تاند- نړیوال بانک له افغانستان سره نن /سې شنبه/ د ۶۹۱ ملیون ډالره مرستې موافقه لاسلیک کړه.
د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د نړیوال بانک له رييس شبهام چودري سره د دې مرستې د اسنادو د لاسلیک په مهال وویل، دا مرسته به پر روغتیايي چارو، کاسا ډیجټلي پروژې او د دولتي بانکونو د ظرفیت پر لوړولو ولګول شي.
د موافقې د لاسلیک په وخت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او روغتیا وزیران هم حاضر ول.
د مالیې وزارت وايي چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي دا مرسته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې منظور کړې وه.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په یوه غونډه کې وویل «د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو ډیجیټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي.»
نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي.
په غونډه کې د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې ۶۰۰ ملیون ډالره روغتیايي سیکتور ته ځانګړي شوي چې په درو کلونو کې به ولګول شي.
د روغتیا وزارت ته ۱۴۰ ملیون ډالره نړیوال بانک، ۴۲۵ ملیون ډالره د افغانستان د بیارغونې صندوق او ۳۵ ملیون ډالره د ماشومانو او میندو د روغتیا د نړیوالې پانګونې صندوق ورکوي.
ښاغلي فیروز په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې پر روغتیايي سیکتور ۱۹۰۰ ملیون ډالره (یو ملیارد او ۹ سوه ملیون) لګول کېږي چې یوازې په سلو کې ۵ یې د افغانستان له خپلې بودجې ورکول کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي وویل چې د کاسا دیجټلي پروژې له بشپړېدو وروسته به ۹ ولایتونه، چې لا له نوري فایبر سره وصل شوي نه دي، له دې شبکې سره یوځای شي.
ټاکل شوې چې۵۱ میلیون ډالره وړیا مرسته د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د ډ یجیټل کاسا۱ پروژې ته ځانګړې شي، څو له دې لارې په ټیټه بیه په انټرنټي خدمتونو کې زیاتوالی راشي.