تاند- د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس نن /سې شنبه/ د افغانستان د ولسمشر او د اروپايي کمیسیون د رييس په مشرۍ د نړۍ د ۷۵ هیوادونو او۳۰ نړیوالو موسسو په ګډون پرانیستل کېږي.
اټکل کېږي چې په دې کنفرانس کې به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ م کال پوري د کال ۳،۵ ملیارد ډالره مرستې ژمنه وشي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر فرانس مایکل میلیبین پرون /دوشنبه/ وویل چې دا اتحادیه هڅه کوي چې د لومړي ځل لپاره اکثره بهرنۍ مرستې د افغانستان د حکومت د بودجې له لارې ولګول شي.
د افغانستان ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره ملګری پلاوی پرون له کابله بروکسل ته ورسېد.
هغه هیوادونه چې له افغانستان سره به د یوه کال لپاره د بروکسل په کنفرانس کې نن او سبا مرستې اعلان کړي، دا دي:
امریکا ۷۰۰ ملیون ډالره
جرمني ۶۰۰ ملیون ډالره
نړیوال بانک ۴۰۰ ملیون ډالره
جاپان ۴۰۰ ملیون ډالره
اسیايي پراختیايي بانک ۳۰۵ ملیون ډالره
اروپايي اتحادیه ۲۲۰ ملیون ډالره
بریتانیا ۲۰۰ ملیون ډالره
ناروې ۱۷۸ ملیون ډالره
استرالیا ۸۱ ملیون ډالره
سویډن ۸۱ ملیون ډالره
هالنډ ۷۴ ملیون ډالر
ډنمارک ۵۶ ملیون ډالره
کاناډا ۵۵ ملیون ډالره
ایټالیا ۳۵ ملیون ډالره
فنلنډ ۳۳ ملیون ډالره
فرانسه ۲۵ ملیون ډالره
سویس ۱۱ ملیون ډالره
چک جمهوریت ۲ ملیون ډالره
دیره مننه د تاند محترم ويپ پانی له مشر او ټولو کارمندانو څخه که مهربانی وکړی له معلومات د افغانستان د نورو مرستو په هکله یا هم د هیواد د عایدو سرچیو په هکله معلومات راکړی د یو ځوان ریښتنی افغان او مسلمان سره به مو مرسته کړی وی