان ته ښکته شوي وي.

دغه ستره ماته د خلکو د سختې غوسې لامل شوه ځکه په دې سره افغانستان په نړیوال جام کې د مخکې تګ له کاروانه شاته پاتې شو، افغانانو دویمه لوبه له هانکانګ لوبډلې وګټله خو په درېیمه او سرنوشت سازه لوبه کې یې له نیپال سره یوه بله یوه اړخیزه لوبه وکړه او ماتې یې وخوړه.

موږ منو چې لوبه کې ماتې او بریا وي، تل یوه لوبډله نه بریالۍ کېږي، د نړۍ مشهورې لوبډلې ماتې خوري او سختې ماتې خوري خو د افغانستان د ماتو کیسه فرق لري.

افغان لوبډله یو ضعیف او بې باوره بېټېنګ لاین لري، چې ورسره مخ کېدونکې لوبډلې د افغان لوبډلې دغه ضعف ته په کتلو سره تل ماتې ورکوي.

د نیپال پر وړاندې د افغانستان ماتې د دې لامل شوه، چې افغانستان د نړیوال جام سیالیو له لومړي پړاو وویستل شي.

اصلي خبره دلته وه، چې افغانستان ته څو زیانونه ورسېدل، لومړی دا چې له افغانستان سره په یو وخت یو شمېر نورو دویمه درجه لرونکو هېوادونو لکه هانکانګ، نیپال، هالنډ او آیرلنډ لوبډلو هم لاره پیدا کړې وه د کرېکټ نړیوالې شورا پام ور واړاوه. دغو هرې یوې لوبډلې له افغانستانه ښې لوبې وکړې، هانکانګ په لومړي ځل په یوه تمریني لوبه کې پوره غړیتوب لرونکي هېواد زېمبابوې ته ماتې ورکړه، چې افغانستان ونه شوکولای او د نړیوال جام سیالیو په لړ کې یې بنګله دېش له ماتې سره مخ کړ، چې افغانستان ونه شو کولای. د هانکانګ پر وړاندې د بنګله دېش دغه ماتې او بنګله دېش له دې وړاندې په آسیايي جام سیالیو کې د ټولو لوبو په بایللو سره د افغانستان بریا هم وننګوله، ځکه بنګله دېش یوه ضعیفه لوبډله وبلل شوه.

بل پلو آیرلنډ په زړه پورې لوبې وکړې او زېمبابوې او هالنډ یې مات او په خپل ګروپ کې تر ټاپ پورې را ورسېدل.

نيپال هم ښه وځلېد خو هالنډ د آیرلنډ پر وړاندې داسې تاریخي لوبه وکړه چې د کرېکټ د ټولو غاړو یې ورپام کړ هالنډ او بنګله دېش هغه لوبډلې وې، چې لسو ټاپ ټیمونو ته یې لار ومونده.

افغانستان ته زیان دلته شو، چې په دویمه درجه هېوادونو کې د آی سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا پاملرنه د هانکانګ، نیپال، هالنډ او آیرلنډ په لور واوښته او په دې منځ کې افغانستان هېر شو، ځکه دغو لوبډلو په لومړي ځل نړیوال جام ته په لارې پیدا کولو سره داسې وړتیاوې وښودې او افغانستان په درېیم ځل هم ونه شو کولای چې د دغو لوبډلو په څېر لوبې وکړي.

د دغه مهم سفر په لړ کې په افغان لوبډله کې ګډوډۍ، ماته روحیه، ضعیفه روزنه او مدېریت او خپل منځي ستونزې له ورایه برېښېدې. افغان لوبډله په نا همغږي ډول لوبېدله او په یو ډول تېروتنې یې کولې.

د افغان لوبډلې اساسي (سېنیر) یا تکړه او مهمو لوبغاړو د آسیايي جام سیالیو په ګډون د شاوخوا لسو لسو لوبو په کولو سره په یوه کې هم ونه ځلېدل، چې په دغه برخه کې نوروز منګل، محمد نبي عیسی خېل، کریم خان صادق، محمد شهزاد او په یو شمېر نور لوبغاړو ته اشاره کېدای شي.

محمد شهزاد محمدي د افغانستان د لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکی دی، خو په توپ وهنه کې یې د هانکانګ پر وړاندې له څه ناڅه ښې لوبې پرته په ټولو لوبو کې بې مسوولیته لوبه کوله په لومړي بال شاټ وهل او کېچ کېدل، چې دغې قضیې د افغان لوبډلې مسلکیتوب په کلکه تر پوښتنې لاندې راوستل.

دغو پرله پسې او سختو ماتو او وروسته کابل ته په چوپه خوله د لوبډلې راګرځېدو دغه لوبډله ورو ورو له خلکو هېره او مینه په راکمېدو شوه.

اوس په لوبډله کې اساسي او مسلکي نه احساساتي بدلونونو ته اړتیا ده.

پلان ورکول، روزونه، روحیه ورکول ښه مدېریت او بالاخره پر لوبغاړو د مسوولیت منل اساسي ټکي دي.

د مسلکي او تجربوي اړخ په پام کې نیولو سره په لوبډله کې د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو پر ځای د نولس کلنو او ځوانانو لوبډلو یو شمېر مخکښو لوبغاړو ته ځای ورکول.

په سمه او اساسي توګه پر لوبغاړو د روزنې ترسره کول او د روزنې لپاره د پوره او ريښتینو تابیاوو نیول.

د لوبډلې د روزنې تر څنګ د لوبډلې قوي مدېریت کول لوبډلې ته روحیه او پلان ورکول.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پاملرنې نه اوښتو لپاره تدابیر نیول.

په پای کې، کرېکټ بورډ باید هوښیارانه ګامونه اوچت کړي چې افغان کرېکټ لوبډله په دغه هېواد کې له خلکو او رسنیو هېره او په نړیواله کچه د کرېکټ له نړیوالې شورا او آسیايي شورا هېره نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *