د مالیې وزارت خبرپاڼه؛

د افغانستان حکومت او ډنمارک هیواد تر منځ د ۳۳۰ میلیونه کرون (۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو) په ارزښت د پراختیایې همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د لړم میاشتې په۱۵مه  نېټه د ۳۳۰ میلیونه کرون (۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو) په ارزښت د پراختیایې همکاریو هوکړه لیک د افغانستان لپاره د ډنمارک هیواد له سفیر ښاغلي نیکولاج پیترسن سره لاسلیک کړ.

د ډنمارک حکومت د مشارکت درې کلنه طرحه (۲۰۱۸-۲۰۲۰) د ۵۰ میلیونو امریکایې ډالرو په ارزښت د افغانستان لپاره ځانګړې کړې ده، چې یاده بودیجه د ډنمارک هیواد د پراختیایې همکاریو د وزیرې اغلې اولا پیټرسن تورنیس، له خوا منل شوې ده. ډنمارک هیواد په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان له ملي پراختیایې پروګرامونو سره مرسته کړې.

په افغانستان کې د ډنمارک مشارکت په څلورو مهمو محورونو کې ده، چې پراختیایې پروګرامونه یې په لومړیتوب کې راځي، همداشان یاد هیواد د سولې او ثبات صندوق له لارې امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او کورنیو بي ځایه شویو سره بشر دوستانه مرستې او د یاد هیواد ۱۶۰ نظامیان د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د زده کړې او مشورې په موخه له افغانستان سره مرسته کوي.

له افغانستان سره د ډنمارک هیواد مرستې د سولې او پراختیا له ملي چوکاټ سره سمې تر سره کیږي چې موخه یې د بیوزلۍ کمول د خصوصي سکټور ودې ته په تمرکز دي چې د لسو لومړیتوب لرونکو پروګرامونو له لارې پلي کیږي.

د دوه اړخیزې حساب ورکونکې چوکاټ له لارې، ډنمارک کلیدي موخو ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې ښه والی دی، له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي.

د مالیې وزارت سرپرست، ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، وویل:” افغان حکومت د یوې پایداره ډیموکراسۍ جوړولو لپاره له افغانستان سره د ډنمارک هیواد له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي. د (۲۰۱۸-۲۰۲۰) کلونو پراختیایي هوکړه لیک د افغانستان له حکومت سره د ښې حکومتولۍ د ملاتړ، د کرنې او لوړو زده کړو سکټور، د کار اغېزمنتوب او ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي”.

د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیرې اغلې اولاپیټرسن تورنیس، د دې هوکړه لیک په اړه وویل:” د افغانستان له لوري سره د ډنمارک ۵۰میلیون ډالري هوکړه لیک له لاسلیکولو څخه خوښه یم. افغانستان د ډنمارک هیواد د سترو پراختیایي او بشردوستانه مرستو ترلاسه کوونکی هیواد دی. د افغانستان لپاره د یاد هیواد پراختیایي بودیجه په کال کې شاوخوا ۷۰ میلیون امریکایي ډالره ده. په دې حساسو شېبو کې نننۍ مرسته له افغانستان سره د ډنمارک هیواد د پیاوړي ملاتړ ښوودنه کوي. خوښه یم چې د سږ کال په پسرلي کې مې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، سره له دې چې افغانستان له ستونزو سره مخ دی بیا هم د ښځو د حقونو او ښوونې او روزنې په برخو کې د پرمختګ شاهدان یو.”

نوموړې زیاته کړه:” د دې نوي هوکړه لیک په لاسلیکولو سره، موږ له افغان حکومت او مدنې ټولنو سره د اغېزمن، دیموکراتیک، روڼ او حساب ورکوونکې دولت جوړولو کې همکاري کوو. د دې مرستې اصلي موخه د بشر حقونو لوړوالي او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ده. همدا شان یاد پروګرام د خصوصي سکټور، کرنې، ښوونې او روزنې ملاتړ کوي، چې له یوه باثباته او په ځان بسیا افغانستان څخه د ډاډ حاصلولو اساسي هڅوونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *