احسان الله ارینزی –
هغه جهاد چې اوس یو څو کسانو برمته کړی او ګټې پرې کوي، یو وخت په ملیونونو خلکو پورې اړه درلوده!
هغه وخت چې د شوروي اتحاد سره پوځونه په افغانستان کې دېره وو، د دې هېواد ټولو خلکو، ښځو او نارینه وو، زړو او ځوانانو، له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځه دا خپله ایماني، تاریخي او وطني دنده بلله چې د هېواد د خپلواکۍ او سرلوړۍ له پاره، د وینو او باروتو اور ته ودانګي، د خپلو سرونو په بیه د خپلواکۍ ناوې ته ښه راغلاست ووایي او د خپلو پلرونو او نیکونو په شان بېوزلی؛ خو سرلوړی ژوند وکړي!
په دې اونۍ کې په هغه ورځ شپږویشت کلونه پوره شول چې سره پوځونه له افغانستان څخه وتلي. په هغه لسو کلونو کې چې سره پوځونه په افغانستان کې زموږ د خلکو په ضد په ورانوونکي او وژونکې جګړه بوخت وو، هېچا دا فکر نه کاوه چې شورویان به له افغانستان څخه ووځي. دې قطبي ییز(خرس) چې هر ځای پښه ایښې وه بیا نه وو په شا شوې!
د ختیځې او منځنۍ اروپا له ځینو هېوادونو څخه نیولې تر بالتیک، قفقاز او منځنۍ آسیا پورې، ټول د شوروي اتحاد د واکمنۍ قلمرو باله کېده او ډېر داسې انګېرله چې افغانستان نور نو یو نیول شوی هېواد دی چې د سیاسي جغرافیا د پراختیا او د هند سمندر د تودو اوبو خوا ته د روسانو د تاریخي یون د تحقق یو پړاو په توګه دوی ته ځانګړی ارځښت لري او په شاتګ نشته!
خو د افغانستان خلکو بیا د نړۍ په تاریخ کې یو بل ګام اوچت کړ او هغه مقوله یې بیا رښتیا کړه چې دا وطن د نړي د نه ایلیدونکو سترواکیو هدیره ده او ډېرو ښکرورو دلته سرونه بایللي!
د شلمې پیړۍ په پیل کې د افغان- برتانیا په درېیمه جګړه کې، هغه سترواکي دړې وړې شوه چې لمر یې په سیمه کې نه ډوبېده او د همدې پیړۍ په پای کې هغه شوروي ماتې وخوړه او څو ټوټې شو چې د نړۍ په شپږمه برخه خاوره یې واکمني درلوده او د نړۍ له زبرځواکونو څخه شمارل کېده.
افغان- شوروي جګړې یو ځلې بیا ثابته کړه چې ټانکونه، توپونه، الوتکې او بمونه د جګړې سرنوشت نه شي ټاکلي، د جګړې سرنوشت هغه سرتیری انسانان ټاکي چې په ډګر کې ولاړ وي او د خپلو ارمانونو له پاره سرونه په سیالۍ ښندي او وېره نه پېژني!
هو! د افغانستان په لکونو خلکو سرونه وښندل؛ خو د یو څو تش په نامه مشرانو د پرله پسې ناکامیو له امله یې هغه ثمر په سترګو ونه لید چې ورته په تمه وو!
خلکو ستره قرباني ورکړه، شوروي پوځونه مات شول؛ خو د سیمې استخبارتي کړیو لوبه داسې ډیزاین کړې وه چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل او خلک له څڅوبی څخه ناوې ته کیناستل!
د افغانستان د خلکو د سترې وطني جګړې ثمرې په اوبو لاهو شوې؛ خو یو څو پکې داسې خانان شول چې اوس د نړۍ په ملیونرانو کې شمال دي او دا ټول ستر وطن یې په یرغمل نیولی. عجبیه خو لا دا ده چې همدا کسان د دریځونو شا ته درېږي او خلکو ته د خدای او رسول خبرې کوي!
اوس چې له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو اوه ویشتمه کالیزه ده، د دې خلکو سترې قرباني ته د درناوی له پاره خپله هغه خاطره له تاسو سره شریکوم چې په 1366 هـ.ش کې پېښه شوه او زه یې عیني شاهد وم.
د هغه کال په خورا تادوه دوبی کې زه په الوتکه کې ننګرهار ولایت ته تللی وم. ما په هغه وخت کې د افغانستان په صنعتي پراختیا بانک کې کار کاوه او دنده مې درلوده چې د کنګل جوړولو د هغه فابریکې کار وڅارم چې په تورخم اډه کې د جوړېدو په حال کې وه. کار پای ته ورسېد؛ خو الوتکه نه وه. دوولس ورځې وروسته ما پرېکړه وکړه چې د ځمکې له لارې کابل ته ځم.
هغه وخت د کابل- جلال آباد لاره امن نه وه، هره ورځ به جګړې کېدې او دولتي نقلیه وسایط، مامورین او سرتیري به په کاروانو کې تلل- راتلل.
زما د تګ په ورځ د دوه- درې سوه لویو او کوچنیو کاروان د ګڼ شمېر ټانکونو او سرتېرو په مرسته، د کابل په خوا وخوځېد. ټول په وېره کې وو او داسې تمه کېده چې ژر یا ځنډ به له کمین سره مخامخ شو.
د ورېښمین تنګي په خوله کې وو چې مجاهدینو د کاروان په سر برید وکړ. موږ د تنګي په پېچومو کې جګړه په سترګو نه لیده؛ خو د ډزو آوازونه مو له لیرې اورېدل او کاروان په ځای ولاړ و. ځینې خلک له خپلو موټرو څخه ښکته شوي او په سیند کې په اودسونه لګیا شول چې د ماسپښین لمونځ وکړي.
له نژدې یو ساعت جګړې وروسته د مجاهدینو کمکۍ ډلې ماته وخوړه او په شا لاړه. موږ څو کسان له موړه واوښتو او د کاروان سرته لاړو چې وګورو هلته څه خبره ده؟
هلته مو هغه ځوان مجاهد ولید چې ټپي نیول شوی او سرتېرو د زرهپوش په سر څملولی و. دوی غوښتل چې ټپي مجاهد په سروبي کې روغتون ته وسپاري.
دا ټپی به کله کیناست او کله به بیا بېرته څملاست.
دی په خېټه په مرمۍ لګېدلی و؛ خو شا خوا ټپ دومره لوی و چې یو سرتیري د تشناب کاغذ پوره بنډل پکې ایښی و. لکه چې د دهشکې ماشنګڼې ګولۍ د ده نیمه معده او ټولې کولمې شا ته ایستلې وې!
د ځوان مجاهد رنګ ژړ اوښتی و او تږی ښکارېده. په دې کې یو چا ده ته یو پاکټ ګولۍ ونیوې او وې وېل چې دوه ګولۍ وخوره، چې درد دې لږ آرامه شي او په خیر سروبي ته ورسې.
زما ښه په یاد دی چې مجاهد ګولۍ په لاس کې واړولې راواړولې، بېرته یې همغه سړي ته ورکړې او وې ویل ورکه دا ګولۍ، کېدای شي په (شوروي) کې جوړې وي!!!!
دې ځوان لس دقیقې وروسته زموږ په مخکې سا ورکړه. دی په شوروي (ګولۍ) لګېدلی و؛ خو هغه (ګولۍ) یې ونه خوړې چې ده ګومان کاوه چې دا به هم په شوروي کې جوړې وي!!
تاسو وګورئ چې د افغانستان خلکو د جهاد په کلونو کې د سر او مال داسې قربانۍ ورکړې چې ښایي په تاریخ کې ساری ونه لري. دې اتلولیو ته باید په درنه سترګه وکتل شي؛ خو په عین حال کې د دې ستر ملي حرکت د ناوړه پایلو عاملینو او د جهاد په کاذبو مدعیانو باید لعنت ووایو چې ځمکې قراردادونه او امکانات یې غصب کړل، د امریکایانو په پیسو ملیونران او بلیونران شول؛ خو د خلکو ډېرو سترو او نه هیرېدونکو سرښندونو ته یې په سپکه سترګه وکتل.
پای – نوی ډیلی / 15 فبروری -2016