د هند د برصغیر له منځ نه، د پاکستان په نامه د هېواد را ایستل، نا څاپي پرېکړه نه وه. په دې موضوع کې له څلورو پېړیو نه زیات فکر شوی و چې بالاخره په ۱۹۴۷ کې دا ناخلفه اولاد وزېږېد.

له پرتګالیانو نه وروسته، انګرېزان برصغیر د (هند کوچني براعظم) ته په ۱۶۱۲ کې ورغلل او تر ۱۷۵۷ کال یې تجارتي را کړې ور کړې درلودلې. دا اړیکې دومره غښتلې شوې چې بیا تر یوې پېړۍ پورې (۱۷۵۷-۱۸۵۸) انګرېزانو د East India company  یا د ختیځ هند کمپنۍ په نوم د هند په ډېرو برخو، حکومت درلود چې بیا په رسمي ډول ۱۸۵۸-۱۹۴۷ پورې هند د بریتانیا د مستعمرې حیثیت پیدا کړ او له لندن نه اداره کېده.

مخکې له انګرېزانو نه، د هند د شمال پر ډېره برخه د ډهلي نه، “د اوس او بیا” د کلونو په شکل پښتنو لودیانو او سوریانو حکومتونه وو چې مجموعاً د ۷۵ کلونو نه زیات کېږي؛ خو د دې څلورو پېړیو په لړ کې، یواځینی مخالفت چې له انګرېزانو سره به کېده، د راجا ګانو او سلطانانو له خوا وو چې په راس کې یې پښتانه پاچاهان او نور با نفوذه محلي خانان او نوابان وو چې تفصیل ته یې په دې مقاله کې ځای نشته.

انګرېزانو تل په دې لیکنې کړي دي چې د دوی مخې ته، دا مسلمانان څرنګه د خنډ پر ځای خپل ملاتړ او یا هم د هند د هغه وخت د ۱۳۰ میلیونو وګړو په منځ کې ورک کړي؛ خو مسلمانان چې د پیغمبر(ص)  له ظهور نه را په دېخوا په زیاتېدو او خورېدو دي، د ډېرو غربیانو دا خوب غلط ثابت کړی او ځکه هم نن، بر سېره پر دې چې اسلام ۶۲۱ کاله وروسته له عیسی(ع)  نه نړۍ ته راغی، د مسلمانانو شمېر ۱،۵ ملیاردو ته په رسېدو کې، د عیسویانو نفوذ ته ور نېږدې شوی دی. نو ځکه په هندوستان کې د مسلمان قلع و قمع خوب هم په واقعیت بدل نه شو.

په ۱۹ مه پېړۍ کې د اردو بغاوت (۱۸۵۷-۱۸۵۸) چې مسلمان عسکرو فکر کاوه، د خوګ غوښې ورباندې خوړل شوي دي، ټول مسلمانان را وپارول او له هغه نه وروسته نور نشلستي تحریکونه پیل شول.

په افغانستان کې د غازي امان الله خان له منځته را تلو سره د هند د آزادۍ تحریکونو ته ‌ډېره ښه موقع په لاس ورغله چې هغوی به خپلې د ازادۍ غوښتنې مجلې او روځپاڼې په کابل کې چاپولې او بیا به یې هند ته قاچاق کولې. د دې تحریک یو نامتو مسلمان مولوي برکت الله، د دې لپاره چې په ۱۹۲۴ کې د عثماني ترکیې وروستی خلیفه و، د مصطفی کمال لخوا له منځه یوړل شو او د برکت الله په مشرۍ نورو هندي مسلمانو مشرانو، غوښتل چې خلافت باید امان الله خان په غاړه واخلي او د هند مسلمانانو ته یې توصیه کوله چې دوی باید افغانستان ته چې یو اسلامي هېواد دی، کډه وکړي. له همدې امله ډېر شمېر د هند مسلمانانو خپلې دارايۍ، په هند کې و پلورلې او افغانستان ته را وکوچېدل؛ خو امان الله خان فکر کاوه چې د هند په میلیونونو مسلمانان به څرنګه په کوچني افغانستان کې ځای پر ځای کړي او هم له بلې خوا په اروپا کې د مقتدرو دولتونو په موجودیت کې چې برطانیه، المان او تزاري روسه وه، کله به وکولای شي چې له کابله خلافت پر مخ بوځي. نو له همدې کبله له دواړو نه تېر شو او هندي مهاجر یې تشویق کړل چې بېرته ولاړ شي او افغانستان به د هغوی د آزادۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

انګرېزانو له هماغه وخته د مسلمانانو د پېړیو د مخالفت د پس منظر په نظر کې نیولو سره، په دې عقیده شوی و چې له دې یاغي مسلمانانو نه، کېدای شي یوه ورځ د ځان په ګټه کار واخلي؛ خو دا د مسلمانانو د مشرانو نظر نه وو چې دوی بیل دولت جوړ کړي؛ ځکه خو خان عبدالغفار خان، مولوي برکت الله او حتی په خپله علی جناح هم نه غوښتل چې د هند له منځه د مسلمانانو په نوم بل هېواد جوړ شي. ځکه چې مسلمانانو په هند کې د سلطنت او ادارې اوږد تاریخ درلود، نه یې غوښتل د هند له لویې وچې او میلیونونو وګړو نه بیل شي.

جناح او خور یې چې دواړو په لندن کې زده کړې کړې وې، په لمانځه او اوداسه نه پوهېدل او نه یې کول. کله چې یې لمانځه ته فکر شو، د جناح له خولې ویل شوي “دا خو ښه سپورت دی!”

په هر حال، انګرېزانو د اروپا په لومړي جنګ کې چې په ۱۹۱۸کال پای ته ورسېده او په دوهم جنګ کې چې په ۱۹۴۵ کال یې سوله وشوه، ډېره خساره لیدلې وه او نه یې شو کولای چې د هند په لویه وچه کې د آزادي غوښتونکو په مقابل کې بل جنګ کې داخل شي؛ نو په ۱۹۴۷ کال کې د بر صغیر له منځه د مسلمانانو لپاره، یو نوی هېواد جوړ شو چې بیا د پاکستان په نوم و نومول شو. خو لکه چې روسانو ماتې وخوړه، ویلي دي چې موږ خو مو پرې نښودلو؛ خو ستاسو لپاره مو داسې دښمن (ماینونه) پرېښودلي دي چې تر سلو کالو به درسره وجنګېږي. د پاکستان له جوړېدو نه وروسته د دې ملک په نوم هم ډېر مخالفتونه، حتی د هغو مسلمانانو لخوا چې له هند نه راغلي وو، پیدا شو. ځکه، هغو ویل چې که موږ پاک مسلمانان یو، نو دا نور مسلمانان ګنې پاک نه دي؟؟

په هر حال، پاکستان جوړ شو او د افغانستان غوښتنه چې باید پښتنو ته هم د هند د مسلمانانو په څېر حق ورکړل شي چې له هند سره پاتې کېږي او که له نوي هېواد (پاکستان) سره یو ځای کېږي او که خپل ازاد هېواد غواړي، زموږ د هغه وخت دا غوښتنه چا ونه منله؛ خو کله چې پاکستان غوښتل، د ملګرو ملتونو غړی شي، موږ هم منفي رایه ورکړه.
د دواړو هېوادونو (پاکستان او افغانستان)، لومړی د پاکستان په جوړېدو، بیا د صوبه سرحد په پښتنو او په تېره بیا د ډیورنډ په کرښه چې منځ ته راغله، تر نن پورې مخالفتونه دوام لري.

دا دی، د روسانو له مداخلې نه تر اوسه، پاکستان د افغانستان په سر له نړۍ، په تېره بیا له امریکا نه ۳۰ ملیارده ډالره اخیستي دي چې په هغو پیسو د اتومي طاقت څښتن شو او هم زموږ د مهاجرو په تک سره، د دوی لنګ په پرتوګ بدل شو او د دوی پتیره ډوډۍ په مالګینه، چلو و پلو باندې واوښته او په داسې نور ښېګڼو باندې پوه شول.

خو دوی تل زموږ د وچې له محاط حالت نه په استفادې سره، موږ ته د یوه مسلمان ورور پر ځای، یو اجنبي دښمن ګرځېدلی او هغه آی اس آی چې انګرېزانو ورته جوړ کړی، د لومړيو ۲۰ کالو لپاره خپله انګرېزان د دې پدیدې مشران وو، چې اوس کله القاعده، کله طالب او په دې وروستیو کې داعش او نور بې شماره ترهګر تربیه کوي او زموږ د خوږ ژوند د تریخولو ناوړه هڅه کوي.

له بلې خوا، د تېرو ۴۰ کالو په جنګونو او بې امنیو کې په موږ کې داسې ډلې ټپلې هم پیدا شوي دي چې پردیو ته د پیسو په مقابل کې له هر څه نه ور تېر دي.

ولسمشر چې له لومړۍ ورځې نه، سفرونه وکړل او تر نن ورځې پورې خپل ۷۰ په سلو کې وخت په دې تحمیلي جنګ باندې تېروي چې د هغو په پایله کې څلور ځلي د افغانستان او پاکستان تر څنګ د نړۍ دوه لوی طاقتونه، چین او امریکا خبرې وکړې چې طالبان باید خپل مسوولیت د افغانانو په حیثیت درک کړي او نور له قتل و قتال نه لاس واخلي. سر تاج عزیز هم په لندن کې د لومړي ځل لپاره اعتراف وکړ چې هو! د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او موږ ورباندې نفوذ لرو او د سولې خبرو ته به یې راولو؛ خو یا یې ونه شول کولای او یا یې دروغ ویلي وو.

د کابل د سرخط ورځپاڼې په حواله “به تازګي رسانه های پاکستاني ګزارش داده اند که هیات طالبان در سفر شان از قطر به اسلام اباد، علاقه مند شده اند، با دولت افغانستان روی میز، مذاکره حضور یابند. در پیوند به این موضوع، ریاست اجرائیه میګوید که دیګر هیچ برنامه یې صلح را با ګروه طالبان روی دست نخواهد ګرفت.

مجیب الرحمان رحیمي سخن ګوی ریاست اجرائیه… ګفته است: در ګذشته ها فرصت مناسب برای ګروه طالبان وجود داشته… اما ګروه طالبان از این فرصت استفاده نه کرده… حالا حکومت بدون سرکوب این ګروه برنامه دیګرې نه دارد.”
که دا خبر سم وي، طالبان بالاخره پوه شول چې په دې حکومت کې چې ټلواله او نور ورسره دي، یو یې هم نغواړي چې سوله وشي او یا طالبان بېرته خپلو کلو او بانډو ته را ستانه شي.

دا یواځې اشرف غني دی چې د سولې لپاره یې ملاتړلې او غواړي چې طالبانو سره په امنیت باندې پایلې ته رسېدل به، خپل د نېږدې مودې پلانونه عملي کړي او ټولو افغانانو ته چې دا ۴۰ کاله یې په جنګونو کې تېر کړي دي، د راحت او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د افغانستان جمهور رییس ډاکټر اشرف غني دی. دا د هغه په فیصلې پورې تړلې ده چې له طالبانو سره خبرو ته کېښني او که نه؟ ولسمشر پوهېږي چې د خبرو دروازه باید هېڅ کله هم ونه تړل شي. جنګ به یواځې له هغه ډلو سره کېږي چې سوله نه غواړي. دا چې طالبانو د قطر هیئت چې د پاکستان په سفر راغلی وو، ویلي چې حکومت سره خبرو ته حاضر دی؛ باید حکومت او دولت یې، ښه فال وګڼي او خبرو ته ورسره کېښني.

د ډاکټر عبدالله ویاند مجیب الرحمن چې د افغانستان له تاریخ نه منګر دی، هېڅ کله هم باید داسې د جنګ دوام ته لمن ونه وهي چې هره ورځ دواړو خواوو ته له پونځوسو تنو نه زیاته مرګ ژوله اوړي.
د افغانستان مطلق اکثریت نور افغان وژنه، نه غواړي.

و من الله توفیق


د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *